نېکمرغه شهزاده(دهندي ادبياتو يوه فلکورېکه کيسه)


دهندي ادبياتو يوه فلکورېکه کيسه
ژباړن :مجيب ((احساس))
 
 

دنېکمرغه شهزاده مجمسه دښارپه يوه لوړه برخه کې جوړه شوې وه چې دتکوسروغميو
څخه جوړوسترګويې له لرې دليدونکو پام ځانته وراړوه .خلکودنېکمرغه شهزاده مجسمه ډېره ستايله اودښارټولو اوسېدونکو ورته ځانګړى ارادت درلوده .دښارستړي خلک به چې کله دنېکمرغه شهزاده مجسمې سره نژدې تېرېدل نوپه زړونو کې به يې دخوښۍ ليکې تېرې شوې اوپه خورادرنښـت به يې وروکتل، کله به چې دشپې ماشومانو ژړل نو دميندوبه يې په زړه کې داهيله کوله چې کاش ددوماشومان هم دنېکمرغه شهزاده په څېر بيخي له ژړا سره آشنا نه واي هغوي په دې باوروو چې نېکمرغه شهزاده په خوب کړ هم کله نه دي ژړلي.
يوه شپه يوه وړوکې مرغۍچې ډېره ستومانه شوې وه دښارله سره تېرېدله اوپه دې فکرکې وه چې دژمي داسړه شپه به چېرې تېروي مرغۍ په همدې سوچونو کې دنېکمرغه شهزاده ترمجسمې ر اورسېده اودشپې تېرولولپاره يې دنېکمرغه شهزاده ترپښولاندې ځاي غوره کړ مرغۍ ډېره خوشاله وه ځکه هغې نن شپه دسروزو ځاله موندلې وه هغې غوښتل چې اوده شي چې ناڅاپه له پاسه پرې دباران څاڅکى راولوېدمرغۍ ډېره حيرانه شوه چې څنګه په شنه آسمان اوري هغه لاهم په فکر کې وه چې دباران يوبل څاڅکى هم پرې وروڅڅېده مرغۍنوره هم حيرانه شوه هغې له ځانه سره ويل .....دانوڅه ډول مجسمه ده چې ديوڅاڅکي باران تاب ه
م نه لري؟ ....زه بايد له دې ځايه لاړه شم ځان يې الوت ته جوړاوه چې بل څاڅکي هم پر ې و روڅڅېده مرغۍ ته نونورداحالت دزغم وړنه وو هغې په ډېره غوسه پورته وکتل خو ډېر ژريې غوسه په حيرانتيا بدله شوه ځکه دنېکمرغه شهزاده له ښکلو سترګو اوښکې روانې وې اوپه دې ورڅڅېدې دسپوږمۍ په رڼاکې دنېکمرغه شهزاده مجسمه ډېره ښکلې ښکارېده دمرغۍ زړه پرې وسوځېده ورويې ترې وپوښتل :ته څوک يې ؟
مجسمې وويل زه يونېکمرغه شهزاده وم خو اوس.........
مرغۍ ترې وپوښتل ته ووايه ولې ژاړي؟
مجسمې وويل کله چې زه ژوندۍ وم نوژړامې هېڅ نه پېژندله زه په يوه ښکلې ماڼۍ کې اوسېدم هلته دژوندهېڅ ډول غم نه وو هلته دژوندهرډول خوښۍ وې د ورځې به دماڼۍ په بڼ کې دخپلو همزلوسره ګرځېدم اودشپې به بياد ماڼۍ په لوي سالون کې ګډاوې اوخنداوې وې له ماڼۍ نه يولوي دېوال راتاو شوي وو اوبهرهېڅ هم نه ښکارېدل زمانړۍ يوازې دهمدې ماڼۍ دننه وه ماکله هم په دې فکرنه ووکړي چې آيابهر هم څوک شته اوکه نه ؟
کله چې زه مړه شوم اودښارپه دې لوړه غونډي دودرول شوم اوس دښارهره برخه وينم زه دښارهغه بدمرغه کسان وينم چې دژوندهره شېبه يې ددردونو ډکه ده زه دخپلو خلکو بې وسي وينم ....ته پوهېږې زمازړه له سرپو جوړشوى ؟
دمجسمې دې خبرو مرغۍ په سوچونو کې واچوله ........
مرغۍ دمجسمې په غږ له سوچونو راووته چې ويل يې :ته وګوره هاغه وړاندې په تياره کې کوروينې ؟ ته وګوره دکورکړکۍ خلاصه ده اودننه په کوټه کې يوه ښځه ناسته ده چې ډېر ه خفه ده دستنې تېرې څوکې چې هغه هروخت پرې کارکوي دهغې ګوتې ټولې زخمي کړې هغه هره ورځ دښار شتمنو ښځو ته په جامو ګلان ګنډي چې هغوي يې بيا دخوښۍ په محفلونو کې اغوندي .هلته وړاندې ترې يوناروغ ماشوم پروت دي اوله مور څخه يې دنارنج شربت غواړي خو مور يې له او بو پرته نورهېڅ هم نلري چې هغه ته يې ورکړي .......
اې وړوکې مرغۍ !ته نه شې کولي زمادتورې دلاستي غمي هغې ښخې ته وروړي؟
مرغۍ ورته وويل خوزه بايد په خپلې ملګرې پسې ورشم هغه څو او نۍ و ړاندې تللې
-نه وړوکې مرغۍ ته بايد نن ماسره پاتې شې ته وګوره هغه وړوکي ماشوم څومره تږي دي اوموريې څومره ورته ځورېږي!!
مرغۍ وويل :ته خبره نه يې چې زه ددماشومانو له لاسه څومره تنګه شوې يم ؟؟
هغوي ماهره ورځ په کاڼو ولي
دمرغۍ دې خبرو شهزاده ډېرخفه کړ بلاخره له ډېرو خبروورسته مرغۍ دې ته راضي شوه چې نن شپه همدلته ورسره پاتې شي لږورسته مرغۍ دنېکمرغه شهزاده په مړوند کېناسته اودياقوتو ښکلى غمى يې دهغه له تورې راويوست اودهماغه کورپه لوري والوته چې دوي يې څو شېبې وړاندې په هکله خبرې کولې .
هلته ماشوم دناروغى په بسرپروت وواوموريې ورته دغم اوښکې تويولې مرغۍ کوټې ته ننوته اودياقوتوښکلې غمې يې دښځې ترمخ کېښود اوبېرته دکړکۍ له لارې بهر شوه او نېکمرغه شهزاده ته يې ځان ورورساوه اودخپل سفرکېسه يې ورته وکړه نېکمرغه شهزاده ډېرخوشاله شو او څوشېببې ورسته مرغۍ هم ويده شو ه کله چې شپه سباشوه نومرغۍ شهزاده ته وويل چې زه نوره ځمه شهزاده وويل اي ښکلې مرغۍ ته ولې دومره ژرله مانه ځې ته وګوره هاغه و ړاندې په يوه بل کور کې زه يو ځوان ويم چې دمېز په سرورته خورې ورې پاڼې پرتې دي او ترڅنګ يې دګلانو يوښکلى ګلدان اېښي چې ګلان يې له تندې ټول مړژواندي دي خو
دهغه سره اوبه نشته چې وريې کړي هغه ځوان له ډېروسړو رېږدي او دنورې ليکنې توان نه لري هغه په کورکې څه نه لري چې او رپرې بل کړي هغه زموږ مرستې ته اړتيالري
مرغۍ له لږفکرورسته وويل زه به تاسره پاتې شوې واي خو زماملګرې.......
شهزاده له ډېروزاريوورسته مرغۍ يوځل بياراضي کړه چې يوه به شپه هم ورسره پاتې شي ماښام مرغۍ چمتو شوه چې ځوان ته دشهزاده پيغام اومرسته ورسوي شهزاده وويل :زماسره بل غمي نه شته خو زما سترګې دهمدې ياقوتو څخه جوړې شو ې چې زرګونه کلونه وړاندې له هند نه ر اوړل شوي .
-نه نه زه داکارنه شم کولي زه څنګه ستادسترګوغمي وباسم شهزاده وويل :اې وړوکې مرغۍ ته بايد داکار وکړې دازماهيله ده .مرغۍ دشهزاده په حکم دهغه دښکلو سترګو يوغمي راويوست اودښارپه لوري والوته مرغۍ له ډېروهلوځلو ورسته دځوان کورته دننه شوه اوپرته له دې چې دځوان ورپام شي غمي يې دګلدان ترڅنګ کېښوداوراووته اوبېرته شهزاده ته ورغله .سهاروختي والوته اودبحرپه غاړه ديوې کېښتۍ په څنډه کېناسته اودخپل اوږدسفرپه باب يې فکرکاوه خوژريې ذهن ته ورغلل چې بايد دنېکمرغه شهزاده سره مخه ښه وکړي بېرته ورغله اوشهزاده ته يې وويل :اې نېکمرغه شهزاده دخداي په امان زه مصرته ځÙ
… .
شهزاده له خفګان نه په ډکه لهجه وويل :اې ښکلې مرغۍ آياته مايوازې پرېږدې .........لږ ترلږه پوه بله شپه خو راسره تېره کړه .
مر غۍ وويل : اې ښکلى شهزاده ته وګوره هواڅومره سړه شوې په دې څو ورځو کې به واوره هم وشي ته خو پوهېږې چې مو ږ دسړوتاب نلرو زه ژمنه کوم چې تابه نه هېروم اور اتلونکى پسرلى به ستاښکلو سترګو ته له مصرنه يوښکلى غمى هم راوړم .
شهزاده ووويل : نه اې ښکلې مرغۍ ته وګوره هاغه دښار په يوه برخه کې يو ه وړوکې نجلۍ وينې ته وګوره هغه ګوګردخرڅوي خو هېڅوک يې هم نه ترې اخلي هغه وېرېږي اوژاړ ي ځکه که هغه ګوګردخرڅ نه کړي پلاربه يې ضرور ووهي هغه زموږ مرستې ته اړتيالري دمرغۍ زړه هم وسوځېده اوورسره پاتې شوه بېګاته يې په نه زړه دشهزاده له ښکلو سترګو بل غمى هم ويوست اودنجلۍ په لوري والوته غمي يې دنجلۍ ترمخ وغورځاوه نجلۍ چې کله غمى وليدله خوشالۍ يې ګوګرد لرې ګوزار غمى يې راپورته کړ اودکور په لوري په منډو شوه مرغۍ چې کله بېرته شهزاده ته ورغله ورته ويې ويل اې ښکلي شهزاده اوس چې تادواړه سترګې
له لاسه ورکړې زه ژمنه کوم چې نور به له تاسره پاتې کېږم اوتل به ستاخدمت کوم .
شهزاده وويل نه ښکلې مدغۍ ته بايد خپلې ملګرې ته ورشې ته بايدلاړه شې .مرغۍ وويل :نه زه نوره نه ځم ..........زه نوره همدلته پاتې کېږم او ستاخدمت به کوم ...........له لږ ځنډ ورسته همالته دشهزاده په پښو کې ويده شو ه .
سباشپه مرغۍ دشهزاده سره ترنيمو شپو دخپل ژوند خاطرې اوکېسې کولې شهزاده وويل ستاکېسې خو ډېدي خوږې دي خو ته بايد او لاړه شې او دزمادښارخلک وګورې او په ښارکې وګورې چې څه تېريږي هغه به ماته وايې مرغۍ همداسې وکړل دښارپه کوڅو کې راوګرځېده او په لږ وخت کې يې دښارټولې برخې راوکتلې هغې ليدل چې دښارشتمن خلک په مزو ل اوخوښيو کې ډوب دي خو دښارغريب خلک دخپلې خېټې په غم کې دي دهغوي دژوند هره شېبه له غم اودرد ډکه ده او ماشومانو له لوږې چېغې وهلې کله چې شهزاده دمرغۍ له خولې دخپلو خلکو حال واورېده په غمجنه لهجه يې مرغۍ ته وويل : زمادبدن پوست دسروزروڅخه جوړشوي ته ز
مادبدن څخه همداټوټې اخله او دښار همدې غريبو خلکو ته يې ورکوه مرغۍ هم ورسره ومنله او هره ورځ يې دنېکمرغه شهزاده له بدن څخه دسروزرو وړې ټوټې شکولې اودښار په غريبو خلکويې ويشلې بلاخره دمرغۍ يوه ورځ پام شو چې دنېکمر غه شهزاده پربدن نور دسروزروټوټې نه دي پاتې اودې ښکلې مجسمې نو رخپله پخوانۍ ښکلاله لاسه ورکړې اوبدن يې نوره ځلانلري . خو اوس دښار دتياروکوڅوماشومانو له لوږې شکايت نه کاوه هغوي اوس هرڅه درلودل اودښارچوپتيا دهغوي دخو ښيو غوغااو شورماتوله .
ژمى په خپل زور پيل شوى وويخني اوواورې ورځ په ورځ زياتېده خو وړوکې مرغۍ ديخنۍ تاب نه درلود هغه سړوډېره ځوروله خودنېکمرغه شهزاده مينې هغه دې ته نه پرېښوده چې يوازې يې پرېږدي هغه به دورځې دډوډۍ پخونکو دوکانونو لوري ته ورتله اودډوډۍ وړې ټوټړ به يې خوړلې اوپه دې ډول يې ځان له لوږې ژوغورلو .
بلاخره داسې يوه وېځ هم راغله چې مرغۍ په ځان کې دناتواني احساس وکړ اودژوند ورستۍ شېبې يې راورسېدې هغې اوس په ځان کې يواځې دومره ځواک درلود چې دورستي ځل لپاره دشهزاده په اوږو کېني اودهغه سره دتل لپاره مخه ښه وکړي مرغۍ والوته اود شهزاده په اوږ کېناسته اوشهزاده ته يې وويل : اې ښکلى شهزاده ! دخداي پامان .........
شهزاده فکرکاوه چې مرغۍ دخپلې ملګرې په لوري ځي نوويې ويل : اې وړوکې مرغۍ زه ډېره خوشاله يم چې بلاخره ته مصر ته خپلې ملګرې ته ورځې زه له تانه ډېره مننه کوم چې زما دومره خدمت دې وکړ زه له تانه ډېره خوشاله يم خودورستي ځل لپاره په خپلوپاکووزرونو زماله مخه ګردونه وڅنډه چې ستامينه مې نوره هم په زړه کې ځاي ونېسې مرغۍ خپل ټول څواک راټول کړ او دشهزاده له مخه يې ګردونه پاک کړل خوناڅاپه يې په ځان کې سستي احساس کړه او دشهزاده داوږې نه لاندې دغونډۍ بېخ ته ولوېده اودژوند ټول ځواک يې پاي ته ورسېده داوخت دشهزاده دمجسمې دننه څخه يوه دردونکې اوعجيبه چېغه راووته دنې
کمرغه شهزاده دبده ټول اندامونه خواره واره شول اودسرپو زړه يې دوه ټوټې شوي وو.