ولې له مشورتي لويې جرګې سره پرېکون؟

ولې له مشورتي لويې جرګې سره پرېکون؟
ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د روان لمريز کال د غوايي مياشتې په نهمه نېټه کابل کې له ټول هېواده د درېيو زره استازو څخه چې ديني عالمان، قومي مشران، سياسي څېرې، مدني فعالان، ښځې او چارواکي به يې غړي وي؛ د سولې په پار مشورتي لويه جرګه جوړيږي.

حکومت وايي چې دغه جرګه سولې ته د رسېدو په پار ده او هغه مسايل به په کې بحث شي، چې ولس سولې ته روسولی شي. ويل کيږي چې په دې جرګه کې به هغه مسايل هم بحث شي چې حکومت ورته د سرو کرښو نوم ورکړی دی.

لويه جرګه لا جوړه نه ده، خو پر وړاندې يې غبرګونونه سخت او مخالفتونه ډېر دي. طالبانو له وړاندې دغه جرګه رد کړه او ويلي دي چې په هېڅ صورت په کې برخه نه اخلي. د طالبانو وراېخوا؛ د حکومت اجرائيه مشر، تر شپږو پوري د راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو ټيمونو او يو شمېر سياسي څېرو هم له مشورتي لويې جرګې سره پرېکونونه اعلان کړي دي.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې دغه جرګه د سولې او هېواد د ملي ګټو په پار نه ده او همدا ډول د جوړېدو په اړه يې له ده سره مشوره نه ده شوې، نو په کې ګدون نه کوي.

د محمد حنيف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنيزه ډله بيا وايي چې دغه جرګه د ټاکنيز کمپاين مانا لري؛ ولسمشر غني په کې ټاکنيز کمپاين کوي او همدا ډول د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د خپل واک د غځېدو موخې په کې لري.

نورې ټاکنيزې ډلې او سياسي څېرې وايي، چې د جرګې غړي د ولسمشر خلک دي او مصارف يې لوړ دي. دوی هم نيوکې لري او په جرګه کې برخه نه اخلي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi talks په دې اونيزه خپرونه کې په لاندې مسايلو خبرې کوو؛
۱- آيا لويه جرګه به تر سره شي؟
۲- که سياسي ګوندونه او سياسي څېرې په کې برخه وانه خلي نو د جرګې اغېز به څه وي؟
۳- پر سولې او جګړې د لويې مشورتي جرګې اغېز څه کېدای شي؟
۴- په جرګه کې به د ولسمشر د واک د غځېدو بحثونه وشي؟
۵- ستاسو له انده د مشورتي لويې جرګې اصلې موخې څه دي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوسه په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د وري مياشتې ۳۱مه نېټه د ماښام له ۹:۰۰ څخه تر ۹:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.