خپلی پری ايشی دپردوپسې ځي
دا بې ننګان نن دروپو پسې ځی
په وينوسورزما جنت وطنه
اوس به نو څوک دپشتنو پسې ځي
ټوله کاڼه وړانده راپاتې خدايه
پتنګان تل دسرولمبوپسې ځي
زموږ سالار نن دپردو په غيږکې
ضمير ليلام نن دچړچوپسې ځي
نن وچې شونډې سرببرليونی
دپشتون زوی تل دپشتو پسې ځي
څوک به سجدې مال ودولت ته کوي
تل ميړانې دميړانوپسې ځي
اه ليوني پشتانه چيرې خدايه
زړه مې سرکش دغرنوپسې ځي
په توروشپو کې روڼ سهارلټوم
عاقلان تل بلو ډيوو پسې ځي
داجاهلان ستاقدرڅه پيژني
پشتون غيرت دغرغروپسې ځي
ليلا ليلا وطنه جار سم لتا
الکوزی دننګ ټپوپسې ځي
منان الکوزی کوټه په درناوی
وروستي