
که تاویل چې زه یم او ماویل چې زه یم
نه به ته یې نه به زه یم
که تاویل چې ته یې او ماویل چې ته یې
هم به ته یې هم به زه یم
ټولنیز زغم دهغوټولنو له ځانګړتیاوو څخه دی چې علم اوپوهه یې لوړو درجوته رسیدلي او په ګڼ ملیتي ټولنو کې دژوند تجربي یې کړي وي ، افغاني ټولنه هم یوله هغو ټولنو څخه ده چې په پخواکې یې دټولنیز زغم اوژوند تیرولو ښې بېلګې تاریخ ته پریښي دي ، په دغه هېواد کې له پخوا نه بهرنیان هم وو اوپه داخل کې هم دبیلابيلو قومونواوسیدونکو یوله بل سره دوروڼو په څېرژوند کړی دی ، دبېلابېلو عقیدو ، نظریو ،نژادونو او حتی دجنسیت له اړخه هم کوم توفیرنه دی پالل شوی .
خدای تعالی خپل هېڅ مخلوق اوموجود بې ضرو رته نه دی پیداکړی دهرڅه لپاره یې یوه دنده او مسولیت په غاړه ور اچولی ، تاسې که په خپل کور کې له منګري یاموږکانو شکایت ولری چې ولې ستاسې دکورپه چتونو یا دکوټو په دیوالونو ګرځي نو بیا باید په دې اړه هم له ځانه یوه پوښتنه وکړی چې ستاس په کور کې دمیاشواونورو خزنده وو شمیرولې نه ډیریږي او یایې بچیان څه کیږي همدغه منګري او موږکان دي چې میاشې اونورې مضرې خزنده وې له مینځه وړي ، کله هم پیشو له خپل څنګ اودکور له انګړه مه شړی که نه پخلنځی به مو دموږکانو په اډه بدل شي ، دغه چارپیریال ته دبیولوژي په علم کې ایکو سیستم وايي ، اودسیاست په اوسنۍ نړۍ کې ددیموکراسۍ نوم ورکولی شو ، خو هلته چې بشري درنښت او انساني کرامت په کې خوندي وي .
ولې زموږ خلکوله اوس نه پخوا له بهرنیانو سره ښه ملګري درلوده ، یو دبل هیوادونو ته به یې بلنې ورکولې ، لیدل کبل به یې اوداکله هم مطرح نه وه چې ملګری یې دکوم هېواد تابعت لري ، اودکوم دین پیروو دی ،دهغه د دود اودستور سره سمې او مناسبې تحفې به یې یوبل ته ډالۍ کولې ، بې له دې چې څه شک ورباندې ولري ترمینځ یې دغرونو هومره ویسا او اعتماد وو .
یو وخت زه ماشوم وم او یوه نږدې خپلوان مې دبرق په یوه فابریکه کې دکوم بخش مسول وو ، او دفابریکې چارې به یې دبهرنیانوسره په ګډه سمبالولې زما په یاد دي چې یو بهرنی به هروخت دهغه سره زموږ کورته راته جامې او واسکټ به یې اغوستی وو اوموږ ته بې هر ډول تحفې راوړې وې دبهرني سترګې شنې وې ، اونوم یې سخت وو ما او زما ملګرو پرې شین سترګی ماما نوم ایښی مثلا که به چا دلوبو دکوم سامان په اړه راڅخه وپوښتل نو ویل به مو چې شین سترګي ماما راته راوړی ،یابه که هغه راغی نو دشین سترګې ماما نارې به مو پسې وهلې خو کله چې مشران راباندې خبرشول نو ویې ښکنځلو ځکه ویل یې چې مېلمه خفه کیږي . خوخپله هغه چې لږ لږ فارسي یې زده کړې وه نه پوهېده تل به یې خوله له خندا نه وازه پاتې وه ، ددې ترڅنګ په افغانستان کې ګڼ افغان هندوان او سکان اوسي ددغه هېواد دنورو اتباغو غوندې کارو بارونه ،لري او هغه سیمې چې دوی ورپورې اړو ندې پرې ویاړي به جلال اباد کې ما څوکسان ولیدل چې نومونه یې له دغه سیموسره اړوند وو لکه ، دیاسنګ خوګیاڼیوال ،هارمیدسنګ پکتیاوال،انجان خوستی اونور ...چې نه یوازې ددغه سیمو سره اړوند وو اوپرې ویاړل یې بلکې دویساک اخترپه ورځ یې خپل کلیوال هم په خوښۍ دعوت کړي وو چې یوه مېلمسیا ورسره تېره کړې . تردې چې کله به کوم افغان ناروغان هند ته ددرملنې لپاره لاړل نودغه افغان هندوانو به هلته ورسره هرډول همکاري کوله .
ټولنیززغم دعدم تشد د مبارزې سره تړاوو لري اویوه برخه یې هم دغه ده چې هرڅوک باید وزغمو دخپل دښمن زغم هم باید ولرو او ډیرڅه ورنه زده کړو هغه ددرویش دراني خبره
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
بېلتانه دې هرچاپه غم شریک کړم
یاردې بل درومي اوزه ورپسې ژړام
داخوپه پخواکې دافغاني ټولنې یو څرک وو خو په دې کې شک نشته چې اوس زموږ ترمینځ ټولنیز زغم هومره نه دی ، له پخواچې زموږ دټولنې یوه غوره ځانګړتیاو وه اودغه هېواد له لسګونو، ژبو اواقلیتونو سره سره له ملي یوالي اوټولنیز زغم څخه برخمن وو .نن ورځ په تول هېواد ډیر تاو تریخوالي دټولنیز زغم دنه شتون له امله رامینځ ته کیږي ، یودبل نظر نه شو تحمل کولی ، دځان یا خپل مسولیت اوکار په اړه بل مخالف نظر او انتقاد بد راباندې لګیږي ، دپښتو او فارسي ، قو م او قو م بازۍ ، اوخیلونو خبره مطرح کیږي ، که هغه قومي شخړو ته ځیرشو چې په دې کې ډېرې له یوې وړې لانجې او حتی پسی شاخبرې څخه راپورته شوې دي .
دبېلګې په ډول کله چې په کلي کې څوک دچا دکاله خواته کړکۍ پریږدي نو هغه بل کس چې یا یې ګاونډۍ یایې تربوردی بې له دې چې دهغه مشکل واوري اوخبرې سره وکړي په لوی لاس لانجه جوړوي ، اوکله کله خو سره ددې چې ضرورت یې هم نه وي نوی کور جوړوي او کړکۍ یې په همغه خوا ور پریږدي ، همداسې په ښارونو کې که دکوڅې کوم اوسیدونکی خپل کور درې منزله جوړوي ، نو یو بل یې په مقابل کې خپل کور څلور پنځه منزله جوړوي چې دهمدغه اخیستل شوې عقدې له مخې پیدا شوې دښمني او ستونزه ترعمره عمره وي .
که په یوه دفتر کې یوه کس لوړې زده کړې وي او بل دولسم پاس وي یا یولسانس او بل دوکتور وي نو په معاش کې باید دټیټ تعلیم خاوند دا بایدو نه وايي چې دکتور ولې له لسانس او لسانس ولې له دولسم پاس نه لوړ معاش اخلي حال داچې ټول یو کار کوي په یوه مهال راځي اویو ډول انرژي لري باید دلته یوبل وزغموو او په دې ځان ته قناعت ورکړو چې لسانس له دوولسم پاس ،ماسټر له لسانس ،او دوکتور له لسانس زیات زحمت ګالی او باید چې دلته یې ثمره وګوري او لوړ معاش واخلي که داسې یوه اداره چې دتعلیم له اړخه دبېلابېلو درجو کسان په کې کار وکړي او په یوله سالمه فضاکې کاروکړي او هرڅوک وزغمي نو دا په اداره کې ډټولنیز زغم یوه ښه بېلګه ده .
اکثره وخت کې په افغاني ټولنه کې په ځانګړي ډول کورکلي کې یوکس لوړې رتبې ته ورسیږي نو ددې په ځای چې ورباندې وویاړې دهغه په پرمختګ یې کینه اورخه راخي سل خبرې اوکیسې پسې تړي په ماضي کې یې ستونزې او منفي ټکي رابسېره کوي اوپه هره توګه چې وي دهغه حیثیت راټیټوي خو دهغوی خپل دې متل ته پام نه دی
(( چې کاسه ډکه نه شي څه نه ترې تویږي ))
مطلب داچې له تشې کاسې څوک څه نه شي ترلاسه هرکله چې ډکه شي بیادیوڅه ورڅخه ترلاسه کولی شو ، په دې ځای کې باید دخپل دغه دوست په غټه رتبه خوشحاله شو ،مبارکي ورکړو ، کیدی شي چې یووخت زموږ په درد وخوري په کومه چاره کې راسره مرسته وکړي .
که مو کوم ګاونډۍ ډیرې پیسې ولري ،دخپل ضرورت لپاره یو موټرواخلي نو تاسې خپله ځمکه مه ګرو وی یامو دکان یابل څه خرڅوی چې دهغه سره سیالي پوره کړی او خپل موټرهم واخلی دابه باید ومنی او ویې زغمی چې هغه دهوس له مخې نه بلکې دضرورت په اسا س باندې موټر اخیستی ، ستاسې که سپین رنګ خوښوی ، نو په هغه کس یې مه خوښوی چې دسپین رنګ په ځای یې سور رنګ خوښ دی ، که یو څوک اوږدې څنې پریږدي بد مه ورپوری وایی ،بد یې مه ګڼي ځکه چې هسې نه بیا به ستاسې په شنه سرهم څوک ملنډې ووهي ، ټولنیز اخلاق ولري او خپله نېکمرغي کله هم دبل په بدمرغۍ کې مه لټوئ .اوس مهال نړۍ دیوه کلي حیثیت غوره کړی دی یوڅوک که سهار په کابل کې زموږسره چای څښي نو بل سباهمدغه وخت شاید په امریکا کې دچایو میز ناست وي ، همداسې بله ورځ په مسکو ، لندن او استرلیا کې ،خلک سره نږدې کیږي ، پوهانوته باید دهغه دپوهې احترام وړاندې کړو او په خپلې ناپوهۍ باید قناعت وکړو . اوس وخت ټولنیز زغم ته ترټولو زیاته اړتیا ده که داسې ونه کړو داحساساتو دیاغي اس له شانه راښکته نه شو نو نه یوازې چې څه به له نور نه وي زده کړي بلکې په یوه انزوا او کوښې زاویه کې به پاتې شو، نورو ته درنښت او دهغوی زغمل کومه بده خبره نه ده زموږ درنښت زیاتوي خو داپه دې مانا هم نه ده چې موږ خپل ملیت ،مذهب ،ملي غرور ونه لرو هغه ته باید دسرترقربانۍ پورې ژمن وه اوسو . خپلې خبرې به دشاعر په دې بیت پای ته ورسوو.
هسې مه وایه چې زه یم په جهان کې
پیدا کړی خدای دسرله پاسه سردی
۱۳۸۹/میزان ۳۰/جلال کوټ