
روهي( درې نۍ/۳ د غوایي )، دنیا کې خلک د خپل ښه ژوند لپاره ډول ډول کورونه جوړوي چې ترڅو ارامۍ احساس وکړي او ځینې کورونه د جوړښت له خاطره ښکلي مالومېږي. خو د مکسیکو یو تن ( هایویر سینوسیاین ) اوس د سبزیو او بوټو څخه کور جوړ کړی دی چې د خلکو پام یې ځان ته اړولی دی.
هایویر سینوسیاین په دې هڅه کې دی چې داسې یو کور د خپل ځان لپاره جوړ کړي ترڅو خپل شاوخوا ته یې زیان نه وي رسولی.
هایویر سینوسیاین زیاته کړې ده چې پخوا زمانو کې به خلک په غارونو کې اوسېده چې چاته به یې زیان نه رسېده هایویر زیاتوي چې دا هم غواړي په نوي ډول سره همغسې ژوند وکړي.
د مکسیکو په یو باغ کې د یو کور همداسې جوړ کړی دی چې خورا لیدونکي یې خپل ځان په طرف راګرځولي دي.
دا کور نیم د ځمکې لاندې دی خو بیا هم خورا د رڼا ډک او ښکلی بريښي. دغه کور کې لرګي څخه هم ګټه اخیستل شوې ده دا کور د لمر د تېزې رڼا د شعاوو څخه په ښه ډول مخفوظ جوړ شوی دی.
د دغه کور د یوې کوټې کوټې څخه بلې ته واړه تونلونه ایستل شوي دي
ژباړن: محمد مبین هڅاند