دا څو ورځی بیلا بیلي مقالي ،تبصري او مطالب لولم.
په انټرنټ کی می ځنی داسی مطالب لاسته راوړل چی په ۱۳۵۸ کال کی لیکل شوي وو، ومی لوستل ورسته په داسی مطالبو او تبصرو هم واوښتم چی په پښاور ښار کی په ۱۳۶۲ کی لیکل شوي وو.
بلاخره دا ټول مطالب می سره غنډ کړل او ځان سره می دواړه انقلابه یا سقوطونه یا کودتاوي پردي وبللي. او دا غویې ته می د خوسا شوي پردی غویې نوم ورکړو.
په لاندنیو دلایلو.
په کال ۱۳۵۲ کی شاغلي محمد داود د حزب دموکراتیک خلک افغانستان د ګوند د مستقیمی مرستي سره په خپل تره زوي محمد ظاهر شاه کودتا وکړه او قدرتي لاسته راوړو.
ځنی افراطي کړيو لکه حکمتیار ، ربانی ،احمدشاه مسعود او څنی نورو داسی خلکو چی ځانونه یی نور په افغانستان کی خوندی نه بلل د پاکستان په لوري مخه کړه او د پاکستان استخباراتی چارواکو ته ځانونه تسلیم کړل.
پنځه کاله ورسته سردار محمد داود بیا هم د (پردو )د خبرو په منلو سره.
د حزبی دموکراتیک ټول مشران بندی کړل او د اعدام اټکلي کیدو نو ځکه د حزب دموکراتیک د خلق د څنګی دویم مشر حفیظ الله امین د (پردو )سره د مشوری نه ورسته ددی د پاره چی خپل مشران وږغوری د کودتا امر ورکړو.
د سردار محمد داود تر ټولو قوی او لوي عامی حزب دموکراتیک خلق افغانستان وو. د اردو لوړ پوړی افسران هم ټول د حزب دموکراتیک خلق افغانستان غړي وو نو ځکه دا کودتا بریالي شوه.او د انقلاب نوم ورکړي شو.
په لمړیو کلونو کی دوي ښه وځلیدل خو ورسته دا ثابته شوه چی ددوي مشران د( پردو) نانزکی وي.
او د دي حزب ټول غړي یی غلولی وو.
د کرشي په دا بله خوا هم حالت بدل شوه دا څو تنو افراطیانو دغی خوار ملت ته دعوت د جهاد ورکړو او په ډیره لوړه کچه خلک د وطن نه په مختلفو دلایلو مهاجر شول جهادی رهبرانو ددوي شتون نه ګټه پورته کړه په ملیاردونو ډالری د غربي هیوادونونه او عربو نه واخستل ۷ تنظیمه یی په پاکستان کی او ۸ تنظیمی په ایران کی جوړ کړل.
د وخت په تیردو سره دا خبره هم ثبوت شوه چی دا تنظمی مشران یو هم مجاهد نه وو او هیچ کله هم د دي وطن د ګټو فکر ورسره نه وو.
امریکا او روس غیر مستقیم د یو د بل خلاف داخل د جګړي شول خو جګړه دواړو خواو کی افغانانو پر مخ بوله او د افغان بچی به وژل کیدو یوه خوا به ځان شهید باللو ځکه چی د خپل وطن په ساتنه کی مرګ شهادت دي.
بلی خوا هم ځان شهید باللو ځکه چی روس دده وطن ته راغلي وو او دده دین په خطر کی وو.
زه ولي دا غویې پردی او خوسا غویې بولم .
دا ( پردي)غوي په اووم د ثور ۱۳۵۷ زما وطن ته را دننه شوه او زما وطنی په خپلي (خرمستی)سره وجاړ کړو پوره ۱۴ کاله یوه ورځ ورسته دا پردي غویې زما په خاوره کی ومړ ښکاری بیرته خپل کورته ستون شو.
غلو او داړه مارانو ته وار ورغلي څونه چی دغه غویې شکولي شو وشکولو نور
پاتي شو ماته اوس دا پردی خوسا غویي .
اوس ددغی خوسا شوی غویط نقصان ماته رارسیږی زما ماشومانو ته رارسیږی زما کلي او کورته رارسیږي.
نو ګرانو ځوانانو اوس څه کول پکار دي .
اوس باید دا غویي خخ شي دفن شي تر څو ددغی غوي د شرره ټول خلاص شو.
کوم ماشومان چی په ۱۳۵۷ کال کی نړي ته راغلی دي نن سبا د د ۳۵ کلو په عمر دي.
کوم ماشوم چی په ۱۳۷۱ کی نړی ته راغلي دي نن د ۲۲ کلو په عمر دي یعني دواړه دوري اوس په هر څه پوهی دي او حقیقت ورته معلوم دي.
تر اوسه په نړی کی هیچ انسان د خپل پلار په جرم ندي محاکمه شوي.
او اسلام هم واي چی هیچ څوګ الله ج د خپل پلار په نیک عمل نه بښی.
نو رازي چی دا غمیږه یوه وږد محاله توره کربلا وبولو او د وطن ابادي د پاره لاس په لاس او څنګ په څنګ ودیږو خپله ژبه پیاوړي کړو تعلیم ته مخه کړو تر څو په راتلونکی کی هیچ څوګ ونشی کړي چی زموږ خوږ وطن کی څوګ داسی لیوني غویې بیا را ژوندي کړي او موږ پري ژوبل او ژغور کړي.
ددغو دورو ټول شهیدان د الله ج وبښی او فامیلونو ته یی صبر جمیل ورکړي.
موږ پر مخ زو ټول افغانان څنګ تر څنګ او لاس په لاس.
(قدیر مرزا لکڼوال) 2014,4,28
Svendborg
(خوسا شوي پردي غویې)