هغه خو د هندي الاصله تورمخي مشرف د رذالت بلهاري شوه، خو خپله دې د اصف غفور تورمخي د رذالت بلهاري شوه
له مشرف خو ونه پوښتل شول، خو له غفور سره به څه کيږي؟
ښاغلی مهمند،
تاسې خو د افغان کمېشنرۍ په وخت کې تبليغي هم واست. د ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين ټولګيوال هم پاتې شوي ياست. هغه مهال دې ږيره هم نه وه، خو اوس دې ږيره هم شته او بوډا شوی هم يې. په کابل کې د سفير پر دنده هم پاتې شوی يې او له باګرامه د عافيه صديقې ناخوالې دې ځوروي او د ملا ضعيف ته دې هم اشاره کړې، خو هماغه تورمخيو دې د خپل لالچ لپاره نه پر خپلو اتباعو اړي وکړه او نه يې د وزيرستان او د مهمندو او داسې نورو، نو اوس د خپل تبليغيتوب او پښتنولۍ له مخې تاسې څه احساسوئ؟
ايا تاسې دا سې کولای شئ چې اوس له تورمخي اصف غفوره وپوښتئ چې ولې دې پر پښتنې مهمندې لاس پورته کړ؟ داسې يوه پوښتنه خو ترې وکړه چې که يو څوک ستا پر مېرمن يا خور ومور او لور داسې لاس پورته کړي او پر بده سترګه ورته وګوري، نو تاسې به څه احساسوئ؟په رسنيو کې خو هر ځل د عافيه صديقي تش د نوم له يادونې سره پر مشرف يوځل د زړه مرګونې حمله راځي.
ستاسې د هغه ((پاکستان کا مطلب کيا هی+ لااله الا الله)) همدا موخه ده چې تورمخي پنجابي نظاميان د پښتني عفت خيال نه ساتي؟ ستاسې نظاميان د دغه سوچه اسلامي شعار تر چتر لاندې همدا د ځان اسلامي وجيبه ګڼي که څنګه؟ د بنګال د هغه دوه نيم لکه جنسي تيريو وحشتونه لا تراوسه مو له ياده نه دي وتلي چې په نژدې يولک نظاميان يې درته په ګونډو کړل؟
مومند قومي مشران: پاکستاني ځواکونه د پښتنو عزت ته په سپکه ګوري
https://larawbar.net/50656.html
رستم شاه مهمند څه وايی؟
https://www.facebook.com/pshtonistan/videos/795873230759545/