ستاسو د کوټو پاکونکی روبوټ

روهي( څلورنۍ/۴ د غوایي )، د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې ځینې کارونه په روبوټ ترسره کېږي د بېلګې په توګه ترکیې هېواد کې ځینې عملیات په روبوټ ترسره کوي، د اروپا ځینو هېوادونو کې د هوټل کارونه روبوټ ترسره کوي او همدارنګه د جرمني هېواد داسې روبوټ هم تیار کړی دی چې کولی شي چې خبرونه وړاندې کړي.
 
دا نوی روبوټ د جاپان هېواد پریفرډ نیټ ورکس نومې فابریکې له خوا جوړ شوی دی چې کولی شي چې د کوټې د پاکۍ کارونه په سم ډول ترسره کړي.
 
د دغه روبوټ جوړونکي انجېنرانو ویلي دي چې دا روبوټ یې په زیاتو هڅو سره جوړ کړی دی ځکه د روبوټ لپاره د پاکو او ناپاکو شیانو پېژندل یو سخت کار دی.

ژباړن: محمد مبین هڅاند