دملالی ميخکی

جانانه ستا په نوم می تور وړی پیغور وړی دی
چامی دزړه له کوره پټ د میني شور وړی دی
تا رانه مخ واړو رقیب ته او زه ځانله شومه
په ځانځانۍ کی شوم بی سوره چا می سوروړی دی
نه دوطن پولي لرو او نه موکلی یو دی
ځکه اغیار رانه اولاد دپلار او مور وړی دی
حالاتو هسی کانی وکړی مونږ یی بیل کړوسره
زمونږ نه خپلی لنډ فکرۍ خپل کلی کور وړی دی
دپښتنی پړونی ټینګ کړۍ چی سرتوره نه شي
دملالۍ میخکی خپل بدمرغه ورور وړی دی
بس دبابا په پښتو ویاړو مونږه ټول پښتانه
خپله فقط چیغی وهو چی چا موزور وړی دی
دخدمتګار ستونی له ډیرو نارو کیناستلو
له نا پوهۍ نه چا زمونږ دژوند ټکور وړی دی