
ليکوال: اېمل افغان
د ولسمشرحامد کرزي د حکومت په رامنځ ته کېدوسره د هېوادوالو هیلې یوځل بیا راژوندې شوې او د هر چا په ذهن کې دا خبره ډېره ګرمه وه، چې که خدای کول په افغانستان کې به یوه په کارپو اداره جوړېږي او د هېوادوالو دیرش کلنۍ هیلې چې یو ښه حکومت ته یې سترګې په لاره وې يو ځل بیا به را ژوندې کوي خو چې کله ولیدل شول په لومړیو کلونو کې يوڅه ناڅه کار وشو، چې له هغې جملې نه یو دا وو چې منتخب ولسمشرد خلکو له خوانه د خلکو په خوښه وټاکل شو او ترڅنګ یې دافغانستان پارالمان ته لاره هواره شوه ،او هېوادوالو وکولای شول د خپل ځان لپاره یو د خوښې وکیل وټاکي ترڅو پورې هغه وکیل په ا
ینده کې په پارالمان کې د دوي غږ پورته کړي.او همدارنګه د وزیرانو په ټاکلو کې به دغه وکیلان له ډېر پام او دقت نه کار واخلي.
خو ولې لکه څنګه چې د ډېرو هېوادوالو غوښتنې او هيلې وې هغسې ونشول داسې څېرو پارلمان ته لاره پیدا کړه، چې دا پنځه کلنه دوره یې په خوب او مېلو کې تېره کړه پرته له یوڅو محدودو کسانو څخه.
دا دی اوس یوځل بیا هغه وخت را ورسېدو،چې موږ یې په راتلونکي پارالمان کې په خپلو غټو سترګو وینو چې د پارالمان زیاتره غړي هغه کسان دي چې د ملت په وینو یې لاسونه سره او نه هم د دې اهلیت او وړتیا لري چې پارالمان ته را شي تردې پورې داسې څېرې پکې اوس لیدل کېږي چې له سره پدې نه دي خبر چې د افغانستان اساسي قانون ټولې څومادې لري او مانا یې څه ده؟
دا هغه څېرې دي چې د ملت په زړونو کې ځای نه لري ، د ملت په خوښه حکومت نه شي راوستلای او نه هم د ملت لپاره په درد خوړل کېږي او د تارېخ په اوږدو کې یې د ملت په عزت رنګارنګ لوبې وکړي چې موږ ټولو په تول دی دېرشو کلونو کې ولیدل دا دی اوس به یوځل بیا په پارالمان کې د نفاق او بدبختې اورته لمن وهي په نتیجه کې به هم ملي یوالي او هم حکومت ته په زیان تمامېږي. نو دوي به اوس په راتلونکي کې ملت څنګه له وینو تویولو، غریبې او له نوروستونزو نه خلاص کړي پارالمان د خبرو، د شخړو اود مسایلو د حل ځای دی نه د مېلو او ډوډۍ خوړلو.
په هرصورت که چیرته افغان حکومت ځان ته د یو قانوني حکومت نوم ورکول غواړي نو د ملت غوښتنې او پوښتنې دې هم په پام کې ونیسي او له ملت نه خودې یوځل پوښتنه وکړي چې تاسو له کومو ستونزو سره نن ورځ مخامخ استې او ستاسو ځان او ناموس څومره په امن کې دی د کار کولو لپاره درته څومره زمینه مساعده ده، د پوهنې سطحه مو څومره لوړه شوې ده کارمو کېږي کنه ولي تاسو خپل اولادونه د افغانستان له رسمي ښوونځیو او پوهنتونونونه شخصي ښوونځیو ته ولیږل دا ټولې هغه معمولي پوښتنې دي چې زموږ په برحاله وزیرصایبانو کې لیدل کېږي.
هغه ځوانان چې نه ورته څوک په دولت کې دنده ورکوي او نه یې هم په دولتي اداروکې کار څوک ورته بیغر له رشوت نه خلاصوي هغوی به څنګه زړه ښه کړي چې راشي له دې دولت سره کار وکړي.
زموږ وزیرصایبان چې موږ یې ګورو په خپلو وزارتونو کې ناست دي او په ځان پسې یې څلور پنځه دروازې بندې کړي او په هره دروازه کې یې د خپلو اعمالو له لاسه لس دولس پولیس دېره کړي ،چې څوک ورته کومه صدمه ونه رسوي نو دوي به په وزارت کې د مظلومو خلکو له ستونزو نه څه خبر شي مشاورین او ریس د دفتر یې بیا چې کله مازیګر کورته روان وي دخپلو نمرو د لوړو لپاره بیا وزیر ته غر غوښه او سین ښوروا کړي وزیر صیب بیا ورته وایې چې کار کوي.
او حال دا چې وزیر غریب په دې ځان نه خبروي چې خلک زما د وزارت په اړه څه وایې څرګنده خبره ده، چې په ادارې فساد کې یې ټول ریسان لاس لري ځکه یو کس چې څوک یې ورته کار نه خلاصوي هغه مجبوره ده ،چې د پيسو له لارې خپل کار خلاص کړي.
راځم اوس بېرته خپلې اصلي خبرې ته که چیرته زموږ پارلمان ته په کار پو او ایمانداره کسانو لاره پیدا کړې وایې نو دغه پورته ستونزې به نن نه وي موجودې په هر وزارت او هره اداره کې. ځکه وکیل د ملت رالیږل شوی استاذې دی هغه به د ملت جواب خپله په هره دولتي اداره کې ویلی وایې.
دا چې اوس داسې کسانو یوځل بیا پارلمان ته لاره پیدا کړه ،چې یوه ورځ په افغانستان کې او شل ورځې په هندوستان کې نو دملت دې هم نور خدای مل شي او د پارلمان والا دې هم نور زیاتي خدای دا لوی لوی جیبونه ډک کړي.
اوپه اخیرکه به د افغانستان دوښمنانو ته نوره هم د دې لاره هواره شي چې له دولت نه به د کار څېرې وباسي لکه څنګه چې دا مامله روانه ده او د واک چوکیو ته به داسې کسان رسوي چې له یوې خوانه به افغانستان د تجزې په لور خدای مه کړه روانوي او له بلې خوانه به خپل بادران خوشحاله کوي.