د ولس درد يې دوا نه کړ؛ د خليلزاد د سولې سفرونه او د حکمتيار د راتګ نازونه!

د ولس درد يې دوا نه کړ؛ د خليلزاد د سولې سفرونه او د حکمتيار د راتګ نازونه!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

دا به مو ډېر اورېدل وي چې د جګړې او بدبختۍ قربانيان عام او ولسي وګړي او بيا د سولې او ثبات په منفي ډول تر اغېز لاندې کسان قانون ماتونکي، زورواکي، خپل سري، جګړه غوښتونکي او نور دي.
جګړه بې چاره او غريب وژني، ژوند يې له کړاوونو ډکوي، شته ورڅخه اخلي، کور يې له جنازو ډکوي، د ژوند رڼاوې پرې تياره کوي، له پرمختګ يې لېرې ساتي او په سلګونه نورې ناخوالې يې مېلمه کوي. خو زورواکی، جنګسالار او ظالم؛ له سالمو او مشروع لارو څه نه شی تر لاسه کولی. ولسونه په جګړو کې ساتي او خپلې مېلېونې ګټې په کې خوندي کوي.

پورته خبرې په عملي ډول په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کالونو روانې دي. د کمونيست او مجاهد له جګړې نېولې؛ بيا نن د امريکا او طالب تر جګړې پوري. له تېرو ۴۰ کالونو په دغه جګړو کې ولس وځپل شو. جنګسالاران (هر هغه څوګ چې په يو او بل نوم جګړه کوي، انسان وژنې، وېنې توېدنې او ورانۍ ته مشروعيت ورکوي) په کې د مقام، نصب، شتمنۍ او ژوند څښتانان شول.

هر وخت په جګړه کې؛ جنګ غوښتونکي له بيلا بيلو لارو جګړه غوځوي او هغه موخې په کې تر لاسه کوي کومې چې په سوله کې ورته شونې نه دي. جنګ غوښتونکي ولس دومره په تياره کې ساتي چې د سولې لپاره دومره تږی شي، ترڅو د ثبات او ارامۍ په وخت کې هم د دوی هره نامشروع غوښتنه ورته قبوله کړي او ورسره يې پلې کړي.

د ډاکټر نجيب الله په واکمنۍ کې د مجاهدينو ډلو کالونه - کالونه نازونه وکړل چې سوله کوي؛ چې سوله نه کوو؛ هېواد ته درځو - هېواد ته نه درځو؛ دا منو او دا نه منو. ورپسې يې پايله دا شوه، چې د سولې په نوم يې پنځه کاله کابل چور کړ، ناموسونه او عزتونه يې بې عزته کړل، په خپلو منځو کې يې سره وخوړل او د روسانو له خوا پر افغان خاورې جوړ شوي پرهرونو باندې يې مالکې واچولې.

څو کالونه وړاندې؛ د روانې ناخوالې د يو څه کمېدو په پار د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت د دولت پخواني وسله وال مخالف ګلبدين حکمتيار سره اړيکې پيدا کړې او هڅې پيل شوې چې نوموړی بېرته هېواد ته راستون شي او له جګړې لاس واخلي. مياشتې - مياشتې تېرې شوې، چا به ويل چې له حکمتيار سره په راتلونکې روژه يوځای روژه نيسو، چا به ويل چې د حکمتيار په امامت به د کوچني يا لوی اختر لمونځ تر سره کړو.....

حکومت او رسنيو به ويل چې حکمتيار څه شو؟ حکمتيار راغی؛ حکمتيار نه راځي، حکمتيار کله راځي، حکمتیار نن راځي او چې سبا راځي. حکمتيار داسې نازونه وکړل چې ټول خلک يې عاشقان شول او يوازې دا هيلې يې درلودې چې د دوی په ژوند حکمتيار د راتګ خبر واوري. بلاخره حکمتيار راغی. هغه نازونه چې حکمتيار کول او په امنيتي وضعيت د ده د راتګ اغېز سره ډېر توپير لري. اغېز په بل اړخ تللی دی او نازونه يې اوس هم پاتې دي.

د حکمتيار مسالې ورته مساله اوس زلمي خليلزاد او طالبانو شروع کړې ده. د طالبانو او امريکايانو د سولې خبرې دومره سره ګرمې او تودې شي، چې ته وای سبا نو سوله ده او هرڅه پای ته ورسېدل. خليلزاد د يوې مياشتې دننه څو - څو سفرونه کوي، کله کله د بوختيا په اساس ټوېټ بند کړي او کله په يو ساعت کې لس ټوېټونه وکړي. خليلزاد وايي؛ له هغې سره مې وکتل، هغې ته مې راپور وکړ، خبرې مثبتې دي، هڅې روانې .............

د خليلزاد په لاسونو د ديپلوماسۍ لارې د افغانستان جګړې حل د لومړۍ او دويمې نړيوالو جګړو هم ډېر وخت واخېست. ولس نور دومره د جګړې ستړی او بې باوره دی، چې ښايي د افغان حکومت، طالبانو او خليلزاد خبرې ورته هغه د کلي او شپونکي خبرې ښکاره شي.

لنډه دا چې، د خليلزاد سفرونه او د حکمتيار نازونه سره ورته دي. نه د حکمتيار نازونو پايله ورکړه او نه به هم د خليلزاد سفرونه او ناستې کومې داسې پايله ورکړي چې د ولس درد پرې دوا شي. د واک، ګټو او ځان غوښتنوکې جګړه او سوله ده؛ رب (ج)دې د ولس په لوري شي.