کله چې د غبرګولې په لسمه نیټه د چهار شنبی په ورځ د کابل د وزیر محمداکبرخان په ډيره مهمه ډیپلوماتیکه ساحه کې لویه بمې چاودنه وشوه، یو شمیر سیاسونو ته د تیزۍ ژبی لاره هواره شوه، ناوړه ګټه اخیستونکې سیاسی کړۍ رامخ ته شوي خو هغه څه یې وکړل کوم چې د اولس له درده لیری او یو خیانت وبلل شو، پر ځای ددی چې سیاسی کړۍ یا مدنې ټولنې سره ناست وي پر حکومت یې د چاودنۍ د هر اړخیز معلوماتو د خپرولو او د اصلی کرغیړنو سرچینې معلومولو فشار راوړي وي دوی د روژي په مبارک میاشت کې د کابل مهمی ټولې لارې بندې کړي، اولس چې له یوي خوا یې ځوانې جنازی خاورو ته سپارلی وي او لا یې خپلوان ورک وو د هغو په غم کړیدل دوی د لارو د بندولو لار غوره کړه او د (روستاخیز) نوم یې خپل دي حرکت ته ورکړ، دوی ستراتیژکې غوښتنې نه لرلی د دوی له غوښتنو د شخصی ګټو او تعصب بوی راتللو، دوی په خپل دي حرکت کې هم ناکام شول او حکومت هم د خیر په غونډې کیناست هیچا تر نن پورې د لویی بمې چاودنې د معلوماتو د خپرولو غوښتنه ونه کړه او هیچا هم د ورکو شهیدانو په نوم شمع بله نه کړه او هیچا هم د دوی د کورنیو سره ریښتینې غم شریکې ونه کړه، هو ویې کړه د څو فیسبوکې او ریاکارانه کړنو دپاره.
د لویی بمې چاودنې څخه دری ورځې وروسته ځینې مشرانو او سیاسی ککرې په پغمان کې د استاد سیاف په کور کې سره راټول شول، پدي ناسته کې زیات شمیر د حراست او ثبات د ټولنې غړي وو، پخوانۍ ولسمشر کرزی هم ددی ناستې ګډونوال وو، د استاد سیاف په ګډون ټولو مشرانو کلکه غوښتنه کوله چې له حکومت سره پریکون باید وکړو او د نوي موقت حکومت اعلان باید ژر تر ژره وشې.
کرزی چې یو کال وړاندې خپل کور ته د استاد سیاف په ګډون ځینی مشران را بلل وو او له دوی سره یې د لویی جرګې په اړه سلاء مشورې کولې د کرزی د لویی جرګې مخالف هلته استاد سیاف او عمر داودزی کړي وو، کرزی سیاف او داودزی ته سختی سپکی خبری کړي وي، کله چې استاد سیاف په کور کې د لویی بمی چاودنې ناسته وشوه کرزي یې سخت مخالفت وکړ کرزی وویل چې پدې شرایطو کې د حکومت باید ملاتړ وشې دا هغه پړاوونه دي چې ګډوډي د هیچا هم په ګټه نه ده، استاد سیاف او عمر داودزی چې د ناستې مهم غړي وو په ناخوښ زړه یې د هو سر وخوځولو. سیاسونو ته ددی ناستې منفی پایلو ناهیلی ور کړه ځکه د څو ورته ناسو کوښښونه په کابل، هرات او مزارشریف کې څو ځلی وشول خو پایلی یې نه لرلی.
کله چې جنرال دوستم به غیرمستقیم ډول ترکیی هیواد ته تبعید شو هغه له حکومت څخه ځینی ناخوښ مشران د خپل زوی کوژدی ته راوبلل، د جمعیت اسلامی د ګوند د یو مهم غړۍ وویل: استاد عطامحمدنور خپله له دوستم څخه وغوښتل چې ترکیی ته یې دعوت کړی او په ځینو څیزونو خبری وکړي محقق هم د دی لارې مل شو. استاد عطا محمد نور ځکه دا کار وکړ، هغه پدي باور وو چې کابل او یا هم د افغانستان په کوم بل ولایت کې ورته ناسته به پایله ونه لري ځکه د درز د رامنځ ته کیدو امکان یی لرلو، له بلی خوا استاد عطا محمدنور د جمعیت اسلامی د ګوند له موقتی اجرائیوی شورا څخه هم ناهیلی شو، ځکه چې د همدی ګوند د انسجام شورا یی سخت مخالفت وکړ او جمعیت په دوه برخو ویشو ته برابر شو. چې دا ناکامی د حزب اسلامی په وړاندې د جمعیت د پاره لوی شرم او ماتې ده.
تیر ته په کتو د استاد عطا، جنرال دوستم او محقق دا ډول ائتلافونو هیڅ کله هم رنګ نه دی راوړي ځکه دوی هر وخت تر ملی ګټو شخصې ګټې مهمې ګڼلې، استاد محقق د پنځو وزارتونو په مقابل کې د (جنبش روشنایی) یې تر شاه کړه هغوی یې اوباشان او د مدنی حرکتونو بیسوادان وبلل هغوی ته یې په ارګ کې توندې خبری وکړي هغوی یی ملامت کړل د دهمزنګ د چاودنې د مړو په جنازو او فاتحو کې یې هیڅ ګډون ونه کړ دا ځکه چې شخصې ګټې په خطر کې وي.
عطا محمد نور او جنرال دوستم هم د ائتلاف چندان خوندوره مخینه نه لری تیر کال یې یو بل ته په مرچلو کې شول حتی یو بل ته یې مرګ ژوبلې هم واړولې، اوس هم په بدخشان، مزار او کندوز کې ازبک ملیشی د عطامحمد نور له کسانو سره هره ورځ لاس او ګریوان وي.
ددی ائتلاف تر ټولو لوی شرم خو دا وو د مثلث دری کونجونه د حکومت لوړ پوړي چارواکې دي، نه پوهیږو چې د دوی ناسته به څه نوم لري؟ ممکن دوی یې هم له تعریف عاجز وي. خبره به راټوله کړو دا ډول ناستې هغه هم له هیواده بهر هیڅ کله هم ملی پخلا توب نه راوړي هیڅکله هم ملی ګټې نشې ساتلی دوی له ترکیی هیواد څخه خپل حق له ولسمشر اشرف غنی غواړي. که ولسمشر اشرف غنی همدا نن دوی ته د دوی شخصی ګټي ورکړي بلکل په هیواد کې د دوی له لیده آرامې، امنیت او ټيکاو دي.
په کال ۲۰۱۱ کې همدا مشران جرمنی هیواد ته ولاړل، دوی هلته هم ډیری طرحې جوړي کړي حتی د افغانستان د تجزیی خو عملی بڼه یې د دوی په خپل منځې مخالفتونو تمامه شوه، لنډه دا چې حکومت باید خپل ثبات وساتې، او د اولس د غوښتنو او کړنو دپاره هلی ځلی وکړي ځکه اولس بلکل په سره اور کې دي او د اولس هیڅ غوښتنه بدبختانه نه اوریدل کیږي.
د سوکاله او پرمختللی افغانستان په هیله
لیکونکی: ذبیح الله وردک
وروستي