
د افغانستان کرکټ بورډ ټولو هغو افغان کرکټ لوبغاړو ته چې عمر ۱۹ کلنو پورې وي او په هر ځای کې وي خبر ورکوي چې د دې میاشتي ( ۲۰۱۰ز کال، اکتوبر ) په ۲۶ نېټه ارزونه(ټرېل) د افغانستان کابل د کرکټ په ملي لوبغالي کې اخستل کیږي.
د ۱۹ کلنو لوبغاړو لوبډلې ارزونه د افغانستان کابل د کرکټ په ملي لوبغالي کې اخستل کیږي، دغه ارزونه به درې ورځې دوام لري په ۲۶ نېټه به پېل کیږي او د اکتوبر تر ۳۰ نېټې پورې به دوام کوي. دغه اروزونه به د کابل په وخت سهار ۹ بجې پېل کیږي او ټوله ورځ به دوام کوي.
دغه ارزونه به د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوره کولو کمیټه او د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطیف اخلي چې په کرکټ کې د لوبغاړو د غوره کولو ټول معیارونه به په نظر کې پکې نیول کیږي.
یادونه:
د ازموینې لپاره نوم لیکنه په ۲۶ او ۲۷ نېټه پېل کیږي، ۲۸ نېټه باندې نوم لیکنه او ازموینه او په ۲۹ او ۳۰ د اکتوبر پورې به ازموینه او ارزونه اخستل کیږي.
کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره چې کوم لوبغاړي غوره کوي د عمر د ارزونې لپاره به یې د هډوکې (بون) ټیسټ په منل شوي او معیاري روغتون کیږي او د هر لوبغاړي عمر چې د ۱۹ کلنو څخه کم و هغه به د لوبډلې لپاره غوره کیږي.
د کرکټ لوبغاړی باید خپل پیژندپاڼه( تذکره)، دوه تصویرونه، خپل د کرکټ وسایل او د کرکټ جامې د ازموینې په وخت کې له ځانه سره راوړي.
د نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com
www.afghancricket.af
یادونه: د افغانستان د کرکټ د لوبو په اړه د کرکټ مینوال کولای شی چې په فیس بوک کې د کرکټ د مینوالو د پاڼې څخه تازه معلومات ترلاسه کړي.
http://www.facebook.com/pages/Afghanistan-Cricket-Board-ACB/155284871164016?ref=ts