د کمرې پایه

پاو کم اته بجې د سهار وې، د ښار ټولې لارې د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې وې، یوازې ځانګړیو موټرو ته د تګ راتګ اجازه وه.

ما هم دوې برخې مزل په موټر کې رالنډ کړ او پاتې یوه برخه به مې تر دفتره په پښو را لنډوه.

دفتر ته د رسمياتو له پیل، ناوخته ورسېدم. د دفتر کارکوونکو ته مې په بېړه سلام واچوه، د روغتیا پوښتنه مې ترې وکړه، ټول د الله ج په فضل روغ وو، کمره ماین ته مې غږ وکړ:

ـ حامد جانه ډېره ناوخته ده، کمره دې راواخله، لارې هم بندې دي، خدایزده څه وخت به رسوو؟

حامد په چوکۍ کې ودرېد، راغبرګه یې کړه:

- زه خو اماده یم له کله چې راغلی یم تاته په انتظار وم، بس هر څه اماده دي درځه چې ځو.

ما هم د پلن چوبي رنګي مېز د کمپیوتر ترڅنګ پراته مایک ته لاس ور اوږد کړ او له دفتر را ووتلوو.

له څه کم نیم ساعت مزل وروسته یوه سور رنګې کرولا راښکاره شوه، حامد ته مې کړل:

ـ لاس ورکوم، کوندې وي چې ورسره پورته مو کړي، هسې هم ناوخته ده.

حامد دې کا:
ـ یره خدایزده چې وړي یې وو، موټر خو بند دي، خوده چې دا به د چا وي؟

کرولا را نیږدې شوه، لاس مې ورکړ، لومړی یې سرعت ورو کړ بیا یې د سرک غاړې ته اشترنګ ووهه.
نېږدې ورغلم، د پنډ سره سړي سره د مخې په چوکۍ کې دوه واړه واړه ماشومان چې په اغلب ګمان عمرونه به یې د پنځو او شپږو کلنو وو، ناست وو.
موټر چلونکی په ډبلو سرو برېتو کې راته موسکی شو او په لوړ غږ یې وویل:

ـ چېرته ځئ؟
ـ تر پولې تخنیک پورې.
ـ راځئ زر کوئ زما هم همغه مسیر دی، تاسو به هم ورسوم، که هر څو ناوخته کیږي.

حامد ته مې اشاره وکړه، چې راشي، هغو هم را منډې کړې او په موټر کې سپاره شوو.

موټر کې خاموشی خوره وه، کله کله به د موټر چلونکي سره برېت او شنې غټې غټې سترګې په برسېرنه نرۍ اوږده شېشه کې راښکاره کېدې.
له لږ مزل وروسته د شهید څلور لاره کې ولاړ ترافیک موټر ته د درېدو اشاره ورکړه، موټر چلونکي یو دم د موټر برېک ته پښه ورنیږدې کړه، د شا په شېشه کې پروت د کاغذي دسمالونو کوتی زموږ ګونډو ته راولوېد.ترافیک د موټر چلونکي نه د موټر د کاغذونو او پدې ورځ د موټر چلولو په اړه وپوښتل؟ خو موټر چلونکي د کورتۍ د مخې له جېب کارت ورته ونیو، ترافیک یو قدم شاته لاړ او ورته دې کا:

ـ به خیر بري دګروال صیب.
موټر حرکت وکړ، د مخې چوکۍ کې ناستو ماشومانو یو بل ته وکتل، د موټر چلونکي څنګ ته ناست ماشوم موټر چلونکي ته کړه:
ـ اې اغا نن خلک ولې نه دي راوتلي، موتر م خلک نه چلوي؟

موټر چلونکي په رډو سترګو له څنګه ورته وکتل، د پاسنۍ شونډې پرسر یې سره برېت وښورېدل:
ـ غلی شه، په هرڅه کې دې کار وي!

د ماشوم سر ښکته شو، څنګ ته ناست ماشوم ورته په خبرو شو:
- سوله کیږي، نن موټر خلک نه چلوي، عسکران ګرځي.

د موټر چلونکي څنګ ته ناست ماشوم ور غبرګه کړه:
ـ نو بیا خلک ولې تښي؟ موټر یې م تښتولي، لکه چې د عسکرانو نه ډاریږي؟

دا دې ورته کا:
ـ لېونیه! نه نه خلک ټول تللي، چیرته به ناست وي چې سوله راولي.
د موټر چلونکي د څنګ ماشوم بیا وبنګېد:

ـ سوله ښه وي؟ نو چېرته وه؟ ولې نه راتله؟
دې بل سر وښوروه:

ـ خوده زده، خو یوه ورځ په کوټه کې ما خط لیکه، اغا مې مور جانې ته ویل چې کاشکي سوله راشي، خلک به نور نه مړه کیږي، خپل کارونه به کوي، هېواد به م ښکلی شي، او اې مور جانې ته یې دا م ویل چې (زه او ته) به هم ښوونځي ته ځوو، لوبې به کوو، مداسې د ټولو پلارانو او مورجانو زمن به درسونه وایي، پوه شوې اه اوس پوه شوې؟

ماشوم په چوکۍ کې ټوپ ووهه او زر یې ورغبرګه کړه:
ـ هو هو کاشکي داسې وشي، رازه زه او ته هم د پلار جان او مورجانې په شان خدای ته زارۍ وکړو.

موټر چلونکي ماشومانو ته راوکتل او ورته دې کا:
ـ یره هلکانو عصاب مو راوخوړل، یو ساعت غلي نشئ کېناستئ، دا ځل که هر یو وغږېد له موټر یې لاندې غورځوم، پوه شوئ؟!

ماشومان غلي کېناستل، دواړو د یو بل تر غاړو لاسونه تاو کړل، د څنګ له نیم ښکته شېشې یې د سرک په منځ کې دنګې ولاړې ونې تر نظر تېرولې.
د موټر سرعت لوړ و، موټر چلونکي د پولې تخنیک پوهنتون دروازې ته څېرمه موټر ورو کړ، له موټر ښکته شوو، په بیړه مو د دندې کارتونه راویستل او په غاړه کې مو واچول، ور روان شوو.

په دروازه کې د خلکو ګڼه کوڼه زیاته وه، پر موږ هم ناوخته وه، تر دې دمه موږ باید تلویزیون ته سولې په تړاو د مشورتي لویې جرګې چې له ولایتونو خلکو پکې ګډون کړی وو باید مو ورسره مرکې کړې وای د همدې حرګې په تړاو مو ترې پوښتنې کړې وای، نظرونه مو یې باید له ولس سره شریک کړې وای، همداسې جزیات یې...

خو خیر په دروازه کې ولاړو عسکرو ته مو د دندې کارتونه ور وښودل او د ننوتلو اجازه مو ترې واخیسته.
د مشورتي لویې جرګې د تالار پر لور مو کوټلي قدمونه ور واخیستل، هلته چې ور ورسېدو د تالار په لویه دروازه کې دومره ګڼه ګوڼه وه چې حتا د ښځینوو او نارینوو وکیلانو ترمنځ به د یو بل په لمس او اوږه وهلو باندې شور پورته شو، داسې مو هم ولیدل چې د ځینو ښځو ټکري به په غاړه کې پراته وو او نارینوو ته به په لاسو غږېدلې، داسې نارینه مې هم تر نظر تېرېدل چې په سترګو او لاسونو به یې اذیت جوړوه.

حامد ته مې وویل:
ـ حامد جانه څنګه به دواړه تالار ته دننه شو؟

ـ حامد د عاجزۍ په ډول سر وښوروه.

ـ نه پوهېږم.
د حامد په یوه لاس کې د کمرې بکس وو او په بل لاس کې یې د کمرې پایه نېولې وه.

ما سره لاس کې مایک و، د کمرې پایه مې د مرستې په توګه ترې واخیسته چې وکولای شو دواړه تالار ته ننوزو.

دروازې ته د پنډو ولاړو وکیلانو په منځ کې ور روان شوم او حامد راپسې شو.

د دروازې ساتونکو او تلاشي کوونکو ته مو په مشکل ځان ور ورسوه، هغوی چې زما په لاس کې مایک او د کمرې پایه ولیده، سترګې یې برګې کړې او شاته د تلو په اشاره یې وکړه، زه ودرېدم، حامد هم زما څنګ ته ودرېد، د دروازې ساتونکو عسکرو ته مو تالار ته د داخلېدو د اجازې وویل، که څه هم د دروازې ساتونکي عسکر او تلاشي کوونکي د وکیلانو په تلاشۍ، پوښتنو او کارتونو په کتلو مشغول وو خو بیا هم ما ته یې په قهرجنه لهجه وویل:
ـ ولې تو خبر نداری که داخل شدن رسانها بند ست و اجازه از نشرات ندارد؟

ما ور درسته کړه:
ـ قوماندان صاحب! در اي جرګه خو تمام مردم افغانستان اشتراک کده، باید مردم عام ما لحظه به لحظه از جزیات این جرګه خبر شود.

ساتونکي عسکر په غوسه وویل:
ـ او برادر به ما از مقام ذیصلاح امر شده که مطبوعات نه باید داخل تالار شود، هیچ خبرنګار حق نشر از معلومات جرګه را نداره، فهمیدي؟
ما هم ورته کلکه کړه، بیا مې ور ته اوږده کړه:

ـ قوماندان صاحب مردم افغانستان حق نداره که از تصمیم و مذاکرات که در جرګه صورت میګیرد، اګاه شوند؟

د ساتونکي عسکر پر تندي د خولو نرۍ لیکه راروانه وه، خولۍ یې له سره لرې کړه، د چپ لاس خیرنې ګوتې یې ویښتو کې بندې کړې، خولۍ یې سرته کړه، خوله یې جینګه شوه او غاښ یې وچیچل:

ـ ادم وارې میګم که برو اګه نی امی چیزهایت م میده میکنم و خودت م خوب صحی (صحیح) وردار میتم باز دست ت تا اشرف غنی خلاص. برو دیګه کله ام خراب نه کو.

حامد ته مې سر وښوروه چې ځان وباسو هسې نه ساتونکی عسکر مو پښې او غاښ راته مات کړي. حامد هم وډار شو ویل یې ترې تېر یو نه ننوزو.
د مشورتي لویې جرګې د تالار په مخ کې د لوېشت چمن په منځ کې چې نیږدې راته تازه د تالار څخه راوتلي پنځه د بېلابېلو عمرونو او څېرو لرونکي وکیلان ناست وو، کېناستو.

حامد د کمرې بکس له اوږې ښکته کړ، ما هم مخې ته د کمرې پایه کېښوده او مایک مې لا په لاس کې هماغسې اماده نیولی وو لکه د چا سره چې مرکه لرم.
زه او حامد په خپل منځ کې په خبرو وو چې په څه ډول به د تالار داخل ته ننوزو او که نه نو د جرګې اړوند راپور تلویزیون ته چېرته؟ له چا نه؟ څه ډول؟ جوړ کړو؟

همدې بحث کې وو چې د نیږدې ناستو پنځو وکیلانو خبرې لوړې شوې، کله کله به د لاسونو غیرې عادي حرکات هم ترسره کېدل.
زموږ تصمیم، په نیمایي کې پاتې او پام مو د دوی طرف ته شو، په پنځو ناستو کسانو کې یو د پوخ عمر لرونکي سړي چې ژیړ پاچ (لونګی) یې تړلې وه، شنه اوږده ږیره، سپین کالي او د تور واسکټ پر سر یې په ښۍ اوږه شین څادر پروت وو، د پوښتنې په ډول یې په لوړ غږ ناستو وکیلانو ته ویل:

ـ وا خلکو دا څه ډول کسان دلته راغلي دي، څوک وایي سوله نه رازي، هسې خبرې دي، څوک وایي سوله له طالبانو سره نه کوو، څوک وایي سوله به د حکومت په خوشه رازي. په عمر پوخ سړي دمه ونیوله بیا یې اوږده کړه:

ـ دا ځینې خو وایي چې چا د حکومت د خوښې نه پرته سرغړونه وکړه موږ یې وباسو، اخر دا څه روان دي سړیه؟
مخامخ چاغ تور ږیري سړي چې خړ پکول یې پر سر وه زیاته کړه:

ـ حاجي صاحب دا خو دي دي! زما څنګ کې داسې ګونګوسې وې چې "بابا" د ژوندی وي، موږ کامیاب یوو په خپلو اهدافو کې، که خدای کول راتلونکي پنځه کاله به بیا ریس جمهور "بابا"وي او زموږ به مزې وي مزې، سوله موله څه کوو زموږ همدا ګټه ده چې په قدرت کې پاتې شو او پېسې لاسته راوړو.
د چاغ تور ږیري سړي څنګ کې ناست کس چې له څېرې ځوان ښکارېده، سرتور و او توره کورتۍ یې د خړو کالیو پرسر اغوستې وه، شاوخوا یې وکتل، ورو یې سر ټیټ کړ او ویې ویل:

ـ دا نو څه خبره ده معلم صاحب! په تالار کې زما خوا ته اکثره حکومتي او اشرف غني ته نیږدې کسان ناست وو هغو ویل چې اشرف غني سوله نه غواړي هسې دا خلک د سولې په نامه غولوي او ځانته کمپاین کوي، ویل یې چې اشرف غنې د سیمیزې اردو عمومي قوماندان هغه کس کړی چې د جنرال دوستم خاص نفر و او ویې چې دا هغه کس دی چې د لیلی په دښته کې یې دری زره اسیر طالبان تر خاورو لاندې کړل نو هغه کله طالبان غواړي چې راشي او سوله ورسره وکړي، او د یوه یوه نه مې دا هم اورېدل چې یره جنګ ګرمیږي، مه پسې ګرځه!

د پاخه عمر لرونکي سړي څنګ ته ناست کس په لوړه ور درسته کړه:
ـ مدیر صېب زه خپله هیران شوم چې د خلکو نظرونه مې اورېدل، له ځان سره مې فکر وکړ چې دا خلک څه وایي؟ څه غواړي؟ او څه کوي؟ هغه زما نه په مخکې چوګۍ کې چې د حامد کرزي د حکومتي دورې ریس د امنیت ملي ناست و، د څنګ جهادي رهبر ته یې په غوږ کې ویل چې د خارجي هېوادونو فشار د افغانستان په حکومت، د پاکستان په غوښتنه زیاد دی. ویل یې چې خلیلزاد هم نن پاکستان ته تللی او د پاکستاني چارواکو سره یې د افغان سولې په اړه لیدلي خو پاکستان ورته ویلي چې هغه ستراتیژیکې موخې چې پاکستان یې په افغانستان کې لري، باید تر لاسه یې کړي چې یو یې هم د ډېورند د کرښې رسمي کول او بل یې لکه چې په اقتصادي مسایلو او ...خبرې کړې دي چې امریکا باید د پاکستاني ـ دوست هېواد په توګه د افغانستان په حکومت دا شرایط ومني، که یې ونه مني په افغانستان کې سوله نشته او نه یې غواړو او نه به راشي!

مدیر چپ اړخ ته ناست کس چې توره دریشي یې په تن وه او نرۍ سپینې اینکې یې په سترګو وې مدیر به د ریس صاحب غږ ورته کاوه ده دې ناستو څلورو ملګرو ته په غړند غږ وویل:

زما خوا ته د هېواد ډیپلوماټان او داسې کسان ناست وو چې په تېرو اته لسو کلنو کې په قدرت کې پاتې شوې وو او اوس هم د حکومت او نظام فعال غړي دي هغو په خپلو مابینونو کې دا ویل چې طالبان افغان حکومت په هېڅ صورت کې نه مني او وایي چې موږ د سولې خبرې له امرېکې سره کوو، خو افغان حکومت امریکا ته وایي چې باید طالبان له موږ سره هم مذاکراتو ته کیني. بل دا چې امریکا طالبانو ته د خپلو اډو او نورو سیاسي موخو په درلودلو سره دا شرط طالبانو ته اېښي چې که زموږ شرطونه ومني موږ به تاسو په افغانستان کې قدرت ته ورسوو او فعلي حکومت به ستاسو د نظام یوه برخه کړو، خو د سیمې یو شمېر هېوادونه په طالبانو لکه روسیه، چین، ایران او... فشار راوړي چې د امریکایانو هېڅ ډول حضور ته غاړه کېنه ږدي او مکمل دې ووزي.

یو بل لوړ پوړي دا هم وویل چې پاکستان امریکا ته وایي چې زموږ سیاسي، اقتصادي او سرحدي موخې تاسو په افغانستان کې حفظ کړئ موږ چمتو یو چې طالبان ستاسو سره هر ډول مذاکراتو ته حاضر کړو، ویل یې چې دا هم اورېدل کیږي چې پاکستان د افغانستان اوسنۍ نظام چې په راس کې یې اشرف غني دی، نه یې غواړي او وایي چې دا باید ضرور له واکه لرې شي.

نور یې له ما هم لاره ورکه کړه چې دا څه اورم؟ ولې یې اورم؟ او له چا یې اورم؟ را پورته شوم او بیرون ته راووتلم.
ما او حامد چې د پنځو ناستو وکیلانو راټولې کړې عجیبه نوې نوې کیسې واورېدې، یو بل ته مو سر وخوځوه او حامد ته مې ورو کړل:

ـ حامد جانه بکس دې راواخله چې ځو.
حامد بکس ورواخیست او ما هم مخې ته پرته د کمرې پایه راپورته کړه او د دفتر پر لور مو حرکت وکړ.