ولسمشر غني د لوړو زده کړو وزير خواجه عمري له دندې لېرې او بالاکرزی يې ځای ناستی کړ

روهي (نۍ/۴ د جوزا)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان له لارې د لوړو زده کړو وزير نجيب الله خواجه عمري له دندې لېرې کړ او عبدالتواب بالا کرزي يېش د وزرات چارسمبال وزير ټاکلی دی.

د ټاکنې په داسې وخت کې شوې دي، چې تېره اونۍ هم محمد اشرف غني د مخباراتو او مالوماتي ټېنکنالوژۍ، اوبو او برېښنا وزيران هم ګوښه او سرپرستان يې ورته وټاکل.

د يادونې ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په شمول د ولسمشر غني سياسي مخالفانو له غني غوښتي چې د ولسمشرېزو ټاکنو سره په نېږدې موده کې بايد په سياسي څوکيو د کسانو له ګوښه کېدو او ټاکل کېدو څخه لاس په سر شي.
 
د يادونې ده چې عبدالتواب بالا کرزی له دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال په توګه دنده تر سره کوله.