دوه پرلپسي ورځې

دوه پرلپسي ورځي.
دا څو ورځی بیلا بیلي مقالي ،تبصري او مطالب لولم.
په انټرنټ کی می ځینی داسی مطالب لاسته راوړل چی، په ۱۳۵۸ کال کی لیکل شوي وو. ومې لوستل ورسته په داسی مطالبو او تبصرو هم، واوښتم چی په پیښور ښار کی په ۱۳۶۲ کې لیکل شوي وو.

بلاخره دا ټول مطالب می سره غونډ کړل .او ځان سره می دواړه انقلابه ،یا سقوطونه، یا کودتاوي پردي وبللي او دا جګړه مې د پردیو او تپل شوي جګړه وبلله.
 
په لاندنیو دلایلو:
په کال ۱۳۵۲ کی شاغلی محمد داود د حزب دموکراتیک خلک افغانستان د ګوند په مستقیمي مرستې سره، په خپل تره زوي محمد ظاهر شاه کودتا وکړه .او قدرت یې لاسته راوړو.
ځیني افراطي ښې لاسه کړيو لکه حکمتیار ، ربانی ،احمدشاه مسعود او ځینو نورو د ورته اند خلکو چی ځانونه یی نور په افغانستان کې خوندی نه احساسول، د پاکستان په لوري مخه کړه. او د پاکستان استخباراتی چارواکو ته یې ځانونه وسپارل.

پنځه کاله ورسته سردار محمد داود بیا هم د (پردیو )د خبرو په منلو سره. د حزبی دموکراتیک ټول مشران بند خونې کې بند کړل. او د اعدام اټکلي کیدو. نو ځکه د حزب دموکراتیک دویم مشر حفیظ الله امین د (پردیو) سره د مشوری نه ورسته ددی د پاره چی خپل مشران وژغوری د کودتاه امر ورکړو.

د سردار محمد داود تر ټولو قوی او لوي عامی حزب دموکراتیک خلق افغانستان وو. نو د اردو لوړپوړی افسران هم ، ټول د حزب دموکراتیک خلق افغانستان غړي وو. نو ځکه دا کودتاه بریالي شوه.او د انقلاب نوم ورکړي شو.

په لمړیو وختونو کې دوي ښه وځلیدل .خو ورسته دا ثابته شوه چی، ددوي مشران بیا هم د (پردو) نانزکې وې.

او د دي حزب ټول غړيې یې غولولي وو.
د کرشي په دا بله خوا کې هم حالت بدل شو.
دا څو تنو افراطیانو دغی خوار ملت ته دعوت د جهاد ورکړو. داخل د افغانستان کې خلقي حکومت ډیر په تیزی سره هره ورځ یو نوي فرمان صادرولو.

خانانو، ملکانو،د ځمکو خاوندان او ځینې مذهبی اشخاصو، د شاهی کورنۍ غړو او ددوي غوښتونکو نور وطن کې ځانونه په امن کې نه احساسول، او استخبارتي کړیو هم ددغی موقع نه ګټه پورته کړه. او د افغانستان په هر ګوډ کې د حکومت په ضد تبلیغاتي کار پیل کړو، خلقی حکومت هم د احساساتی ځوانانو په لاس کې وو. نو ډیر اعمال او فیصلې یې هم احساساتی او هجولانه وي. نو ددوي دا اعمالو د ټولنی منځ کې سخت غبرګونونه را پیدا کړل.

او په ډیره لوړه کچه خلک د وطن نه مهاجر شول، په نوم جهادی رهبرانو ددوي شتون نه ګټه پورته کړه .په ملیاردونو ډالري د غربي هیوادونونه او عربي نړۍ نه لاسته راوړل، ۷ تنظیمه یې په پاکستان کی او ۸ تنظیمه یې په ایران کی جوړ کړل. سعودی عربو او امریکا ته زرینه موقع لاسته ورغله. سعودی د روس په بریا کې خپل مرګ لیدو. او امریکا هم د انتقام تږي وو. د ویتنام د انتقام.

پاکستان هم نور د ډیورن په هکله په ګونډو کیدو ته نږدي وو. افغاني تنظیمونه دغه دروواړو ملکونو ته د زخم د مرحم حیثیت درلود. د مرستو دروازی د دغو تنظیمونو په لوری برانستل شوي.

د وخت په تیردو سره دا خبره هم ثبوت شوه. چی دا تنظمی مشران یو هم مجاهد نه وو. او هیچ کله هم د وطن د ګټو فکر دوي سره ملګري نه وو. امریکا او روس غیر مستقیم د یو د بل خلاف جګړي ته دننه شول.

خو جګړه دواړو خواو کې افغانانو بر وینو مخته تله. او د افغان بچي به وژل کیدل. یوه خوا به ځان شهید بللو ،ځکه چی د خپل وطن په ساتنه کی مرګ شهادت دي. بلی خوا هم ځان شهید بللو .ځکه چی روس دده وطن ته راغلي وو، او خپل دیني په خطر کې بللو.
 
زه ولې دا جګړه پردي جګړه بولم؟
دا ( پردي) غوایي په اووم د ثور ۱۳۵۷ زما وطن ته را دننه شوو. او زما وطني په خپلي (خرمستی)سره ویجاړ کړو. امپریالستانو هم د ښکاري به جامه کې ددغی غوایي د وژلو په نیت ، زما وطن ته د مذهب او دوستي د نامې لاندی راغلل .او په ښکار بخت شول. پوره ۱۴ کاله او یوه ورځ ورسته، دا پردي غوایي زما په خاوره کی ومړ .ښکاری بیرته خپل کورته ستون شو.

غلو او داړه مارانو څونه چی دغه غوایې شکولي شو وشکولو، اوس ماته ددغي غوی مړی پاتي شوي دی.

اوس دا پردی غوایې خوسا شوي دی ، بد بوي کوي نقصاني ماته رارسیږی ،زما ماشومانو ته رارسیږی، زما کلي او کورته رارسیږي.

نو ګرانو ځوانانو ته اوس څه کول پکار دي.

اوس باید دا غوایي ښخ شی، تر څو ددغی غویي د شره ټول خلاص شو.
کوم ماشومان چی په ۱۳۵۷ کال کی نړۍ ته راغلي وو نن سبا د ۴۰ کلو په عمر دي.

کوم ماشوم چی په ۱۳۷۱ کی نړی ته راغلي دي یا زږیدلي دي، نن د ۲۵ کلو په عمر دي. یعني دواړه دوري اوس په هر څه پوهه دي، او حقیقت ورته معلوم دي.

تر اوسه په نړی کی هیچ انسان د خپل پلار په جرم ندي محاکمه شوي. او اسلام هم واي چې، هیچ څوګ الله ج د خپل پلار په نیک عمل نه بښي. نو راځئ چې دا غمیږه یوه وږد مهاله توره کربلا وبولو.

او د وطن ابادي د پاره لاس په لاس او څنګ په څنګ ودریږو، خپله ژبه پیاوړي کړو تعلیم ته مخه کړو.

تر څو په راتلونکی کی هیچ څوګ ونه شي کړي چې، زموږ خوږ وطن کې څوګ بیا داسي لیونی غویي وساتې، او موږ پري ژوبل او ژغور کړي.

ددغو دورو ټول شهیدان د الله ج وبخښي او فامیلونو ته یی صبر جمیل ورکړي. راځئ چې په اوسني حالت کې خپل ذهنونه راټول کړو او د وطن دښمن ته په قلم، توره، ټوپک او احساساتو سخت ګذار ورکړو.
په درنښت
#قدیرمرزالکڼوال