ليک فضل قادرانډيوال
پېښور::په پېښور دساپى پښتو څيړنو او پراختيا په مرکز کې د( پښتو ادب دپرمختګ دارزونې) په موخه يو ورځنۍ سيمنيار جوړ شو چې په کې په پېښور کې دافغان ښوونيزو ادارو مسئولينو ، دلر ې ا و برې پښتونخوا ادبپوهانو ، څيړنوالو، ليکوالو ، شاعرانو او دبيلا بيلو رسنيو ژورنالستانو برخه واخيسته سيمينار چې دغرمى وروسته دقارى هدايت الله لخوا دقران کريم په څو مبارکو ايتونو پيل او ورپسې دمرکز مشر کتونکي سردار خان سيرت دساپى دپښتو څيړنو او پراختيا مرکز په فرهنګي خدمتونو او هلو ځلو رڼا واچوله وى ويل پداسې حال کې چې دپښتو ادب پر خلاف نړيوال سازشونه روان دي پر پښتو ادب مين او دپښتو خدمتګار امام الدين ساپى په پوره هوډ دپښتو ادب بډاينې ته ملا تړلې او هغه خدمتونه يې وکړل چې دتاريخ په زرينو کرښو کې له ځانه سره ساتي سيرت وويل : د ساپى مرکز تل ادبي هلې ځلې کړى او دخپلو پښتنو ورونو خدمت يې خپل فرض ګڼلى دى ، دا خدمت به تر هغه دومداره ساتي څو پښتو ژبه په سياسي ډگر کې دنورو ژبو سره سياله کړي. ورپسې استاد پوهنمل زاهدى احمدزى دساپي مرکز ادبي هلو ځلو دستاينې او مننې څرګندونې وروسته وويل ٤٠ کاله دمخه په افغانستان کې د پښتو ادب پنځو ستورو ارواښادو عبدالحي حبيبي ، عبدالروف بينوا ، قيام الدين خادم ، ګل پاچا الفت او صديق الله رښتين پښتو ادب ته ډير څه کړيدي دا نن ورځ چې مونږ پښتو ادب بډايي بولو دا د همدې يادو کسانو خدمتونه دي له هغو وروسته دجهاد په دوران کې که په ايران کې درى ته کار شويدى نو پښتو ادب ته په هغو هېوادونو چې پښتانه پوهان کې ميشت شويدى کار يې کړيدى ، ديني ، طبي ليکنې او ، ژباړې شويدى او هم پر نظم او نثر کار شويدى استاد زاهد احمدزي په دينې برخه کې پښتو ژبې ټولو شوو خدمتونو ته اشاره وکړه وى ويل انشاء الله دپخوا په نسبت اوس هم دپښتو ادب دپرمختګ په حال کې دى او په تش لاس پښتانه اديبان دپښتو ژبې دلاپياوړتيا دپاره هلې ځلې کوي دغونډې پرمهال ډاکټرذبيح الله حسن دپښتوادب دپرمختګ په اړه وويل :پښتوادب يوه پراخه موضوع ده ، او پراخه څانګې لري دصرف اونحوې سره سره بايد په نورو برخو کې کاروشي ، اديبان وهڅول شي ، مونږ بايد په هراړخيز نظرلرلو سره پښتوادب ته وده ورکړو ..ورپسې په پېښور کې دابن سينا دعالي دارالمعلمين مديرې مستورې ستانکزۍ علمي او ارزښتاکه وينا وکړه وى ويل که دنوروو ژبو خدمتونه پښتوادب سره پرتله کوو نو څرنګه چې لازمه ده پخوا او اوس پښتو ادب ته کار نه دى شوى وګورئ دنورو ژبو داثارو چاپول او نور پرمختګونه ډير زيات دي په تېره بيا دپښتو ادب دپاره دښځو لپاره په خدمتونو کې ستونزې شته په ځانگړي ډول مونږ چې دلته له هېواده لرې ژوند کوو زمونږ د خدمت دپاره کسان راليږل شوي خو په ځاى ددې چې په تعليمي برخه کې خدمت وکړي مونږ ته يې ستونزې راولاړې کړ يدي په سيمينار کې دافغان عالي ليسي مدير ښاغلى تحسين الله تحسين ، انعام ګوهر ، عماد الدين دوران ،جميله جواد، اسلام ګل اپريدى او دسيمنار نورو برخوالو دپښتو ادب دپرمختګ د ارزونې په اړه وينا وې وکړې ،وى ويل که پښتو ادب ته نوره پاملرنه وشي کيدى شي دستاينې وړ لاس ته راوړنې ولرو . دغه يو ورځني سيمينار کې دې ښاغليوبرخه واخيسته پوهنمل زاهدي احمدزى.مستوره ستانکزۍ .جميله جواد.انعام ګوهر .،عماد الدين دوران .نظير الحق قريشي .محمد اياز جانباز، دډيوه راډيو خبريال حريت جبارخيل،. مشال راډيو خبريال اسلام ګل اپريدي .،عارف همدردساپي ،..مير عالم نويد، ،قارى هدايت الله همتيار.احمد ګل شينوارى او فضل قادر انډيوالدسيمينار په پاى کې پر گډونوالو (دساپيانو پيژندگلوي )او نور چاپي اثارو ترڅنگ ورځ مجله هم وويشل شوه
وروستي