د وېښتانو توېدو ناروغي يا (alopecia): لاملونه او کورنۍ درملنه
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال
پېژنده:
د بې وخته او غېر منظم ګنجي توب يا وېښتانو توېدنې ته Hair Loss وايي چې طبيي نوم يې alopecia areata دی. د alopecia areata د بريد لومړی ځای د سر وښتان دي، خو ځيني وخت په نارينو کې ږيره او يا هم د وجود نور وېښتان تر اغېز لاندې نيسي. په دې ناروغۍ کې ځيني وخت د سر او ږيري وېښتان ځای - ځای لغړ کيږي او يا وېښتان ټول تويږي.
د alopecia areata په اړه څو مهم ټکي:
۱- د alopecia areata هر پنځه ناروغان د ارثي خواصو پر اساس په دې ناروغۍ اخته کيږي. که چېرې د کورنۍ کوم غړی او اوس او يا يې هم په تېر کې دغه ناروغي تېره کړي وي نو شونې ده چې نور غړي هم پرې اخته شي.
۲- د ارثي علت ترڅنګ ځيني وخت دغه ناروغي د فشار او ذهني ناارامتيا له امله هم رامنځ ته کيږي.
۳- دغه ناروغي په عمر، جنس او وخت پوري تړاو نه لري، شونې ده چې هر وخت رامنځ ته شي.
د alopecia areata لاملونه:
۱- کله چې د وينې سپينې حجرې د وېښتان په follicles حجرو برید وکړي، نو په پايله کې يې follicles حجرې له نمو کمزوري کيږي او ګنجی توب رامنځ ته کيږي. دا تر اوسه نه ده څرګنده چې سپين کرويات ولې په follicles حجرو بريد کوي.
۲- د alopecia areata تر ټولو ستر او مهم لامل کورنۍ اړيکې او ارثي خواص او نېږدې والی په ګوته کيږي.
۳- حساسيت او د هورمونو بې نظي؛ د دغه ناروغي بل لامل ګنل شوی دی.
۴- وړاندې يې هم يادونه وشوه، چې ذهني فشار، ستونزې، ناراحتي، غم او په پرله پسي ډول روحي ځورېدنه لامل کيږي چې alopecia areata رامنځ ته کړي.
کورنۍ درملنه:
۱- هوږه او پياز: د توي شوي وېښتانو په ځای يا پوستکي د هوږې او پيازو د اوبو وهل تر اوسه بريالۍ درملنه پېژندل شوې ده. لار يې داسې ده چې د پياز او هوږې جوس وباسئ؛ د سر او مخ پر هغه ځای يې ومښئ چې وېښتان يې توی شوي دي.
۲- سوړ شين چای، د بادامو غوړ، د ويلنې اوبه، ګبين او د کوپرې غوړ د پاسنۍ طريقې په ډول عملی کړی چې پايله به يې مثبته وي.
طبي درملنه:
د پوستکي او جلدي نارغيو ډاکټران لومړی دا په ګوته کوي چې ولې alopecia areata رامنځ ته شوې ده. له تشخيص وروسته يې لامل تر کار لاندې نيسي او په يوې زماني درملنې سره دغه ناروغي له منځه وړي.
وروستي