ساچن ټنډولکر ولې ږیره او برېت په یوې نجلۍ جوړوي؟

روهي( یوه نۍ/۱۵ د غوایی)، د هند هېواد پېژندل شوی کرکټر ساچن ټنډولکر د یو تجارتي اعلان څخه وروسته اوس اُترپردیش ایالت ته ځي او هلته په یو حمام کې په یوې نجلۍ باندې ویره او برېت جوړوي.
 

دغه دوه خویندې د ۲۰۱۴ ز کال د خپل پلار د ناروغۍ څخه وروسته دغه حمام سمبالوي او خلکو ته ويښتان جوړوي. دغو دواړو خویندو په خپل ځان باندې د نرانو نومونه ایښي دي چې یوه یې نېها او بله یې جیوتی نومېږي.
 

دغو دواړو خویندو د خپل پلار علاج ترڅنګ د کور ملاتړ او خپل تعلیم هم په مخ وړی دی.
 
 
ساچن ټنډولکر د دغو دواړو خویندو له قیصې دومره متاثره شوی دی چې بار بار دغه حمام ته راځي او خپل ويښتان جوړوي.
 

ساچن ټنډولکر دغو دواړو خویندوو ته د کار ټول سامان هم پوره کړی او د خپل طرفه یې ورته دوه تعلیمي بورسونه هم ورکړي دي.
 
 
 ژباړن: محمد مبین هڅاند