طالبان افغانانو ته د سولې په نوم دوکه ورکوي، نظام یې له مینځه وړي او افغانان داسې سوله نه مني

د افغانستان تېر تاریخ ته په کتو دا ویلی شم چې طالبان چې نن په افغانستان کې د مختلفو شعارونو لاندې خپل فعالیت کوي په اصل کې د بهرنیو هیوادونو سرلارې دي او هغه افغانان چې د دوی سره مرسته کوي په پیسو اخیستل شوي او یا د افغانستان د نظام او قانون څخه بې خبره دي نو لکه څرنګه چې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وخت کې طالبان د سولې تر شعار لاندې ورو ورو افغانستان ته را ننوتل او ډاکټر نجیب الله او دده حکومت یې له مینځه یوړ او پر دوی یې د کمونیست تور پورې کړ اوس همغه دسیسه بیا په افغانستان کې تکراریږي او په افغانانو به د کفر ټپه لګیږي، غواړم د افغانستان عام ولس ددې لیکنې په وسیله پدې وپوهوم چې طالبان ستاسو دښمنان دي په هرنوم او ډول چې وي تاسې او ستاسې نظام او حکومت له مینځه وړي لکه څرنګه چې یې د ډاکټر نجیب الله حکومت له مینځه یوړ او د افغانستان د تاریخ ترټولو قوي اردو یې له خاورو سره خاورې کړه.

له دې څخه به تېر شو چې طالبانو دغه کار د چا لپاره او د چا په مرسته ترسره کړ خو له دې څخه باید تېر نشو چې که د هرچا لپاره وي او یا د هرچا په مرسته وي وژل شوي موږ یو ضربه او نقصان موږ ته رسیدلۍ دی او که هوښیار نه شو نو بیا به ووژل شو خو مهمه داده چې اخر موږ به کله پوهیږو چې دایمي دښمن دایمي دوست نه شي جوړیدلۍ!

نو زما په اند د افغانستان حکومت د په افغانستان کې د خپل نظامي قوت، نړیوالو همکارو هیوادونو څخه په استفادې سره سوله راولي ځکه د افغانستان حکومت ته د طالبانو نه درناوی او له خارجیانو سره کنفرانسونه جوړول دا معنا لري چې طالبانو ته د افغانستان حکومت د منلو وړ نه دی، نه یې غواړوي او نه ورسره خبرې کوي.

افغانانو هوښیار شی راپورته شی دداسي سولې مخالفت وکړی چې زموږ د تیرو لاسته راوړنو ، قانون او غوښتنو سره په ټکر کې وي کچیرې طالبان د افغانانو سره سوله کوي بیا ولې اوربند نه کوي ولې تراوسه موږ وژني؟ ولې؟

کچیرې دوی له افغانانو سره سوله کوي اول باید اوربند وکړي بیا زموږ قانون ومني او د عامو خلکو په څیر په دولت کې د وړتیا او لیاقت له مخې دندې ترسره کړي نه دا چې چوکۍ انحصار کړي، ځکه دا موږ ته د منلو وړ ندي زموږ عزت او انسانیت باید تر پښو لاندې نه شي.