د نارينو په ادرار (تشو متيازو) کې وينه؛ اته (۸) لاملونه او درملنه يې

د نارينو په ادرار (تشو متيازو) وينه؛ اته (۸) لاملونه او درملنه يې
ډاکټر نېک محمد ويال
 
په تشو متيازو يا ادرار کې وينه چې په انګليسي کې ورته Blood in Urine وايي او علمي نوم يې hematuria دی، په نارينو کې يوه عامه او خطر لرونکې ناروغې ده.

په لويه کې د نارينو په تشو متيازو کې دوه ډوله وينه بهيږي.
۱- Gross hematuria: کله چې وينه په سترګه ولېدل شي او مقدار يې زيات وي، نو ورته Gross hematuria وايي.

۲- Microscopic hematuria: کله چې وينه په څرګنده د لېدو نه وي او يوازې د ميکروسکوپ لاندې په متيازو کې وينه ولېدل شي، نو ورته Microscopic hematuria وايي.

په تشو متيازو کې د ويني یا hematuria اته مهم لاملونه:
۱- د اطراحي سېسټم ميکروبي کېدل Urinary tract infection: د اطراحي سېسټم ميکروبي کېدل چې لنډ انګليسي نوم يې UTIs دی؛ تر ډېره په نارينو کې وي، خوځيني وخت په ښځينو کې هم راتلی شي. په اطراحي سېسټم کې د ميکروب يا ټپ پيدا کېدل عمده دوه لاملونه لري، چې يو يې د پروستات غدې اغېزمن کېدل او بل يې هم د catheterization په وسيله د اطراحي ټيوب عمليات دي.

له پورته دوه علتونو سربېره شونې ده، چې بولي مجرا يا د رڼو متيازو پیپ ته د بکتريا په داخلېدو سره هم دغه کانال ميکروبي او ټپي شي.

- د اطراحي سېسټم ميکروبي کېدل Urinary tract infection نښې:
- بيا - بيا ځلې د رڼو متيازو احساس؛
- د تشو متيازو په ټيوب کې سوځېدنه او درد؛
- د رڼو متيارو تيز او بد بوی؛
- کانګې او د زړه بدوالي احساس.

۲- د مثانې او پښتورګو تيږي Kidney and bladder stones:
- په رڼو متيازو کې وينه هغه وخت هم رامنځ ته کيږي چې يو کس په پښتورګو او يا هم په مثانه کې تيږي ولري. ځيني وخت چې تيږي د مثانې او پښتورګو ترمنځ په حابين کانالونو او يا هم بولي مجرا کې بندې شي، نو د ټپ لامل کيږي، چې په پايله کې يې وينه راځي.

- د مثانې او پښتورګو تيږي Kidney and bladder stones نښې:
- په رڼو متيازو کې وينه؛
- د کوچنۍ ملا په دواړه او يا يوې خوا کې درد؛
- دوامداره د معدې درد؛
- تبه او د کانګو احساس؛
- د رڼو متيازو تيز بوی.

۳- د تمرين پر اساس په تشو متيازو کې وينه Exercise-induced hematuria:
- ځيني وخت چې يو شمېر کسان ډېر ورزش وکړي نو په رڼو متيازو کې وينه پيدا کيږي. په دغه برخه کې د وجود د اوبو ضايع کېدل لامل په ګوته کيږي.

۴- د پروتسات غدې غټېدل Enlarged prostate:
پروتسات هغه غده ده چې د مني په اخراج کې مرسته کوي. کله چې دغه غده لويه شي نو په بولي مجرا فشار راوړي او په اسانۍ سره د رڼو متيازو اخراج سختيږي. دغه وخت کې مثانه په ډېر فشار سره تشي متيازې بهر کېدو ته اړوي، چې وينه په کې راپيدا کيږي.

- د پروتسات غدې د غټېدو په اساس په متيازو کې د ويني نښې:
- بيا - بيا ځلې تشي متيازې؛
- د شپې په وخت کې د رڼو متيازو د خوشي کېدو احساس؛
- په ستونزمنه توګه د رڼو متيازو لومړۍ بهر کېدنه؛
- د ضروت له رفع کېدو وروسته هم داسې احساس چې مثانه ډکه ده.

يادونه: څلور نور لاملونه او درملنه يې په بله برخه کې.