د سولې مشورتي لویې جرګې ته د افغانانو هيلې!

 
د لوې جرګې په خېمه کې جمهوررئيس غني په مشرۍ د افغانستان د څلوېښت کلن کړکېچ او وژنو د خلاصي لپاره د سولې اصلي سفیران ظاهره شول. ټولو ته د دې پته ولګېده چې تول افغانان د سولې هڅې کوي. او هغه څوک چې د سولې په روانو حالاتو کې غواړي چې ګډوډي رامنځته کړي. هېڅکله به یې هم دا ارمان پوره نشي.ځکه چې اوس ټول افغانان سره یوځای شوي دي. او هېڅ داسې قوت به پيدا نشي چې افغانان سره جلا کړي. او د سولې روانې هڅې له ستونزو سره مخ کړي. او دوی چې څومره د سولې پروسه ځنډوي او په هغه کې ستونزې رامنځته کوي. هغومره نړۍ والو پام افغانستان ته راوړي. او د سولې په پروسه کې خپلې هڅې لا زیاتوي.

افغانستان یو له هغو هيوادونو څخه دې چې تل کوم کوچنی او یا هم لوی کار تر سره کوي د هغه لپاره راغونډېږي او په ګډه سره مشوره کوي. تر څو په روان کار کې لا ښه مخته لاړ شي او یوه ښه پایله ولري. د همدې لپاره یو ځل بیا ښاغلي غني وغوښتل چې د افغان سولې لپاره سره ټول ولس راټول کړي. او د هر یو نظر واوري. د افغان ولس په خوله کې له سولې پرته بله خبره نشته. هر افغان هغه که ووړ دی او که زوړ نر دی او که ښځه سوله غواړي. داسې سوله غواړي چې په هغه کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي. او هر افغان ته خپل حق وسپارل شي. افغان حکومت هم له خپل ولس څخه غواړي چې په سوله کې به د هېچا حق هم تر پښو نه لاندې کېږي. خو په دې روانه پروسه کې ستا لېوالتیا او شتون مهم دې.

لویه مشورتي جرګه د افغانستان د قومي، سیاسي او ټولنيزو شخصیتونو څخه د افغانستان د بحران څخه د وتلو او ژغورلو په پار رامنځ ته شوې. په یاده غونډه کې چې کومو شخصیتونو ګډون کړی. هغه عام وګړي دي چې نه له دولت پورې تړاو لري او نه هم له طالبانو پورې کوم تړاو لري. دوی عام وګړي دي. او ښاغلي غني ته دا ښه ښکاره شوله چې په یاده غونډه کې زیات عام وګړي برخه واخلي او د هغوی ستونزې واورېدل شي.

ښاغلي غني د سولې مشورتي لویې جرګې په پرانیسته کې ګډون کوونکو ته وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه د هیواد د سولې او راتلونکي ثبات لپاره ګټورې مشورې ورکوي. د ده په خبره ده ملت ته رجوع کړې او د دوی د مشورو په اساس به د سولې مذاکرات عیارېږي. په دغه جرګه کې د ښځو شمېر نږدې دېرش سلنې ته رسېږي، تر څو ښځې هم راشي او خپلې ستونزې له افغان حکومت سره شریکه کړي. ځکه چې د هیواد په نا امنۍ کې تر ټولو زیات درد مېرمنې ویني. د هغوی خپل زامن په جګړو کې له لاسه ورکوي. چې داسې حالات د دوی په ژوند باندې بد تاثير کوي. د همدې لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه کې افغان مېرمنو ته هم پکې د ګډون اجازه ورکړل شوه. د ولس زیاتې هیلې دغې جرګې او د هغو پرېکړو ته دي او دوی یې پایلو ته په تلوار شیبې شماري، په دې هیله چې د حکومت په څېر یې وسله وال طالبان هم هرکلی وکړي.