داشعرپه ګرديز کې محترم ظاهرانګارته ډالۍ کوم
---------------------------------------------------------
دسرببروليونووطنه
ای دخړپړوپشتنووطنه
څومره ياغی يې صدقه دې سمه
ای دپتمنو ميړنووطنه
چی راپه يادکړم ستادننګ سندرې
جامې مې اوردتوپانووطنه
دبلبلانوخولې پټئ پشتنو
سیء يولشکر په اتڼووطنه
دپشتونخوا نغمې کی مستې قربان
زموږ دسپيڅلوارمانووطنه
اوس پشتانه مال ودولت لټوي
شهيدشهيددترانووطنه
چی په سرووينوبه سمسور ومدام
اوس لولپه دخزانووطنه
دابی ننګان ستاقدرڅه پيژني
سنګرسنګر داولنو وطنه
ستاپه مرۍ يې بلا چړې پوڅی
بيايې ليلام دغرنووطنه
دالکوزی درنځ دوايې قربان
اې دسرمستوپرګنووطنه
---------------------------------
په درناوی منان الکوزی کوټه
وروستي