ملګرورابيدارسی جانان بلی ډيوی غواړی
دستورو ورڼا ته يوڅومستی ټپی غواړی
درد ونو پرهرونوشوړولی ځګرونه
دجنګ نه لاس په سرسی ګران دسولی نغمی غواړی
زخمی زخمی توتيان دبی کسئ سندروای
کاروان دليونو می دوحدت پلوشی غواړی
زاغان په ګاډا سر بلبلان وينی وينی ژاړی
توتکی وزرماتی زموږدشرنګ ترانی غواړی
زموږدسباوون په تمه توری ژری سپينی
خزان له زړه يخ نه دی ګل ته نوری پلمی غواړی
ريشمين جانان زانګو می قتلګاه دفرشتوسوه
غزل غزل لالئی نن دتورزونو کيسی غواړی
الکوزی به پېيم دازادی په تارلعلونه
جهالت تورو تيارو ته روڼ سهارعينی غواړی
منان الکوزی کوټه په درناوی
وروستي