حبيب الله اسد ، کابل نعيم فراهي اوس زموږ نه دی !! په تېرو څو ورځو کې مې د اولسي جرګې د فراه د استازي نعيم فراهي ملي ضد خبرې چې د پښتنو مېړنيو قبايلو په هکله يې کړې دي او دغه راز د هغو په وړاندې د يو شمېر ريښتينو افغانانو غبرګونونه ولوستل . زه هم د هغه د خبرو په اورېدو ډېر خواشينی شوم ، خو دا خبرې راته د تعجب وړ نه وې . ځکه چې ښاغلی نعيم فراهي اوس د داسې يوې ملي ضد ، افغاني ضد جبهې غړی دی چې د افغانستان لپاره له وير ، غم او ماتم پرته نور څه نه غواړي . دوی د روس او ايران په نغوته ، د افغانستان د غم لپاره دغه جبهه جوړه کړې ده او بيا پښتانه خو يې له يوې مخې د سر دښمنان دي . ځکه نو زه د هغه د تلويزيوني مرکې په اورېدو خفه شوم خو د تعجب وړ راته نه وه ! زه د فراهي درنه کورنۍ له نږدې پېژنم ، يوه درنه ، ملي افغاني کورنۍ ده ، په فراه کې پوره مخوره پښتنه کورنۍده ، له همدې کبله زما هيله دا ده چې ټول ليکوال او ټولنې د نعيم فراهي دغه ملي ضد خبرې ، د هغه په درنه کورنۍ پورې ونه تړي او خدای مه کړه د هغه درنې کورنۍ ته پرې پېغور ورنه کړي . د ټول افغان تاريخ په اوږدو کې له بده مرغه موږ ته خپل بلا شوي دي . هغسې خپل چې اوس د نورو شوي وي . داسې خپل د نورو په اشاره خپل اولس ته يو ګواښ شي . پردي هم همداسې کسان د خپل اولس رټلو ته ګماري ، د همدوی پر خوله خپلو خلکو ته کنځلې کوي او بد رد ورته وايي . ځکه خو زه له درنو هېوادوالو په درناوي هيله کوم چې په دې خبرو ډېر خواشيني نه شي ، دا د خپل خبرې ونه ګڼي ، د پردو خبره او نظر يې و ګڼي او ويونکی يې هم د پردو په کتار کې حساب کړي .
وروستي