
د غوايي اوومه او تمه د افغانستان د تاریخ په پاڼو کې هغه دوې ورځې دي چې د ټولو افغانانو تل په یاد وي، ځکه د همدې دوه ورځو په درشل کې افغان هېواد او افغان ولس ډیر څه له لاسه ورکړل، هېواد او ولس ته ګڼ اقتصادي او بنسټیز زیانونه واوښتل، داسې زیانونه چې د مالي پرنسیب یا احصایې پر بنسټ، اوس له هغه ورځو کلونه کلونه وروسته د یوه ډالر په ارزښت وران شوی ځای، په لسو ډالرو هم بیرته نه رغول کیږي. همدارنګه دا دوه ورځې د افغانستان په تاریخ کې داسې ورځې وې چې ټولو ښکیلو سیاسي لورو د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد ملي شتمنۍ او ملي ګټې له خاورو سره یو کړې او دادی تر ننه پورې مونږ د پرون له ناخوالو څخه سر ټکوو او هیواد مو له ګڼو ستونزو سره مخ دی،چې پیل یې همدا د غوایي اوومه او تمه نېټې وې.
په افغانستان کې د غوایي د اوومې له کودتا څخه د نړۍ سترو قدرتونو په ډیر مهارت سره ګټه پورته کړه او خپل د کلونو کلونو پلانونه یې دلته پلي کړل او په همدې توګه د غوایي اتمه نېټه هم په هیواد کې د بدمرغې کورنۍ جګړې پیل بلل کیږي.
کیدای شي په ځینو کسانو به دا بده ولګیږي چې ګواکې د غوايي اوومه دې د تورې ورځو په نامه نه یادیږي او همدا ډول په ځینو نورو بیا کیدای شي دا بده ولګیږي چې د غوایي اتمه ولې د تورې ورځې په نامه یاده شي، خو حقیقت دا دی چې د ګران هیواد د ستونزو، کړاوونو او ناخوالو پیل له همدې دوه ورځو څخه را پیل شوي او تر ننه پورې دوام لري.
دا چې د غوایي په اوومه څوک ملامت و او څوک په حقه، همدا ډول د غوایي په اتمه کې څوک ملامت وو او کومه ډله په حقه وه، دا جلا بحث دی، تاریخ یې په اړه هر څه لیکلي دي او دې ته به اړتیا نه وي چې مونږ یې دلته او پدې کرښو کې په اړه قضاوت وکړو، بلکه مهمه موضوع دا ده چې افغانانو او په ځانګړي ډول سیاسي مشرانو له دې دوه ورځو څخه څه زده کړل؟
آیا کوم څه یې چې کړي د هېواد په ګټه وو که په تاوان؟
او آیا هغه ډلې اوسیاسي حرکتونه چې د هیواد په ورانولو کې ښکیل وو خپله پړه مني او که نه؟
او وروستی پوښتنه دا چې اوس څه کول پکار دي؟
لومړی دا چې ټول هغه افغانان چې د هیواد ملي ګټو ته ژمن، له هیواد او ولس سره مینه لري، نن په دې پوه دي چې پرون یعنې د ثور په اوومه او اتمه چې څه وشول، که څه هم شاید یو شمیرو به د هیواد ملي ګټې په پام کې نیولې وي، خو بیا هم پایله یې دا وه چې هیواد تر ننه پورې د ګاونډیو هیوادونو مرستو ته اړ شو چې ګټه یې یوازې او یوازې پردیو استخباراتو او د سیمې هیوادونو ته ورسیدې خو جګړه زمونږ په خاوره کې درنه شوه په داسې حال کې چې موخې یې د بهرنیانو وې.
دویمه خبره دا چې یو شمیر سیاسي څيرې چې تیر تاریخ کې یې سمې کړنې نه وې ترسره کړي اوس په دې پوه دي چې دوی تر ډیره پورې د نورو هېوادو او پردیو استخباراتو په ګټه استعمال شول. خو اوس شکر دی زمونږ سیاسي مشرانو دا خبره منلي او که کوم یوه تر اوسه نده منلې باید ویې مني چې پخوا چې څه وشول، په تېره بیا د غوایي په اوومه او اتمه، د هیواد په ګټه نه بلکه د پردیو په ګټه ترسره شول او په بدل کې یې زمونږ هیواد وران شو او له ناخوالو او ستونزو څخه یې تر ننه پورې سر ټکوو چې له امله یې باید ټولې هغه ښکیلې خواوې، سیاسي ګوندونه او څیرې بښنه وغواړي کوم چې د هیواد په کورنی جګړو کې ښکیل وو.
ورستی موضوع دا چې که د غوایي د اوومې او تمې له امله سیاسي ډلې، اوس هم پړه پر یو او بل اچوي سمه نده، ځکه چې ولس ته معلومه ده هرې ډلې تر خپله وسه پورې د هیواد په ورانولو او ویجاړولو کې ونډه درلوده، هغه که نېغ په نېغه وه یا په غیر مستقیمه توګه؛ ځکه نو د دې موضوع قضاوت به ولس کوي او که چېرې سیاسي ګوندونه او سیاسیون غواړي چې نور دې خاورې او ولس ته خدمت وکړي نو را دې شي د نن او سبا لپاره دی خپلې موخې او پلانونه تنظیم کړي نه دا چې په پرون او یا تیر باندې وویاړي او یا ځان سلامت او بل ملامت کړي.
ځکه چې ولس اوس وېښ دی په دې پوهیږې چې پرون سیاسي ګوندونو څه وکرل چې نن یې مونږ ریبو؟ او په دې هم پوهیږي چې همدا یو شمیر پخواني ټیکه داران چې هیواد یې له بیلابیلو ستونزو سره مخ کړو نن یو ځل بیا غواړي چې د ولس له پاکو احساساتو څخه په ګټه اخیستنې سره، په ولس کې د قومې، ژبني او مذهبي اختلافونو په رامنځته کولو سره هغوی بوخت کړي او خپله وکولای شي چې خپلې شخصي ګټې ترلاسه کړي.
ولس هم باید پدې پوه شي او د هغې ډلې ملاتړ وکړي چې د هیواد ملي ګټو ته ژمنه، په هیواد او ولس مینه وي او همدا ډول پر هغه ډله چې پر پخوانیو تیروتنو له ولسه بښنه وغواړي نه دا چې د هیواد په کورنیو جګړو کې یو ځان ته اتل ووایي او بل خایین.
سره له دې چې د افغانستان راتلونکې خورا مبهمه او د زورورو په لاس کې ښکاري، مګر بیا هم ځوان نسل یوازې د دې سرطاني ستونزې له منځه وړلو توان لرې. په دې هیله چې مونږ ځوانان په پوره هوښیارتیا او ځیرکتیا د تاریخ له پاڼو زده کړو، د هیواد او ولس راتلونکې په اړه فکر وکړو او د هیواد چارو واګي په لاس کې واخلو او د زړه له خلاصه په پوره صداقت او ریښتینوالي سره هیواد ته خدمت وکړو.