
څه وخت مخکې مې د فیسبوک له لارې د طالبان د سیاسي دفتر غړي ملاامیرخان متقي خبرې اوریدې، هغه په دوحه کې رابلل شوي کنفرانس ته خبرې کولې، هغه وویل زموږ امارت اسلامي ته ټوله دنیا یو طرف شوه، موږ یې د سیاسي تحلیل او پوهې څخه لیرې و بللو همدا علت وو چې بن کنفرانس ته یې دعوت نه کړو او پر ځاي یې زندانونو ته واچولو. هغه زیاته کړه موږ په ۲۰۰۴، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کالونو پورې مو زیات کوښښ وکړ چې امریکایان پدې قانع کړو تر څو د خبرو له لارې د افغانستان د جنګ حل ته کینو خو امریکایانو وویل موږ اوس لار د جنګ اختیار کړې ده او د سولې په خبرو مو فکر نه دی کړی.
دا هغه کالونه وو چې طالب پکې ترهګر او د افغانستان دښمن بلل کیدو، په ريښتیا هم چې د طالب سیاست هغه وخت داسی ترسیم کیدو لکه ترهګري او په لوی لاس د افغانستان تباه کوونکي.
خو هغه څه چې نن مې د زلمی خلیلزاد په خبرو کې تر لاسه کړل زیات راته جالب وو، موږ د خپل وطن سره بې کچې مینه لرو او دا مینه مو بازاري نه ده. ددې وطن په هر څه حتی اغزیو مو لا زړه درد کوي. زلمې خلیلزاد په مرکه کې زیات د ژور تحلیل او فکر ټکې وو چې ځینی برخې به یې زه دلته تحلیل کړم.
خبریال پوښتنه وکړه: تاسې ملا برادر ولید هغه مو څنګه یو انسان نظر ته درغې؟ خلیلزاد: ملا برادر راته وطندوست او داسې یو کس په نظر راغې چې خبرې کول ور سره شونې ده اګر که زما او د ملا برادر د فکر ترمنځ زیات توپیر دي خو خلیلزاد ټينګار وکړ چې باید فکرې واټن او مخالفت ته په درناوي او له همدې فکرې مخالفت څخه باید هیواد ورغول شې. خو د خلیلزاد یوه خبر مې چې پر زړه ولیګیده . خبریال خپله پوښتنه غبرګه کړه: څنګه هغه کس چې د طالبانو په حملو کې په سلګونه بیګناه خلک وژل شوي مګر تاسې بیا هم د وطندوست خطاب کوي؟ خلیلزاد په کنایي ډول د کابل ورانیدو او داخلي جنګونو ته اشارې وکړې او د کابل ۶۰۰۰۰ بیګناه شهیدانو یاد یې وکړ خلیلزاد زیاته کړه مګر د هغو پيښو ټول عاملان اوس کابل کې د سیاسی قدرت دعوي کوي. او د وطندوست خطاب ورته کیږي.
یوه بله موضوع چې امریکایانو او په افغانستان کې د وخت حاکم قدرت به یادوله، طالب د بن کنفرانس کې ځکه پرینښودل شو چې ترهګر وو او ددی وطن وران کاران وو. یو ګډونوال له خلیلزاد وپوښتل چې تاسې ولې په ۲۰۰۱ کال کې طالب ته اجازه ورنه کړه تر څو د بن کنفرانس کې ګډون وکړي. خلیلزاد وویل: د لختر ابراهیمي په خبر او زموږ پر باور هغه یوه لویه تیروتنه وه باید داسې نه وای شوي، خلیلزاد دا هم وویل چې تر اوسه مې نه دي تر لاسه کړي خو طالبانو په لیکلې ډول له حامد کرزې سره بیعت کړی وو. خو طالب بیا جنګ ته مجبوره کړل شول. خلیلزاد په تشویقې ډول او خپله خبر یې په خندا وویل چې په تیرو پسې درود راځې چې را روان فرصتونه له لاسه ورنه کړو او ګټه ترې واخلو.
خلیلزاد په خبرو کولو کې احتیاط کولو تر څو هغه څه ونه وایي کوم چې د خبرو راز دی، خو درې نورې موضوعګانې چې خلیلزاد وویل: طالب اوس د اتلس کالونو مخکنې طالب نه دی اوس یې په هر ډول توپیر کړي هغه وویل چې په سیاست کې لیدلورې سیاسي رهبري ټاکې او د طالبانو سیاسي رهبري فکر اوس ډير توپير کړی دی.
خلیلزاد د موقت حکومت خبر رد نه کړه خو وویل چې دا ممکنه لارې دي، پدې کې داسي ښکاري چې امریکا له جنګ ډيره ستړې شوې یا یې له تلپاتو ستړې او یا یې هم له مالیې لګښت خو که هر یو له دي دواړو وي بیا هم امریکا ستړې ښکارې او نور نه غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي.
خلیلزاد د اشرف غنې په قدرت د لاسونو ټینګول په خندا یاد کړل او دا یې د افغانستان دپاره د خیر او ښیرازې لار یاده نه کړه داسې ښکاري چې د خلیلزاد او ولسمشر روابط نظر اجرائیه رئیس ته ترینګلي دي دا چې د بحث اجنډاء به یې څه وي یادونه نه ده شوې.
خلیلزاد هم تائید کړه چې طالبان لومړی خپل مشکل له امریکا سره حل کوي کله چې د امریکا سره د طالبانو خبرې پای ومومې بیا به بین الافغانې بحثونو ته لار خلاصه شي چې ورته یادونه امیرخان متقي هم په هغه فیسبوکي بحث کې کړې وه. ځکه امیرخان متقي زیاته کړې وه چې زموږ لومړی مشکل له امریکایانو سره دی دا نظام نه وو چې امریکایانو زموږ نظام له منځه یوړ نو اړینه ده چې امریکایانو سره بحث ددې وشي چې ولې مو د طالبانو نظام له منځه یووړ؟
د زلمي خلیلزاد بحث له طلوع نیوز شخصي تلویزون سره هغه پوښتنه چې د دوی اجنډا نه وه او یا هم ور سره موافق دي، یوه ډول به یې خبر یو ډول د شف او شفتالو کیسه کړه او هغه څه چې د طالبانو او امریکایانو نظر پکې موافق دي خلیلزاد به یې کلکه ننګه وکړه.
وروستی بحث ټاکنې او سوله وه چې خلیلزاد وویل که سوله راشې ټاکنې لا مشروع کیږي او که سوله رانشې بیا به شکمنې ټاکنې ولرو چې زیاتو ته به د باور وړ نه وي. ددې څخه داسې ښکاري چې امریکایانو سوله ته لومړېتوب ورکوي او ټاکنې به تر یو ځنډ وروسته تر سره شي
لیکوال: ذبیح الله وردک