ولسمشر غني ته:  له پاکستان سره د طالبانو تر څنګ د مظلومو پښتنو زندانيانو مساله هم مطرح شي

د بنو په زندان کې د هغه کونړي ځوان پوښتنه ګروېږنه هم وشي
 
موږ خو په هر څه کې اسرائيل پړ ګڼو، خو خپل مسلمان له هغوی زر ځله بدتر دي



ښاغلی ولسمشر،
سر يو خو غمونه وناخوالې ډېرې، خو څښتن تعالی به تاسې د سترو کارونو په سرته رسولو کې بريالی او سرلوړی کړي. رب العالمين هر چا ته د ځېنو سترو کارونو سر ته رسول او برياوې نه ورپه برخه کوي، خو البته ځينې خلک د خپلې خاصې لوريېنې له مخې د خپل مخلوق لپاره د سترو کارونو او برياو لپاره د چوپړ مصدر ګرځوي.
 
زموږ ډېرو بېکفايته جهادي مشرانو ته وخت ورکړل شو، خو دا چې د خپل ولس د چوپړ وړ نه ول، څښتن تعالی داسې سپک - ذليله او بدبخته کړل چې د دوی د نااهلۍ له لاسه هېواد او هېوادوالو سختې ناخوالې وګاللې. که دوی کې اهليت وای، نو افغانستان به د جهادي پير او د طالبي غوبل دې کچې ته نه رسېده چې په روژه کې د پردۍ تپل شوې جګړې ته د زيات ثواب حکم وکاروي.
 
د مولانا محمد خان شيراني مرکه :
ډېر وختي مې هم دا ويلي وو چې دا پاکستان د مزدورانو يو بين الاقوامي چوک دی. دلته :
 

  • ملا د کرايې لپاره پکې موندای شې (۱).
  • دلته ليډر (مشر) د قوم (ملت) د غولولو لپاره په کرايه موندای شې (۲).
  • دلته جنرالان هم د پوځ د استعمالولو (کارولو) لپاره پکې په کرايه موندای شې (۳)
  • ميډيا د پروپاګندې لپاره هم د کرايې لپاره پکې موندای شې (۴).
  • د کرايې قاتلان هم موندای شې (۵).
 
له ملا ولېډرشيپه يې راواخله تر رسنيو (ميديا) پورې يې کرايه شوي، نو کرايي قاتلان خواران چې له مسواک، رنجو او پګړۍ پرته له بل څه سره اشنا نه دي، نو هغه به د ځان په کارونه څه پوه شي؟ نو خود به ستاسې د اسلامي ارزښت په رڼا کې چې روژه د رحمتونو، بښنې او د نجات ((عتق من النار)) مياشت ده. ان تر دې چې نړيواله ټولنه يې پر معنوي ارزښت پوهيږي، نو د مولوي هيبت الله وړانده طالبان خپلې کراييتوب چې د خپل هېواد او خپلو مسلمانو وروڼو لپاره په کرايه شوي د روژې مياشتې دغه اسلامي ارزښت هم نه پېژني. قرآني حکم خو دا ايجابوي چې :
وان جنحوا للسلم فاجنح لها وتوکل علی الله
فاتقوا الله واصلحوا ذات بينکم
 
يو څوک چې د چا د سولې پر وړانديز نه پوهيږي او درک کولای نه شي، ان تر دې چې يو څوک کلونه پر خپل مړ مشر باندې په نړيواله کچه دروغ وايی او نه پرې نه شرميږي، نو له داسې ناپوهانو نه څه ګيله په کار ده. نو د داسې نړيوالو کذّابو (دروغژنو) به اسلامي امارت واسلامي شريعت يا اسلامي نظام څه ګټه ولري؟ که دوی قرآني پوهه لرلای، نو قرآن د دروغو په تړاو ښکاره وضاحت کړی او نه په اسلامي ارزښتونو کې دروغو ته ځای شته، دوی خو دغه ټکر هم نه شي درک کولای. ځکه خو دغسې بېمنطقه او سروبوله ببولالې وايی چې په روژه کې جهاد زيات ثواب لري. خو له بل لورې بيا دروغ او خپل اسلامي شريعت توپيرولای نه شي.
 
ننګونه :
شريعت بايد پر کتاب الله او سنن رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې مستند وي. په کتاب الله او سنن رسول الله صلی الله عليه وسلم کې خو دروغو ته ځای نشته، نو دوی چې د شريعت پر اساس د خلکو لاسونه او پښې غوڅوي او يا ښځې سنګساروي، نو ولې خپلې دغه تشې ته پام نه کوي چې له دنيوي واخروي رسوايي او مسووليته خلاص شي. په اخلاقي لحاظ هم دروغ بد شی دی، نو پر خپل مړي دروغ لکه چې هېڅ ګناه ورته نه ښکاري که څنګه؟
دا د اکوړې خټک مدرسه ولې چوپه ده؟
د دوی په دومره فتواو کې يوه فتوه هم دروغو ويلو په تړاو نشته که څنګه؟ نو بيا ديوبنديان پر څه شول؟
ايا ټول اسماني اديان يوازې او يوازې په لاسونو پرېکولو او د مېرمنو په کاڼو ايشتلو ((سنګسار)) کې رانغښتی دی که څڼګه؟ دا نور عبادات، معاملات وتعاملات، ترحم (لوريېنې) او بشري خير ښېګڼې لکه چې هېڅ ځای نشته او بس.
 
موږ به درته دوعا کوو چې څښتن تعالی مو د هېواد د دې پردۍ تپل شوې څلوېښت کلنې جګړې ته د پای ټکي اېښوولو او د لروبر مظلومو او بېګناه پښتنو او نورو لپاره يو ناجي کړه. څښتن تعالی دې په دې ستر چوپړ کې بريالی او سرلوړی کړه.