
نېږدې ۱۲ ساعته وروسته؛ د ولسمشر غني د بريا او يا ماتې پرېکړه کيږي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د خنډونو، مخالفتونو، سياسي فشارونو او نيوکو سره - سره بيا هم په هېواد کې د سولې په پار د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو هڅې او کارونه روان دي. ولسمشر غني د لويې جرګې د جوړېدو پرېکړه مياشتې وړاندې کړې ده او ويلي دي چې د سولې د اجماع او طالبانو سره د سولې خبرو د چوکاټ په پار دغه جرګه جوړوي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګدون يو شمېر سياسي څېرو د ولسمشر له يادې پرېکړې ملاتړ کړی وو او ستايلې يې وه. خو د وخت په تېرېدو سره مشورتي لويه جرګه له نيوکو او خنډونو سره مخ کيږي. د ولسمشر غني سياسي مخالفين او د راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو ټيمونه تور پوري کوي، چې د سولې په نوم مشورتي لويه جرګه د سولې په پار نه؛ بلکې د ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنيز کمپاين په پار راغوښتل کيږي.
پر مشورتي لويې جرګې فشارونه ډېر دي؛ طالبانو رد کړه، ګډون په کې نه کوي او د ځان پر وړاندې يې دسيه بولي. ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد حنيف اتمر، جنرال دوستم، عطا محمد نور، کريم خليلي، يونس قانوني او نورو پرېکون کړی او نامشروع يې بولي. حامد کرزی ورته د شک په سترګه ګوري او ځان يې ترې مسکو ته خلاص کړ. ديني عالمان، ميرمنې او مدني فعالان ډېر امتياز غواړي او که داسې ونه شي نو د نه ګډون ګواښ کوي.
د پورته غوښتنو، تورونو او نيوکو سره - سره بيا هم حکومت پرته له کوم ځنډ او فکره، په عادي ډول د لويې جرګې د جوړېدو ترتيب نيسي، له ولايتونو ورته استازي راځي، امنيت يې نېول شوی او هڅه کوي چې ناراضه کسان هم په کې ځای کړي. کله چې سياسي ډلو پرېکون وکړ نو احتمال داسې وو، چې ښايي ولسمشر غني مجبور شي چې د دغه جرګې د جوړېدو لاس په سر شي او د ټاکنو وړاندې د خپلو سيالانو پر وړاندې يو غېر مستقيمه ماته ومني، خو حکومت داسې ونه کړل. حکومت د جرګې د جوړېدو ټېنګار کوي او د موخو په اړه يې قناعت او سپيناوی ورکوي.
د هېواد د اساسي قانون اړوند لويه جرګه د ولسمشر صلاحيت دی چې جوړه يې کړي او شرايط يې ځانګړي دي. په لويه جرګه کې د هېواد له ګوټ - ګوت استازي برخه اخلي او تر ډېره مهمه نه ده، چې سياسي څېرې او سياسي ګوندونه دي په کې پرېکړې وکړي. سياسي څېرې او سياسي ګوندونه هر وخت د دريځ تر شا وي، نيوکې کوي او يا هم مشورې ورکوي. په لويه جرګه کې اړينه مساله د ولسمشر او د هېواد په کچه د استازو نظرونه او پرېکړې دي.
د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو نېټه سبا ورځ ښوودل شوې ده. سياسي مخالفين دا هڅه کوي چې په هر صورت وي، خو بايد جرګه لغوه اعلان شي او يا هم وځنډيږي. اوس که چېرې په همدې نن شپه يا د سبا تر ۱۲ ساعتونو پوري دوی بريالي شي چې ولسمشر د جرګې لغوه کېدو او ځنډېدو ته اړ کړي، نو مطلب دا شو چې ولسمشر غني ماته ومنله او ويې خوړه؛ خو په بل اړخ کې؛ که چېرې په ټاکلې نېټې د سولې مشورتي لويه جرګه جوړه شي، د ولس له استازو سره په کې خبرې وشي، نو ولسمشر به خپلو پرېکړو او خبرو ته وزن پيدا کړي، د سياسي مخاليفنو پر وړاندې به بريالی او د يو صلاحيت لرونکي ولسمشر رول به بازي کړي.