پر سعودي عربستان د بريد احتمال؛ پاچا په مکه ښار کې بيړنۍ ناستې را غوښتې

روهي (يوه نۍ/۲۹ د غوايي)، د ايران او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ د سياسي کړکېچ له زياتېدو وروسته، امريکا په خيلج کې پوځي بيړۍ او الوتکې ځای پر ځای کړي دي، چې د خليج هېوادونو اندېښنې يې راپورته کړي دي.

سعودي چارواکو ويلي دي، چې دوی په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د احتمالي بريدونو ويره لري او د تدبير په پار يې په مکه مکرمه ښار کې د خليج هېوادونو سرمشرېزې ناستې را غوښتي دي.

دغه دوه سرمشرېزې ناستې د مې مياشتې په وروستيو کې جوړيږي. خليج او د عربي نړۍ نور هېوادونه به په سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ممکنه بريدونو په تړاو بحثونه وکړي.

سعودي چارواکو تر اوسه د دغه بريدونو په اړه کوم چا او يا هېواد ته کګوت څنډنه نه ده کړې، خو په يمن کې د ايران ملاتړو خوثي ياغيانو څه وخت وړاندې د سعودي دننه د تيلو په چڼځیونو بريدونه کړي وو.