داوږده لاس خېرنې او تورې ګوتې نورې هم سره راتنګې شو ې اوپه مرۍ مې يې زور واروړ تېزونوکانو يې ستونى راته خوږ کړ دشديد درد احساس مې وکړ ، ګوتې نورې هم سر راتنګې شوې ساه مې بنده شوه غوښتل مې چيغې کړم خو له مرۍ مې هيڅ غږ نه خوت له مخ مې سپرغي بادېدل اوله سترګومې اوښکې راماتې وې په سترګو مې تياره راغله لاس اوپښې مې له حرکته لوېدلي و و اوساه مې په وجودکې تنګه شوه داسې احساس مې کاوه چې په وجود مې يودروند وزن اېښودل شوي وي
مرګ رايادشو ماغوښتل کلمه ووايم خو ژبه مې په خوله کې نه خوځېده وېره راسره پيداشوه نه چې بې کلمې مړشم دمرګ وېرونکې څېره مې سترګو سترګو ته کېده
چاپه زوره ،زوره وخوځولم راويښ شوم بېګاچې ويده کېدم دسمال مې پرمخ هوارکړی و او اوس مې ترغاړې راتاووشوی و.
وروستي