تشو متيازو کې وينه او درملنه يې

تشو متيازو کې وينه او د هغې درملنه
ژباړه ډاکټر نېک محمد ويال
 
د همدې لېکنې په لومړۍ برخه کې مو په تشو متيازو کې د وينې يا hematuria په اړه لومړني مالومات وړاندې او څلور لاملونه مو په ګوته کړل. د ژباړې په دې دويمه برخه کې، پاتې څلور نور لاملونه او درملنه تشريح کوو.

۵- catheterization: ځيني وخت په اطراحي سېسټم کې د تشو متيازو د بندېدو له امله جراحي عمليات تر سره کیږي. کله چې په طعبيي ډول له مثانې تشې متيازې بيرون کېدانی نه شي، نو د کاټټر په نوم يو ټيوب په بولي مجرا کې تر مثانې ځای پر ځای کيږي، چې مثانې را خالي کړي. نو ښايي د دغه جراحي عملياتو پر اساس تشې متيازې وينه ولري. دغه حالت زيات د اندېښنې وړ نه دی، ځکه چې ستونزه له وړاندې تشخيص شوې ده. خو که چېرې وينه ډېره او دايمي شي، نو بايد چې له معالج ډاکټر سره پرې وکتل شي.

۶- د پښتورګو ټپ Injury to the kidneys: د انسان په پښتورګو کې د ګلومرول يا Glomeruli په نوم کوچني وېښته ييز رګونه دي، چې تشې متيازې له وينې فلټر کوي. د دغه وېښته ييزو رګونو په مقابل کې د Glomerulonephritis په نوم د ميکروبونو، بکترياوو او نارغيو لړۍ شته، چې ياد رګونه اغېزمن کوي. هر کله چې په پښتورګو کې ګلومرول يا Glomeruli اغېزمن شي نو تشې متيازې په ښه ډول له وينې نه شي فلټر کېدای او په پايله کې يې په رڼو ميتازو کې وينه راځي.

- د پښتورګو ټپ Injury to the kidneys لاندې نښې لري:
- د رڼو متيازو کمښت؛
- ټوخی؛
- د ساه بندېدل؛
- د وينې فشار لوړېدل؛
- د مخ پړسوب.

۷ - د پروستات غدې سرطان Prostate cancer:
د لېکنې په لومړۍ برخه کې مو د پروستات غدې جوړښت او دنده تشريح کړه. هر کله چې په نارينو کې دغه غده د سرطان په نارغيو اخته شي، نو د نورو بدو اغېزو ترڅنګ يې يو اغېز په تشو متيازو کې وينه ده. د Prostate cancer په لومړيو کې د درملنې وړ دی، خو بايد چې په لومړي پړاو کې يې نښې وپېژندل شي او د درملنې لاندې ونېول شي.

د پروستات غدې سرطان Prostate cancer نښې:
- د خاصرې لګن په وروستۍ برخه کې سخت درد؛
- د کوچنۍ ملا درد؛
- د انزال په وخت کې درد؛
- د اشتها له لاسه ورکول؛
- په مني او رڼو متيازو دواړو کې وينه؛
- د هډکو درد؛
- او د وزن کمېدل.

۸ - ځيني درمل: د يو شمېر نورو ناروغيو د درملنې په پار يو شمېر درمل لامل کيږي، چې په رڼو متيازو کې د ويني لامل شي.
- warfarin
- aspirin
- Senna.

د په تشو متيازو کې د وينې يا hematuria درملنه:
په تشو متيازو کې د وينې يا hematuria د درملنې لپاره تر ټولو لومړۍ اړينه ده چې له پورته لاملونو يې لامل پيدا او تشخيص شي. د ناروغۍ د رېښې له پيدا کولو وړاندې هر ډول درمل چې په خپل سر وخوړل شي، ستونزه لا پيچلې او منفي کولی شي.

نو غوره دا ده چې په دې حساسې ناروغۍ کې له هر ډول خپل سرو درملو او کورنيو درملنو مخنيوی وشي او پر ځای يې له اړوند ډاکټر سره وکتل شي.

يادونه:
د اطراحي او تکثري سېسټم معالج او متخصص ډاکټر ته Urologist يورولوجېسټ وايي.