غزل



ځواني می تیره شوه آرمان می په زړه زنګ پاتې شو
دتنکۍ میني ښکلول په ما قلنګ پاتې شو
رقیب په خوله له ما چالاک دئ یار يي تیرایستلو
زه اوجانان يي په جګړه کړو دې تر څنګ پاتې شي
بڼ او بڼوال يي دواړه ووهل زما په تور کی
ځکه دګل په مخ زما دوینو رنګ پاتې شو
ټول دوښمنان دمینې خاندي راته شنه پراته دي
زه يي ورمخکې کړم اغیار می روغ له جنګ پاتې شو
دکلي لر بر يې زمونږ په خپلو وروڼو وران کړو
نه دندانسې شته نه نکریزې نه لونګ پاتې شو
دوخت ګلاب يي تومتي کړو چی اغزي يې ډیر دي
ځکه شیخانو ته بس یو بوټئ دبنګ پاتې شو
دزړه هنداره يې راماته کړه مونږ پوه نه شولو
دخدمتګار تر غوږه بس دهغې ترنګ پاتې شو
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی