افغانستان په تیرو څه باندې یوه نیمه لسیزه کې هیڅ بل څه دومره تخریب او وران نه کړ لکه اداری فساد، هغه اداري فساد چې هر وخت له پاس څخه ښکته په چارواکو کې عادت شوي او وشو. په همدې څه باندې یوه نیمه لسیزه کې افغانستان خپلی یو زیات شمیر هغه نړیوالې مرستې چې د افغانستان د جوړونې، بیارغونې، اقتصادي پياوړتیاء، سولی، امنیت، نظامې ځواکمنتیاء، پوهنې او روزنې، زراعتې پياوړتیاء او نورو برخو دپاره ورکړل شوي وي، د یو څو ګوتو په شمیر کسانو شخصی جیبونو ته ولاړې، دوی پرې لومړي ځمکی غصب او بیا یې ښارګوټې جوړل کړل، په دوبی او نورو بهرنیو هیوادونو کې یې خپلو اولادونو ته د ژوند سهلوتونه په لوړه کچه أماده کړل.
د کرزي کورنۍ او افغان غمیزي په نوم کتاب کې د کتاب لیکوال د کرزی له خولی لیکلی چې ( د کرزی د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو جنرال هیڅ نه خوښیدل ځکه کرزی دوه دلیلونه ویل: لومړي: دوی د نظام د ځواک د پاره هیڅ کار نه کوي دوی یواځې د خپلو ګټو دپاره کار بوخت دي یو عادی جنرال به د تورو شیشو د موټرانو په لوی کاروان کې روان وي، ځکه دوی چې کومې په لوړه کچه پيسی د تدارکاتو له پروسې تر لاسه کولې ارقام یې بوګنونکې دي. دوهم دا چې دوی د بهرنیو په شتون کې امنیت وینې دوی په ځان اتکاء نه لري.
د حکومتی چارواکو، عدلی او قضایی برخې سربیره مقننه قوه یعنې پارلمان هم د اداري فساد له ککړتیاء نور بد بوی کوي، زیات شمیر وکیلان یواځي په خپلو شخصې ګټو پسې داسې ورک وي چې هیڅکله به هم د دوی له خولې ملی ګټي او د هغوی ساتنه وانه وریدل شې. کله چې ولسمشر اشرف غنې په لومړي ځل د لوړې په مراسمو کې پرانیسته وینا کوله هغه د پارلمان د وکیلانو له فساد څخه یادونه وکړه زما په غوږونو کې اوس هم د خلکو د چکچکو غږ انګازه کوي خو وکیل صاحبانو هغه وخت هم هیڅ ښکته ونه کتل همداسی نیغې سترګې یې ولسمشر ته نیولی وي، زه پدې باور لرم چې موږ په پارلمان کې ژمن، ريښتینې، په هیواد مین شخصیتونه لرو ولی بدبختانه چې د ګوتو په شمیر دي او د نظام په ښه توب کې یې رول ډیر کم رنګه دي.
بیدون له شکه چې په حکومت کې د تدارکاتو په سیستم کې لوی او ټکان ورکوونکې اداري فساد دوسیې شتون لري او حتی ځینې خو یې زیاتې خطرناکه دي یعنی د هغو دوسیی څیړل خطرناک کار دي، چې پدې اړه لوی څارنوالی هم تر زیاته بریده عاجزه شوي ده.
د ملی وحدت د حکومت په راتګ سره د تداروکاتو اداره او کمیټه رامنځ ته شول، د ملی تدارکاتو اداره چې اداری او تشکیلاتې کارونه مخکې وړي دوی د تدارکاتو د الکترونیکی کولو دپاره ډیر په لوړه سطحه ځینې پروګرامونه جوړ کړي دي چې د دا ډول پروګرامونو جوړول د ښې حکومتولې دپاره یو ښه پيل کیدې شې. زه د مدنې ټولنې د یو استازې په توګه بیدون له دي څخه چې د چاپلوسې ټاپه را باندې ووهل شې د تدارکاتو د ملی اداری ځوان تکړه ټیم ته زیات هیله مند یم له دوی څخه مې د امانتولۍ، صداقت تمه ده او د ملی تدارکاتو کميټه چې د ولسمشر په مشری جوړيږي لوی قراردادونه تر څیړنو وروسته لاسلیکوي، د تدارکاتو په سیستم کې د اداري فساد د کچې کمول بیدون له شکه د حکومت قوي سیاسی ارادي ته یې اړتیاء وه تر څو حکومت وکولای شې د فساد د لویو دوسیو مخه ونیسې، چې دا کار د اداري فساد د کچې په راکمولو کې مرسته کوي. البته د یادونې وړه ده چې د ملی تدارکاتو په کميټه کې د حکومت ترڅنګ یو شمیر بهرنې څارونکې ګروپونه او د پارلمان د اداری فساد سره د مبارزې کمیسیون غړي وکیل صاحبان هم به نوبتې ډول ګډون کوي خو د افغانستان د مدنې ټولنو څخه چا پکې تر اوسه ګډون نه دي کړي. اما د ملی تدارکاتو اداری له هغو افغان مدنی ټولنو سره له نیژدې اړیکي پاللی کوم چې له اداری فساد سره مبارزه کوي. د افغانستان د اداری فساد سره د مبارزي شبکې ته یادي اداري په بشپړ ډول د تدارکاتو نوي سیستم تشریح کړي او ښه توب دپاره یې له موږ سره مشوره شوي.
دانشو ویلی چې د تدارکاتو په کمیټه یا اداره کې ستونزې نشته، ولی په اوږد مهال کې موږ کولای شو چې د یو عصری سیستم په شتون سره د اداری فساد کچه راکمه یا هم صفر ته نیژدي کړو. زه د ځینو هغو آوازو چې ګواکې د ملی تدارکاتو کمیټه قراردادونه مشخصو کسانو ته ورکوي نه یې ردوم او نه یی هم منلی شم ځکه په هغه سطحه په یاد سیستم کې دخیل نه یم او نه هم زموږ شبکی ته تر اوسه پدې کچه د نظارت اجازه راکړل شوي، ولی هغه څه چې ما د تدارکاتو په ملی اداره کې لیدلی زه ورته هیله مند یم او د ښو لاسته راوړنو انتظار کوم.
پدې وروستیو کې حیران کوونکې داده چې د پارلمان ځینی وکیلان د تدارکاتو په کمیټه او اداره نیوکې کوي، دوی وایې چې ولسمشر ولی دومره زیات وخت د تدارکاتو په کميته ضایع کوي؟ دا منم چې ولسمشر د مایکرو منجمینت ستونزه لری ولې لکه څرنګه مې چې مخکې وویل موږ د تدارکاتو په سیستم کې د تغیر دپاره حکومتې قوی سیاسی ارادي ته اړتیاء لرله لکه څرنګه چې نن موږ د اداری فساد د کابو کولو دپاره د حکومت قوی سیاسی ارادی ته اړتیاء لرو، ځکه د تدارکاتو په سیستم کې د هغه اداری فساد له منځه وړل څه آسانه کار نه وه، دا چې ولسمشر یې خپل د کمیټي مشرې کوي ښه خبر ده، ددی باید ملاتړ وشې خو که چیري موږ د اداری فساد له منځه وړلو ته کار کوو او د قانون حاکمیت مو موخه وي. او تر ټولو مهمه دا چې که چیری د پارلمان منتقد وکیلان د تدارکاتو په کمیټه کې یا هم اداره او یا هم سیستم کې د اداری فساد څه سندونه ولري زموږ سره یې د شریک کړي موږ به د دوی سره حتمی د غږ په اوچتولو کې یو ځای شو، ځینی فیسبوکې خبرونه موږ هم ډير اورو خو چې څه سند موجود نه وي منل یې غیر منطقې کار دي.
له موضوع به لږ بهر هم شم وکیلان ددی پر ځای چې پر بل نیوکې وکړي ولس پر دوی لویه نیوکه لري، ځکه دوی اوس زموږ د رایی خلاف کار ته دوام ورکوي او د یو غیر قانونې پارلمان د غړو په نوم بلا امتیازات اخلې چې دا خپله د اداری فساد یوه لویه او ستره بیلګه ده. په اوسنیو حالاتو کې بیدون له شکه د پارلمان خلاء لویه ستونزه نه ده، خو که چیري وکیل صاحبان د قانون د حاکمیت او اوسنیو ترینګولو شرایطو د کابو کولو پلویان وي.
اداري فساد نن په افغانستان کې تر هرې وسلوالې ډلې خطرناک دي که د دولت مخالفې ډلې د ټوپک په واسطه اولس وژنې دا هم ډیره خطرناکه ډله ده چې د حکومت د غړیتوب برسیره د نظام داخل تخریبوي او نظام به پښو دریدلو ته نه پریږدي.
د پارلمان وکیلان، حکومتې چارواکې، ملی سیاسې څيرې، سیاسی جوړښتونه، مدنې ټولنې، رسنۍ او ټول اولس باید پدې اساسو شرایطو کې حکومت ته د همکارې لاس اوږد کړي او افغانستان له روان کړکیچ څخه راوباسئ، د پارلمان وکیلان باید پر ولسمشر د امنیت په راوستلو او نظام په مشروعیت لومړي نیوکه وکړي نه د قراردادونو به ورکړه ، پارلمان په ځانګړې ډول ولسی جرګه باید اولس ته ملې ګټې او ملی لومړیتوبه په ګوته کړي نه د یو او دوه په خوله د ځینو موضوعګانو را برسیره کول، په هیواد کې سولې او ټیکاو ته کار وکړي او پر ولسمشر د امنیت راوستلو برخه کې فشار زیات کړي، د پارلمان وکیلان باید له ولسمشر سره د وزیرانو د سرپرستې موضوع په حل کې مرسته وکړي. چې یو ځل نظام لږ بهبود خواته یوړل شې بیا که اوسنې حکومتې مشران لیاقت نه لری کولای شې چې نور د میدان ځوان راووځې او هیواد ثبات خواته په حرکت کړي.
نو په همدې هیله چې یوه ورځ په هیواد کې د مثبتو بدلونونو شاهدان وو.
لیکونکې: ذبیح الله وردک
وروستي