ملي پخلانیه -اړتیا او امکانات

                                      ملي پخلاینه ! 
                                                                                اړتیا  
                                                                                           او امکانات 

   په هیواد کې دسولې له روانو پلانونو اوپروګرامونوسره دملي پخلاینې نوم هم اخیستل کیږ ي اوهېڅوکله له دې ضرورت نه چې دا مهال یې ورته په ټوله کې افغانان لري هېڅوک هم سترګې نه شي پټولی ،موږ چې په سنتي ډول هرڅه په تیرو درې لسیزو جګړو پورې تپو همداسې دپخلاینې دیادولوپه مهال هم یوه خبره دا کیږي چې افغان ایزمونو ، ګوندونو اوتنظیمو نو دومره سره ویشلي چې پیدا شوې ستونزې اوریښې یې په نوي کول کې پاتې دي ، موږ نه غواړو چې نوریې دخفګان په لاملونو اوبهیر خبرې نه کوو اوس چې څه شوي هغه شوي ،داکه دبهرنیو لاس که خپل افغاني لاسپوڅي خبره دولس تر رګونو رسیدلې ، په سیاسي خفګانونو اوښتې او همداسې یوه غوځښت ته اړتیالري چې زموږ سیاسي پخلاینه تضمین کړي .
په دې کې شک نشته چې دتاریخ په اوږدو کې زموږ ټولنه له بیلابیلوقومونوسره څنګ په څنګ پاتې شوې غوره ټولنیزژوند اوژواک یې کړی چې په تاریخ کې یې ښې بېلګې موجودې دي ، زموږ ټولنه لاهم یوه سنتي او قومي ټولنه ده چې پریکړه او حکومتونه یې بیاهم له قومي ملتیا او ځواک پرته له پرمختګ بې برخې دي ، که څه هم دفوځی ځواک په مټ رسیدل او دواک په څوکۍ سپریدل به امکان ولري خو بې پایښته به وي ، له مشرانوبه مودظاهرشاه دپادشاهۍ ډیرې کیسې اورېدلي وي یوه په کې دا راځي چې کله به کلي ته دولسوالۍ نه کوم سرتیری لاړه نوبې وسلې په ورڅخه ټول کلی په ویره کې وو او ټول به ورته حاضر وو ترڅوچې مطلوب کس په لاس ورکړي اویا ولسوالۍ ته دستونزې دحل لپاره په خپله ورسره لاړ شي ، دلته به ځینې کسان شاید ووايی چې نظام اجباري بڼه لرله خلک ویریدلي وو ، خوزه فکرنه کوم که داخبره دروسته وي هغه وخت خلک له زړه نه دخپل حکومت سره ملګري وو خپل حکومت او حاکمان یې خپل ګڼل او اردو یافوځی ځواک هم ورته ملي ښکاریده دشخصي اړیکو یاسوقصد ویره په کې نه وه نوځکه خو یې ورسره همکاري کوله او ځان یې قانون ته سپارلوخو اوس کلي له یوه سرتیری څه چې له پوره لښکرهم نه حیا نه کوي ،یو علت یې دادی چې په امنیتي ځواک کې ملي پخلاینه نشته ، سرتیري قومونه اواقلیتونه پالي پښتو ، دري او .... په کې مطرح کیږي نوځکه دولس ترمینځ هم دهغوی اعتبار هم ملي نه دی هغه سرتیري چې دري ژبي او له هغو ولایتونوسره اړوند دي چې زموږ دري ژبي وروڼه په کې اوسي نو پښتنو ته دحکومت دوسله والو مخالیفینو پلویان او یاکله کله القاعده وايي داځکه چې طالبان په یوه داسې ولایت کې راپیداشول چې پښتانه افغانان په کې اوسي چې داوسنیو سیاسي مخورو او حکومت کې مسولو چارو کې له اشارې او ملاتړپرته دغه کارنه شي ترسره کیدلی ، خو بیرته که هغه مخکینۍ بېلګې ته راشو ، نو یو علت یې داګڼلی شو چې هغو وخت ولس له زړه نه دوخت په حکومت اعتما د دلود ،حکومت یې خپل ساتونکی ګاڼه نو ځکه خو به دیوه انسان مړینه دهغوی لپاره لوی ماتم او ستره پېښه وه خو اوس !!!
په هرصورت دابه ترډیره زړې خبرې وبلل شي رابه شو اوسني وخت ته چې ترهرڅه زیات ملي پخلاینې ته اړتیالري ، دولسمشرکرزې حکومت ان له هغه پیل نه دسولې اوپخلاینې نارې وهي خو که سپینه یې ووایو یوازې شعاري رخبرې دي ، په کنفرانسونو ، غونډو او مجلسونوکې کیږي چک چک ورته وهل کیږي خو بیاچې خبره زړه شي نو ( هغه خرک همغه درک ) هرڅه دکاغذ په نوم پاتې شي یا یوازې یوڅو نمایشې هڅې دمیډيا پرمخ نړیوالوته وړاندې شي چې ګنې دزړه له تله ملي پخلاینې ته اړتیا لیدل کیږي چې ډیرسترمشران هم په دغه مرداره لوبه کې ښکیل دي او تش په نامه دپخلاینې او سولې ناري وهي دبېلګې په توګه تیره میاشت چې دمیدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې دهزاره وو تاو کوچیانو ترمینځ دځمکو اوڅړځایونوستونزه راوچته شوه نو دولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي چې دهغه په خپله ویناخپل ځان (مرد شماره سه افغانستان ) بولي او خبله هم له همدغه قوم سره اړوند دی هلته لاړه اوځان یې دیوه مرستیال ولسمشرپه ځای دهغه ځای دیوه هزاره مخور اوقومي مشر په توګه معرفي کړ کوچیان یې سرزوري ، ظالمان او یرغلګر وبلل ، هلته یې خیمه ووهله او ويې ویل چې ترڅوکوچیان له بهسودو لاړ نه شي نو دی به هم ارګ ته ستون نه شي ، هغه همداسې وکړل ،بله داچې دهزارستان په نامه یوه متعصبه جریده یې هم افتتاح کړه چې دهزاره قوم لپاره به خپرونې کوي او پښتانه به په کې غندي . حتی دډیرو هغوحکومتي چارواکوله خولې چې په لوړو څوکیوکې کارکوي همداخبره مطرح کیږي چې پښتانه طالبان دي ، نو دلته باید خپله فکر وکړو چې ملي پخلاینه همداسې وي ؟ ملي پخلاینه همداسې رامینځ ته کیږي ؟ اویابه په داسې حال کې دملي پخلاینې یوډول رنګین درواغ او تیرایستونکی شعار نه وي دافغان حکومت ایتلافي ځواکونو اومرستیالانو یې په خپلو ډیرو مخالیفینو دسرجایزې اعلان کړې اوبیا ورته دپخلاینې وړاندیزونه کیږي داسې یو مثال لري لکه څوک چې ښکار لومې ته راغواړي . دغه ستونزه یوازې په هیواد کې هم نه ده حتی اثر یې له هیواده بهر په مهاجرینوکې هم ترسره کیږي افغان سفارتونه ټول له همدغه امتیازې چلند سره کارکوي ، له تبعیض نه کار اخلي ، ډیری وزارتونه دوزیر دولایت او قوم له خلکو نه ډک دي چې کله هم په کې ملي پخلاینه شونې نه ده ، اولاو روځ په ورځ ناراضیان ، مرور او مخالفین زیاتیږي ،هغه دچاخبره په جنګ کې حلوا ویشل کیږي .
دحضرت صبعت الله مجدیدي په مشرۍ دسولې اوپخلاینې ملې جرګې یوازې دافغان دولت هغه مخالفین راپخلاکړل چې مرور نه وو په پلازمینه کابل ، یاولایاتو کې ان دطالب واکمنۍ دنړیدو سره ارام ناست وو خو په رسنیویا حکومت کې یې دوی هغه ستړی ستومانه مخالفین وبلل چې همداشیبه له جبهو نه راپه شاشوي وو ، تیره شپږ کالونه ددغه دسولې اوپخلاینې ملي جرګې یوازې کمیسونونه ښه په درز کې جوړکړل ولایاتو ته یې پلاوې واستول که څه هم مخالفین یې په خلا او دولت کې جذب کړل خو ویلی شو چې هغوی دومره مهم نه وو چې ملي پخلاینه یې دې له لاسه تهدیدشوې وي .
همداسې یې دسولې عالي شورا چې مشر یې پخوانی جګړه مار ولسمشر برهان الدین رباني دی دهمدې هڅو اوملي پخلاینې لپاره به رسماکارکوي خو هغه خپله مشر اوډیرغړی یې هغه څوک دي چې یو وخت خپله ددغه ډګر پیاوړې اومطرح لوبغاړي وو . په دې وروستیو کې که څه هم دځینو بهرنیو هیوادونو په منځګړیتوب ځینې خبرې شوې خو وسله والو ، طالبانو اواسلامي حزب رد کړې دي چې له هغو څخه مالدیف ،سعودي عربستان ،متحده عربي امارات او نور یادولی شو خو پایله یې څرګنده نه ده اوس لا دمطبوعاتې جګړې په جبهو کې داخبرې هم راځي چې له طالب مشرانوسره په پټه خبرې شوې ، نېک نیت ښودل شوی ، او لیوالیتا ښودل شوې خو په حقیقت کې بیاهم داټول ددغه نمایشي فلم یوه برخه ده . داسې هم نه ده چې زموږ حکومت له نه په خلا کیدونکي دښمن سره مخ دی ، داهرڅه کیدی شي یوازې هغه وخت چې نیت صاف او له زړونو اخلاص موجود وي ، دسولې عالي شورا یاورته نورې رسمې ادراې خبره لاسیا سي کوي هغه دټوکې غوندې چې وايي ( یوه لیونې اورلګید پیداکړی وو بیا به یې لاس کې ګرځولو وايي چې یوه ورځ دخسو ديوې ډېرۍ څنګ ته ولاړ وو چا ورته وویل چې پام دې وي چې دغه لرګیوته اور ورنه کړې ،لیونۍ له خندا نه ورته شین شو او ځواب یې ورکړ چې اوس مې دې ورپام کړ)
نو دلته هم یوازې پام وراوړي دحل لپاره سو چ نه کیږي نو دحل یوه ښه اوپه زړه پورې خبره داده چې باید داهرڅه دقومي مخورو ، نقوذ لرونکو مشرانو او دولس په لمڅي اوټغرترسره شي نه دارګ په میزونو ، او یا دکابل په بې سرو سامانه دفترونو کې که ولس ته راشو لومړۍ ملي پخلاینه له مرورو قومونو ، ولسونو او حتی له ځانونو پیل کړو ځکه چې دا دافغاني ټولنې بنسټ دي او له سیاسي اورسمي څېروسره له پخلاینې وړاندې به مهمه وي که چېرې موپه واقعي ډول دا کاروکړنو دنړۍ دپرمختګ له کاروان سره به موسم یون کړی وي همدارنګه که افغان حکومت دولسونواوقومونو ملاتړ ترلاسه کړو نو بیا هغه څه چې نړیوال اوافغان حکومت ورته دیوه سترغره په سترګه ګوري اسانه شي او په سربه یې لارې پیدا شي ځکه ( که غرهرڅومره لوړدی په سریې لاره شته ) خپلې خبرې په دارواښاد ملنګ جان په دې شعر پای ته ورسوو 
                      نن وګوره دنیا ته هرملت سرپه مرادشو 
                          افغان غریب بربادشو