
روهي( درې نۍ/۳ د غوایي )، د کتاب نړیواله ورځ چې هر کال ۲۳ اپرېل د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې لمانځل کېږي د لومړي ځل لپاره دا ورځ په ۱۹۹۵ز کال د اپرېل په ۲۳ نېټه ولمانځل شوه.
دا ورځ په توله نړۍ کې د کتاب مینوالو له خوا لکه لیکوالان، ژباړې کوونکي، شاعران، زده کوونکي، استادان او نورو د کتاب مینوالو له خوا لمانځل کېږي.
د دې ورځې بنیاد یونېسکو ایښی دی چې اوس د نړۍ په څه باندې ۱۰۰ هېوادونو کې لمانځل کېږي.
د نړۍ ترټولو غوره کتاب قران پاک دی، ځکه دا یو داسې پوره کتاب دی چې د نړۍ د هرې موضوع په اړه مالومات په کې شتون لري، او د نړۍ د ټولو مشکلاتو حل په کې شتون لري .
لیکوال: محمد مبین هڅاند