څوګ به ولسمشر شي؟

څوګ به ولسمشر شي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د روان لمريز کال د تلې مياشتې شپږمه نېته په هېواد کې د ولسمشرېزو ټاکنو ټاکنو ورځ ټاکل شوې ده. ټاکل شوې وه چې ولسمشرېزې ټاکنې د وري مياشتې په ۳۱مه او بيا د چنګاښ مياشتې په ۳۱مه نېټه تر سره؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نه چمتوالي، سياسي او امنيتي وضعيت د کړکېچتيا پر بنسټ تر تلې مياشتې وځنډېدې.

را روانې ټاکنې په داسې وخت کې کيږي، چې امنيتي وضعيت کړکېچن، سياسي مخالفتونه او تاوتريخوالي ډېر شوي او بهرنيانو په افغانستان کې د خپل برخليک، راتلونکو پاليسو او موخو په پار له بل هر وخت ډېر دننه شوي دي.

ټاکنو ته ۱۸ کسان نوماند دي، چې د ځينو ساروې ګانو، شمېرو او فعاليتونو پر اساس؛ ولسمشر محمد اشرف غني، محمد حنيف اتمر او ډاکټر عبدالله عبدالله مخکښ او نېږدې سيالۍ کوونکي نوماندان بلل کيږي.

د نورو کالونو په پرتله به دا ځل ولسمشرېزې ټاکنې د سيمې او د نړۍ هېوادونو د پراخو پټو لاس وهنو شاهدې وې. امريکا متحد ايالت، روسيه، ايران او پاکستان هغه څلور مهم هېوادونه دي، چې د پنځو نورو کالونو لپاره په افغانستان کې د خپلو ګټو د خونديتوب په فکر کې دي.

که چېرې د يو مخکښ نوماند په توګه ډاکټر عبدالله عبدالله مطالعه شي، نو ډېری د څنګ ملګري تر جلا شوي دي او په ځانګړي ډول جمعيت ګوند؛ چې هم په تېر او هم په اوس کې يې ډاکټر عبدالله عبدلله نوماند دی، ترې څنډې ته شوی دی. د جميعت ګوند يوازې د رسميت نوم له ډاکټر عبدالله عبدالله سره دی؛ خو وراېخوا يې مخکښې څېرې ترې جدا شوي دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله بله ماته دا خوړلې ده، چې په لومړيو کې د پنځوس سلنه واک ادعا درلوده، خو په تېرو پنځو کالونو کې يې وښوودله، چې د واک يوه کمه برخه يې تر لاسه کړې او ډېری وخت يې په نيوکو او شکايتونو تېر شو. دا چې ډاکتر عبدالله عبدالله ته ولسمشر غني څومره او صلاحيت ورکړی وو يوه موضوع ده، خو دا چې نوموړي د ولسمشر غني ډيری ملي او سترو پروژو ته خڼد وو، څرګنده مساله ده.

نو ښکاري چې د خپل ګوند او پخواني ملګري په دې پار بيا پرې باور نه کوي، چې نوموړي د خپل واک په موده کې نه داسې کومه ملي کړنه تر سره کړې ده او نه هم ګوندي، چې په دې ټاکنو د نوموړي د بريا يو لامل شي.

محمد اشرف غني هم هغه څه چې له ولس سره يې ژمنه کړې وه ويې نه شول کولی چې په ښه او بشپړ ډول يې تر سره کړي، خو په ورته وخت کې يې داسې چارې هم تر سره کړې، چې بنسټيزې دي، هېواد په خپلو پښو درولی شي او که نن وي خو سبا يې مثبتې اغېز تر سترګو کېدای شي.

د ناامنۍ، غربت او بې کارۍ سره - سره؛ بيا هم ولسمشر غني په دې اساس د ولس په زړونو کې يو څه ځای موندلی دی، چې د تېرو حکومتونو په پرتله يې دريځ روښانه او کړنې يې ګړندۍ او رڼې دي.

محمد حنيف اتمر چې يو څه د ولسمشر د ملي امنيت شورا د سلاکار په دنده کې وځلېد او د ملي کس حساب پرې شروع شو. اتمر هغه وخت ډېر ملاتړي او مخالفين پيدا کړل، چې ولسمشر له دندې لېرې کړ او ده هم خلاف دريځ خپل کړ.

حنيف اتمر اوسنيو ټاکنو ته په غېرې رسمي ډول د شمال پخوانۍ ټلوالې او جميعت ګوند له ادرسه ولاړ دی. د اتمر دغه پالېسي يو څه د پخواني ولسمشر حامد کرزي پالېسۍ ته ورته ده، چې د واک د ساتلو په پار يې د ملي يووالي تمثيل کولو.

دا چې اتمر کم او ‌ډېر اغېز لري يو اړخ دی، خو دا چې د هېواد په وروستي سياست مخکښې سياسي څېرې پرې راټولې دي، د بحث موضوع ده.

اوس وخت کې امريکا په دې لټه کې ښکاري، چې روانه جګړه په يوې پردې سره پای ته ورسوي او په دې اساس يې تمرکز دا دی، چې د سولې خبرې بريالۍ کړي، ترڅو د پخواني شوري يووالي غوندې له څرګندې ماتې سره مخ نه شي.

اوس که چېرې د سولې په اړه د ولسمشر غني دريځ او د امريکا متحدو ايالتو حکومت غوښتنه او هڅې سره پرتله شي، نو سره په ټکر کې دي. په څرګنده بڼه غني له هغې سولې سره مخالفت ښيي، چې امريکا په لټه کې ده، او امريکا هم د ولسمشر غني روان سياسيت ډېر د خوښې وړ نه دی، چې ښه بېلګه يې تر اوسه د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر غني نه لېدنه او نه سفرونه دي.

د اتمر په اړه هم د بهرنيو هېوادونو لېواليتا تر اوسه پټه ده. خو دا چې پخوانۍ شمال ټلواله او جميعت ګوند پرې راټول شويو نو شونيتا لري، چې د روسيې او ايران يو څه تمې ورته شتون ولري.

تحليل دا دی، چې د راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو وروستي دوه پاتې نوماندان به غني او اتمر وي. د ولس رايې او د بهرينانو لاس وهنې به يو ورڅخه واک ته رسوي.