
افغانان سولې ته نه یوازې ژمن دي، بلکې سوله غواړي او د دې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. افغان ولس د سولې په روانه پروسه کې یې هم تر ټولو زیات مثبت ګامونه اوچت کړي دي او هم یې له نورو زیاته قربانې ورکړې ده. د سولې مشورتي لویه جرګه کې د ولس د منتخبو استازو فعال حضور او په بحثونو او مشورو کې ګډون یې ښه بېلګه ده.
ولس د سولې پروسې په برخه کې د ولسمشر غني د لا نقشې تائید او قدرداني کوي او ټینګار یې همدادی چې د جنګ د پایته رسولو لپاره باید له وسله والو طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات ترسره شي. د سولې په روانه پروسه کې ټول افغان وګړي د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو منندوی دي. ځکه چې افغان امنتي او دفاعي ځواکونه دي چې ښاغلي غني ته دا ډاډ ورکوي چې د افغان په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواو سره لیدنې وکړه او هغوی ته د سولې وړاندیز وکړه. که چېرته هغوی سوله غواړي رادې شي سوله دې وکړي. او که چېرته سوله نه غواړي او د افغانستان د ورانولو نېت لري. دا خوبونه دې له ذهنه وباسي. افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې کله هم ښاغلي غني ته د وطن او د ولس د ساتنې ډاډ او وعده ورکړي. د همدغو زړورو ځواکونو په ډاډ غني هم بیا دښمن ته غوڅ جواب ورکوي.
څومره چې افغانان په واحد او قوي دریځ د سولې مذاکراتو ته وړاندې شي، نو همدومره به یې ولس او هیواد ته خیر زیات وي او د سولې مشورتي لویې جرګې ثابته کړه چې افغانان د سولې په اړه اجماع لري او په دې برخه کې د ټولو نظر یو دی او له دښمن څخه وېره نه لري.
وسله وال مخالفین به هیڅ وخت هم د دولت او ملت د ارادې پر وړاندې د ودرېدو ځواک ونه لري او که چېرې دا کار وکړي، نو دوی به له منځه ولاړ شي، ځکه امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې وځپي. د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد وویل چې تېر کال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره له لاسته راوړنو ډک کال وو. او سږکال به له تېر کال څخه لا ښه وي. په روان کال کې به زیاتې لاسته راوړنې ولري. نيږدې ده چې هیواد ته سوله راشي. بیا به په هیواد کې وژنې کمې شي. ټول به د هیواد په ودانولو کې بوخت وي. او په روان کال کې به هم د ځینو هیوادونو له خوا په پوځي برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې وکړي.
د سولې مشورتي لویه جرګه کې د ولس استازو بار بار په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې افغانان نور د وژنو او وحشتونو د زغم تاب نه لري، نو له همدې امله خپل ټول مسایل او مشکلات له حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې حل کړئ او د جنګ پر ځای د سولې لاره اختیار کړئ، وسله والو طالبانو ته ښایي چې د ولس دغه غوښتنه او بلنه ومني او احترام ورته وکړي او د جنګ پر ځای سولې ته چې الهي امر دی لومړیتوب ورکړي.