۱۴/۳/۲۰۱۶
د امرالله صالح نوی مقام هغه سکهته ورته دی، چې دوه مخه لري.
موږ تاسو د اشرف غني په کړنو کې ورته مثالونه لیدلي دې،چې ښه مثال يېاحمد ضیاء مسعود دی. د لمړی مرستیال په توګه غوره شوی و. د دوستم د خپلولو په مخه دده مقام دوستم ته وروبخښل شو. او ده ته یو نویمقام د بهترېحکومتوالۍپه نوم جوړ کړی شو. موږ ډار درلود چې دا سړی به د حکومت په چارو کې لوي خنډ جوړ شي.. خو حقیقت بل څه شو.
د صالح نوي مقام هم ورته څهره لري.
دا خبره هم نشو ردولي چې که چیري صالح ته واک ورکړي شي مثبت هم ثابتیدلي شی.
صالح په ټوله د نظار شورا کې تر ټولو مسلکي او په خبره پوه شخص دی.
خو زما په اند د نظارشورا د اتمر د صلاحیتونو د نیمولو خوبونه وینی نو ځکه یې ښاغلی صالح ته د دغه مقام جوړول غوښتنه کړې ده.
زما په اند امرالله صالح سل په سلو کې د نظار شورا د باور وړ شخص هم ندی. دا ورستیو تیرو کلونو کې دوي ډیر مختلف باسواده او بیسواده د نظار شورا غړي د کورنیو چارو په وزارت وګمارل .
چې ددوي ټولو نه صالح تکړه او د ښه پوهه خاوند او باسواده کس وو. خو دوي هیڅ کله صالح دغه مقام ته نومانده نه کړو.
د بلي خوا دا کیدي شي چې په خپله ولسمشر صالح دغه مقام ته ګمارلی وي.
صالح په مسلح قواو کې ښه بلد دی او د هر تنظمي جنرال د فهم او سواد کچه ورته لکه لمر رڼا ده.. او ددوي منځ کې وطن دوست او پیسه دوست او جاسوس ډیر ښه پیژني.
ځیني نوره معامله او سیاسي چنه زنۍ هم شتون لري.
په تیرو څو میاشتو کې د عطاء نور تر دوه سوه ملیونو ډیره شتمنې په دوبۍ کې کنګل شوي وه.. عطاء نور په دي هکله د ولسمشر سره کیناست او ځیني خبرو کې شاتګ غوره کړو .
چې ددغه خبرو یو ښه حاصل په برښناي تذکرو کې د ملت او ملیت د ذکر موضوع وه.
دا لویه سرمایه لا تر اوسه هم کنګل ده. خو ولسمشر په دا اړه د عطاء سره د مرسته ژمنه کړي ده.
دا کنګل شو پیسو کې یوه اندازه پیسې چې د ۴یا ۵ملیونو ډالرو نه زیاتي نه وي د امرالله صالح شتمنې وه . دا پیسې سبب شوي چې شاغلی صالح هم په دا توګه یو ځل بیا ولسمشر ته ورشي او خپله ژمنتیا یو ځل بیا تازه کړي. تر څو خپلي کنګل شوي پیسې راخلاصي کړي.
دا هم شوني ده چې صالح په رښتیني توګه ولسمشر ته ژمن شوي وي. ځکه چې د نظار شورا صالح ته هیڅ کله هغه عزت ندي ورکړي کوم عزت چې دی د ځان لایق بولي.
د صالح ګوښه کیدل د امنیت د ریاسته داسي کومه عادي خبره نه وه.
کرزي صیب د پاکستان سره د یوه ژمنه په ترس کې امرالله صالح د ملي امنیت د ریاسته او حنیف اتمر د کورنیو چارو د وزارته په یوه ورځ استعغاع ته اړ کړل.
ددې تر څنګ صالح یو سیاسي دوکان هم لري چې ده د روند سبز نوم ورکړي ده.
صالح کله چې د دولته کومه غوښتنه ولري او یا هم جزیه اخستلو ته نیت وکړي، نو د فشار د وسیله په ټوګه ددغه ځوانانو نه ګټه پورته کوي. بدبختانه نن سبا د حکومت د فشار وسیلې ټولې په همدا توګه دې.
نو ځکه ویلو شو چې د صالح مقام دوه مخه لري. یو مخي د نظار شورا مقاصد دي .چې د حکومت چارو کې صرف او صرف د خنډ جوړول ، او په دا توګه خپلو ارمانونو ته د ځان رسول دي.
او دویم مخي د ولسمشر غني، حنیف اتمر او ستانکزي سره په ګډه کار کول او افغان ملي ځواکونو وجود د جاسوسانو او پرديپالو د شتون نه پاکول دي.
وروستي