دننګ وپت پتنګان کم دي پشتنو بچيانو
لراوبر ټول سره راغونډ کړﺉ توريالو بچيانو
وطن مې سوځي په لمبو کې دغليم په لمسون
نن دسرووينودي ويالې اې ميړنو بچيانو
دعقل سترګې دې که خلاصیېجهان اسمان ته جګ
تاسو په خپلو کې جنګيږﺉ غرنو بچيانو
نن مخ چاؤدلی ببرسر په چيغوچيغو بچی
لت پت پراته په وينورنګ اې دزمرو بچيانو
بياراوتلي جلادان زموږ دمرګ په لټون
جنازې وځي دکورو په غلبلو بچيانو
څيري ګريوان پشې تڼاکې يتيمان دوطن
لشکرتيارکړﺉ دزمرو اې ننګيالو بچيانو
بدبيني پريږدﺉ اې ترټلو خدای دپاره يوسیء
وطن دی ټول شهيدشهيد اې جنګيالو بچيانو
دبل په غيږ کې پرورش که دادوخت مغلان
دورورپه مرګ يې صرفه نسته شازلمو بچيانو
زموږدبڼ بلبلان ټول د ي په چيغار پشتنو
(زی) و(خيل) پريږدیء يوسنګر دسردرو بچيانو
ځان ته خوګل موږته ازغی دا اجنبيان خوشوي
چې خطا نه وزﺉ په پردوتشوناروبچيانو
په پشتو هم غلبلې ګډې څه چاره به کوو
بی اتفاقه خلاصون نسته پرګنو بچيانو
لکه شفق په وينوسورمې ټول وطن دافغان
راسیء نن ټول سولاس په کار ددنګوغرو بچيانو
خدايه راغونډدا لراوبر په يوبيرغ باندې کړې
چې مې ازادپشتونستان دپختنو بچيانو
نن وچې شونډې سپيره مخ الکوزی دی بيمار
دپشتنو غم دی ځپلی ليونو بچيانو
وروستي