
فضل قادرانډيوال پېښور
داخبره اوس څرگنده ده ،چې هره ژبه ځانگړي ارونه ،پښويه (گرامر)له مخې پرمختگ کوي دا،چې پښتوژبه دنړيوالوژبوپه کتارکې څلويښتم ځاى لري اونن سبا په ټولې نړۍ کې په ميلونونوويونکي لري اودامهال په لسگونوويبپاڼې،په لسگونوورځپاڼې ،راډيويي اوتلويزوني کانالونه يې خپرونې کوي خوتردې دمه يې دگډ ليکدود ستونزه نه ده حل شوې، پښتوژبه دامهال گڼ ژبپوهان لري ،چې هر يويې دخپل ليد لورې له مخې دپښتوليکدود ليکي اوخپل هغه کره بولي اودبل ناکره ،دپښتوژبې ديوليکدودلپاره اړتيا ده ،چې دپښتنوپه يوې سيمې کې ځانگړې مرکزجوړاوهلته ديوکره ليکدود لپاره هلې ځلې وشي اوله خپلسرۍ څخه لاس واخستل شي دامهال دکندهار،کويټې ،اودکابل ،پېښوراوننگرهارليکوال ديوبل پرخلاف ليکدود کاروي ،پښتوژبه دنړيوالوژبوترڅنگ پشپړه شتمنه ويي پانگه لري خودځينوسياسي کړيواو اندونو له مخې ليکوال اوژبپوهان دې ته نه چمتوکيږي ،چې په يوگډ ليکدود يوه خوله شي که څه هم په دې لاره کې ژبپوهانوډيرې هڅې کړې لکه پوهان مجاوراحمدزيار،معصوم هوتک .اودکوزې پښتنونخوايوشمېر ليکوالو،خو ځانگړې پاييله يې نه ده ورکړې اوبيا هم ځېنې ستونزې شته ،چې حل غواړي زه له ټولوپښتنوژبپوهانوڅخه هيله کوم دپښـتوليکدود ديوکېدولپاره کاروکړي اوخپله دنده ترسره کړي