امريکا کې توپانونو درې کسان وژلي او ويجاړي يې رامنځ ته کړي

روهي (جمعه/۳۰ د وري)، د امريکا يو شمېر سويلي اوختيځې برخې د سختو توپانونو لاندې راغلې دي، چې مالي او ځاني زيانونه يې رامنځ ته کړي دي.

نن د جمعې په ورځ د توپان شدت زيات وو، چې يو شمېر کورونه يې نړولي او ونې يې چپه کړې دي.

دغه توپانونه له تېرې يوې اونۍ پيل شوي دي، چې ۸ کسان هغه وخت هم په کې وژل شوي وو او یو شمېر نور ټپيان وو.