د جيش محمد ډلې مشر (مسعود اظهر) وپېژنئ

د جيش محمد ډلې مشر (مسعود اظهر) وپېژنئ
ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
محمد مسعود اظهر په ۱۹۶۸ز کال کې د پاکستان په پنجاب ايالت کې زږېدلی دی. د نوموړي پلار الله بخش شبير نوميږي، چې د يو حکومتي ښوونځي سرښوونکی او د ديوبند مدرسې کاتب پاتې شوی دی.

زده کړې:
مسعود اظهر خپلې لومړنۍ زده کړې د ښوونځي تر اتم ټولګي پوري په دولتي ښوونځي کې کړې او بيا وروسته د اسلامي جميعت نومي ښوونځي کې شامل شو چې په ۱۹۸۹ز کال کې د عالم په رتبه ترې فارغ شو او لژ وخت وروسته په ياد ديني مرکز کې مدرس وټاکل شو.

سياسي او پوځي فعاليتونه:
مسعود اظهر افغانسان ته د شوري يووالي ځواکونو له راتګ وروسته د افغان مجاهدينو سره يو ځای شو او د روسانو پر وړاندې يې جګړه کې برخه اخېستله. نوموړی په جګړې کې سخت ټپي شو چې بيا ورته د حرکت الانصار ډلې د جلب - جذب مسووليت او د جهاد په پلاوی يو شمېر چاپي رسنيو مسووليت ورته وسپارل شو.

د اظهر په اړه لېکل شوي دي چې په ۱۹۹۳ز کې يې سوماليا ته سفر وکړ او هلته يې د القاعده ډلې يوې څانګې (الاتحاد اسلاميه) سره اړيکې جوړې کړې.

مسعود اظهر په ۱۹۹۳ز کال ک په پاکستان کې د حرکت الانصار په نوم ډله جوړه کړه. د امريکا استخباراتي ادارې يا سي ای اې په ۲۰۰۶ زکال کې دغه ډله په سخت دريځۍ تورنه کړه او ويې ويل چې په کشمير کې تاوتريخوالی کوي او همدا ډول د امريکا متحدو ايالتو پر وړاندې سخت دريځ لري.

په ۱۹۹۴ز کې نوموړی هندوستان ته په بدل پاسپورټ لاړ خو هلته د هند د حکومت له خوا د ترهګرو ډلو سره د تړاو په تور ونېول شو. د هند پوځ اظهر بندي کړی. نوموړي څلور کالونه د هندوستان په بند کې تېر کول او په ۱۹۹۹ز کال د هندوستان يوه الوتکه د نوي ډيلي له هوايي ډګر څخه د افغانستان کندهار هوايي ډګر ته را وتښتول شوه. دغه وخت په کندهار کې د طالبانو واکمني وه او د يرغمل شو مسافرو د خلاصون په بدل کې د مسعود اظهر خوشي کېدل وغوښتل شول او هندوستان همداسې وکړل. (وېکېپډيا)

له خلاصېدو وروسته نوموړي د پاکستان په کراچۍ ښار کې يوې سترې ناستې ته په وينا کې وويل، چې د هندوستان تر نابودۍ بايد مسلمانان په ارام پاتې نه شي او کشمير دې له هند ازاد کړی شي.

نوموړي د بند له خلاصون وروسته خپل فعاليت ګړندی کړ او د جيش محمد په نوم يې يوه بله نوې مذهبي ډله رامنځ ته کړه.

هغه بريدونه چې مسعود اظهر په کې تورن پېژندل کيږي:
۱- ۲۰۰۱، د هندوستان په پارلمان بريد: د ۲۰۰۱ ز کال په وروستۍ مياشت کې د نوي ډيلي دننه د هندوستان په پارلمان بريد وشو، چې له امله يې څلور بريدګر، شپږ هندي پوليس او يو شمېر د پارلمان ساتونکي ووژل شول. دغه بريد په پاکستان مېشت لکشرې طيبه او جيش محمد ډلو باندې واچول شو.

۲- ۲۰۰۸، د ممبي بريد: په ۲۰۰۸ زکال کې د ډسمبر په مياشت کې ممبۍ کې بريدونه وشول چې بيا هم د مسعود اظهر په مشرۍ جيش محمد ډله په کې تورنه شوه.

۳- ۲۰۱۶، د پټان کوټ بريد: د هندوستان په پټان کوټ کې د هند پوځ پر يوې هوايي اډې بريد وشو چې مسعود اظهر او د هغې ورور په کې تورن وپېژندل شول.

۴- ۲۰۱۹، د پلوامه بريد: د روان ز کال په لومړيو کې د هندوستان په پلوامه کې پر هندي سرتیرو بريد کې وشو، چې جيش محمد ډلې يې مسووله وبلله شوه. له دغه بريد وروسته د هندوستان او پاکستان سياسي او پوځي اړيکې ترېنګلې شوې او پر يو بل يې بريدونه تر سره کړل.

له دغه بريد وروسته هند پر پاکستان فشارونه زيات کړل او اوس تازه ملګرو ملتونو په پاکستان کې د مېشتې جيش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې ور شامل کړ.