روژه او زمونږ ټولنیز مسؤولیت!

تر هرڅه د مخه د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو او په تېره بیا خپلو مسلمانو هېواد والو ته د زړه له کومې مبارکي وایم، هیله ده چې د ټولو مسلمانانو عبادتونه د الله –جل جلاله- په دربار کې قبول او منظور شي، د روژې مبارکه میاشت یا د الله –جل جلاله- د مېلمستیا میاشت هغه میاشت ده چې د الله –جل جلاله- بندګان د خپل رب د رضا لپاره د اسلام له پنځه ګونو بناوو څخه یو رکن یعنې روژه په عملي توګه پر ځان تطبیقوي او په دې مبارکه میاشت کې په ټوله نړۍ کې مسلمان هڅه کوي چې د نورو میاشتو په پرتله، د الله –جل جلاله- ذکر او عبادت ترسره کړي او همدا ډول د خپلو صدقاتو او زکاتونو په ورکولو سره د الله -جل جلاله- رضایت ترلاسه کړي.
 
نو په داسې یوه میاشت کې چې لومړۍ لسیزه یې د رحمتونو، دویمه لسېزه یې د مغفرت او درېیمه لسیزه یې د دوزخ له اوره د خلاصون میاشت ده، هر مسلمان وګړي ته په کار دي چې ددې مبارکې میاشت په درناوي، خپل ژوند داسې سمبال کړي چې له امله یې د الله -جل جلاله- رضایت تر لاسه او همدا ډول بې وزلو، یتیمانو، ګاونډیانو او نورو اړمنو مسلمانانو ته یې خیر ورسیږي.

د روژې مبارکې میاشتې فضیلت ډېر زیات دی چې الله -جل جلاله- په قرآن کې بیان کړی او تر څنګ یې ډېر زیات نبوي احادیث هم شته چې د دې میاشتې فضیلت او ثوابونو په اړه پکې بشپړ معلومات ورکړل شوي دي.

د روژې په مبارکه میاشت کې هر مسلمان ته پکار دی چې د الله -جل جلاله- د رضا په موخه لاندې څو ټولنیز مسؤولیتونه په پام کې ونیسي او کوښښ وکړي چې په هغې باندې عمل وکړي:
لومړی- له اړمنو کورنیو سره مرسته کول: 

هر مسلمان مکلف دی ترڅو د خپل وس او توان په اندازه له فقیرانو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او یا نغدي مرسته وکړي ترڅو په دې مبارکه میاشت کې اړمنې کورنی هم وکولای شي په سمه توګه روژه ونیسي او خپلې کورنۍ ته همدارنګه دوی کولای شي روژه ماتی چمتو کړي او بې وزلو روژتیانو ته د روژه ماتي په ورکړې سره د هغوی دعا او د الله رضا ترلاسه کړي.

دویم- د ټولنیزو نزاکتونو مراعات کول:
په روژه کې تر بل هر وخت د ټولنیزو نزاکتونو مراعات کول اړین دي، ځکه چې په دې میاشت کې که یو مسلمان بل مسلمان ته ضرر ورسوي نو لکه څنګه چې د عباداتو ثواب دوه چنده دی نو همداسې د ګناهونو سزا هم څو برابره ډېره ده، ځکه نو مونږ ته پکار ده ترڅو دې میاشت کې ټولنیز نزاکتونه په سمه توګه مراعات کړو . د بېلګې په توګه؛ نورو ته ضرر رسول، بې ځایه بحث کول او داسې نور کارونه چې د یو مسلمان ورور د ضرر سبب وګرځي.

درېیم- په روژه کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي مخنیوی:
د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدو سره، له بده مرغه هر کال د خوراکي توکو بیې پورته کېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي نو لکه څنګه چې مو پورته یادونه وکړه چې د روژې مبارکه میاشت د رحمتونو میاشت ده نو پکار ده چې د همدې میاشتې ته د درناوي په پار ټول سوداګر هڅه وکړي تر څو د خوراکي توکو بیو کې له لوړوالي څخه ډډه وکړي، او کوښښ وکړي چې بیې نورې هم را ښکته کړای شي، ترڅو خلک دا احساس ونه کړي چې د روژې میاشت په خاطر په بازارونو کې بیې لوړې شوي دي.

څلورم- له کم حوصلګۍ او روژې نیولو څخه شکایت نه کول: 
دا هغه موضوع ده چې له بده مرغه د روژې مبارکې میاشتې په راتلو سره یو شمېر خلک ورسره مخ کېږي او په ډېره وړه خبره بې حوصلې کېږي او بیا پړه هم په روژه اچوي چې دا یو نا مناسب عمل دی او پر نورو روژه نیوونکو بده اغېز کوي، پکار داده چې د روژې مبارکه میاشت باید د دې سبب نه شي ترڅو زمونږ په ټولنیز ژوند او یاهم رسمي ژوند باندې منفي اغېز وکړي، بلکې لکه د نورو میاشتو په ډول باید په عادي توګه خپل ژوند او کار و بار ته دوام ورکړل شي.

د پورته یادو شویو ټکو په پام کې نیولو سره مونږ کولای شو چې په سمه توګه دا مبارکه میاشت تېره کړو او ترڅنګ یې د الله -جل جلاله- رضایت هم ترلاسه کړو، او هیله ده چې دا مبارکه میاشت مو په هېواد کې د تلپاتې سولې سبب شي او نور دا ځورېدلی ولس له جنګ، جګړو او ناخوالو نه لیرې په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي او همدا ډول د جګړې له ټولو ښکیلو خواوو څخه مو غوښتنه ده ترڅو د دې مبارکې میاشتې په پار، له جګړې لاس واخلي او د ورور ولۍ په فضا کې له یو بل سره د هېواد په آبادۍ کې برخه واخلي.