څه وه کم پشتون يم چی غرور دليونو لرم
زه خوغلام نه يم زه تاريخ دولولولرم
دلته ډيرراغلی چی په تاخته بير تللی دی
سخت لکه فولاد سنګرسنګر دميړنولرم
پاڅئ بلبلانو دازادی ليلاپه سروسترګو
مستی کی نغمی ځوانانو شور دزولنولرم
بيامی دشيرينی په نامه ترټی دوخت مغل
مړاوی می ډيوی دی چی نن فکر دزمرولرم
لاس ترځنی ناست يو تل خووياړو دپلاروپه نوم
راسی لاس په کار سی خوژ وطن دپشتنولرم
تل دفرشتو په خوله نن ولی دزار غړپ سولی
سورګودرپه وينو مات بنګړی دشاپيرولرم
زموږ ميوندی پلونه تورو خارولاندی کړی دی
راسی بيايې مستی کړوټپی داتڼو لرم
ای خړپړپشتونه اوس بی قدره دنړی په مخ
پريږدی توفيرونه پرهرونه په سينولرم
بيايې دشهيد وينی پلورلی دی په نه بعيه
اوس خوسرببری ليونی دسروغرمولرم
اوس می دجانان جانان سندری سوی زخمی زخمی
ويش سی سرببرو اوس لا وخت ديوڅوشپولرم
تل وی په ګفتار ستا په نامه يې دنن خوله ماته
خود به سرپه دار يو چی لاڅ پوڅی دپردولرم
زموږ سالار له غوړی کړی نن څوڼی وپردی ډول ته
اوس خوسره لاله خزان وهلی په سلګو لرم
ای الکوزيه طلای جانان لمبه لمبه
نه می علم پوهه سوی ساندی دبچولرم
منان الکوزی کوټه په درناوی
mananalkozai@ymail.com
وروستي