بلاول بوټو وپېژنئ

بلاول بوټو وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړې او کورنی ژوند:
بلاول بوټو د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بنظير بوټو او پخواني ولسمشر آصف علي زرداری زوی دی. نوموړی په ۱۹۸۸ز کال کې د پاکستان په کراچۍ کې زيږېدلی دی. بلاول بوټو د مور له اړخه د پاکستان د پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوتو لمسی کيږي.

زده کړې:
بلاول بوټو له پاکستان څخه د شړل کېدو وروسته په Christ Church College کې د نوي تاريخ زده کړې وکړې او ورپسې يې د لندن په اکسفورډ پوهتون کې سياسي علوم ولوستل.

دندې:
بلاول بوټو په ۲۰۰۷ز کال کې چې کله يوازې د ۱۹ کالونو وو سياسي دګر ته رادننه شو. نوموړی په همدې کال د پاکستان د خلکو ګوند يا Pakistan Peoples Party مشر وټاکل شو. بلاول بوټو په ۲۰۰۸ کال د خپل ګوند له اړخه ټاکنو ته نوماند شو خو ماته يې وخوړه. ورپسې په ۲۰۱۳ز کال کې د تاکنو لارې په سند ايالت کې يې تر ټول زياتې څوکۍ تر لاسه کړې خو واک يې ونه شو ګټلی.

بلاول بوتو په تېر ۲۰۱۸ز کال کې يو ځل بيا په ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند پر وړاندې ماتې وخوړه او اوس د سياسي اپوزېسيون په ډول فعاليت کوي. بوټو د عمران خان د سياست او پالېسو مخالف کس دی او د پارلمان په ناستو او سياسي غوڼدو کې پرې نيوکې کوي.

بلول بوټو په خپلو وروستيو څرګندونو کې د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه نظر څرګندون کړی وو او ويلي يې وو، چې بايد غوښتنې او غږ يې واورېدل شي.

بلاول بوتو په پاکستان کې ځوان او کم عمره سیاسي څېره ده چې له پلار او مور څخه تر ۱۵ مېلېونه امريکايي ډالرو پانګه هم ورته پاتې ده.