په افغانستان کې د ملي جبهې په نوم د ناملي جبهې جوړول يوه لويه غميزه وه ، د افغانستان د دريو لسيزو د اوږو غميزو يوه نوې کړۍ ، خو اوس اوس ، هلته او دلته داسې اوازې او انګازې خبرېږي چې په نظر کې ده ، د ملي جبهې په وړاندې د مقابلې يوه بله جبهه جوړه شي . اوازې داسې دي چې نوې جبهه به هم په اصطلاح د جهادي ! مشرانو له جملې څخه د کوم يوه په مشرۍ جوړه شي ، مانا دا چې له هغې جبهې څخه پاتې يې يا پير ګېلاني ، يا حضرت مجددي يا سياف به يې مشري کوي او محقق او خليلي او د يو شمېر روښانفکرو کړيو استازي به هم ورسره وي ، لکه افغان ملت ، يا د ډاکټرسپنتا په وجود کې ځينې پخوانۍ شعله يي ډلې او يا نورې ډلې ټپلې او يا هم يو شمېر مستقل شخصيتونه .
که چېرته دا خبره ريښتيا وي ( خدای مه کړه ) دا به يوه بله بدمرغي وي . دا اولس بايد بيا هم هماغه د اولسي جرګې د مشرتابه د ټاکلو ترخه تجربه تکرار نه کړي چې دې ته اړ شي ، له قانوني او سياف څخه يې يو انتخاب شي ،ايا بيا به هم افغان اولس د همدغو تجربه شويو څېرو څخه د يوه انتخاب ته اړ شي .
د دې اوازو د ريښتينـــتوب په صورت کې،د دغو اساســــي ستونزو رامنځــــته کېدل حتمي دي ، زه له ټولو خواخوږيو او ملي افغانانو څخه په درنښت هيله کوم چې دغو ټکو ته جدي غور وکړي او هوښيار اوسي چې بيا په کومه بله لومه کې راايسار نه شي .
1 ـ د داسې يوې بلې ورته او بالمثله جبهې جوړېدل ، د هغه پرېمانه ملي غبرګون اغېز کموي چې د ملي جبهې په نوم د دې نوي تشکل په وړاندې يې اوس د يو ستر ملي ـــ افغاني عکس العمل بڼه خپرې کړې ده .که د يو بل تنظيمي جنګسالار په مشرۍ يا ګډون بله جبهه رامنځته کېږي ، دا تر ملي انتقاد او افغاني غبرګون لاندې جبهه هم بيا ځان حق په جانبه ګڼي . څېرې به هماغه وي ، نــــومونه به هماغه وي ، ليکــــونه به بدل وي ،کرښې به بــــدلې وي . تـــــجـــربې به هماغه وي ، خو شعارونه به يې دا ځل يو څه بدل وي ، خو اولس ته به يې بدمرغۍ لا نورې ډېرې وي .
2 ـ کله کله داسې فکر کېږي چې کېدای شي له دې متقابلې جبهې سره د دولت ، يا د اولسمشر ملاتړ هم وي ، دا موضوع خبره لا پېچلې کوي او د افغانستان د غليمانو تبر او په تېره بيا د ملي جبهې په نوم د پرديو په لاس د جوړ شوي تشکل تبر ته لاستی جوړوي .
3 ـ ځيني خلک داسې فکر کوي چې په افغانستان کې د څو بنډلو ګوندونو پر ځای بايد درې څلور پياوړي ګوندونه جوړ شي او دغه ائتلافونه يې يوه پيلامه ده . دا خبره سره له دې چې په پرنسيپ کې سمه ده ، خو مهمه خبره دا ده چې په دې لړۍ کې تېرې ترخې تجربې په پام کې وساتل شي . هسې نه چې بيا د 1992 کال د وير او مرګ او ماتم لړۍ پيل شي او بيا جهادي مشران د څوکې پر سر د جګړو نوې لړۍ پيل شي .
په افغانستان کې پياوړيو ملي ګوندونو ته اړتيا ده ، خو نه دا چې په تېرو خونړيو مورچلو نوې سياسي مورچلې جوړې شي . هغه تاريخ خوړلې څېرې د بيا ازمون وړ نه دي ، که نه دا لاره د حجاز پر ځای بيا ترکستان ته درومي !
زما وړانديز دا دی چې د يو اساسي او ريښتيني درمل په توګه ، ملي او د افغانستان په درد دردمند قوتونه لاسونه سره يو ځای کړي او تېرې تجربه شوې او تاريخ مسخه کړې څېرې بيا د ناجيانو په توګه مطرح نه شي .
د چارواکيو له لورې په دغو پنځو کلونو کې د جهادي مشرانو او جنګسالارانو بيا بيا پياوړي کول او په حقيقت کې بيا بيا راهسکول ، دې اولس ته هيڅ ګټه ونه رسوله ، بلکه لا يې د اولس پر زخمونو مالګې دوړولې دي او د اولس ناورين يې لا زيات کړی دی .
اوس ټول افغانان په دې باور دي او همدغه يو غږ کوي : تر هغو چې د دغو په نامه جهادي مشرانو او جنګپالو لاسونه د دې ملت له ګرېوانو نه وي خلاص شوي ، د دې اولس غمونه پای ته نه شي رسېدای . د همداسې يوې ورځې په هيله !!
وروستي