پاکستان ته د مودي تازه خبرداری: مونږ سره (د بمونو مور) ده او د پاکستان د ژړا وخت را رسېدلی دی

روهي (پنځه نۍ/۲۹ د وري)، د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي نن ورځ د ټاکنو په ترڅ کې د هندوستان په سرېنډرانګر ښار کې وينا کړې او د پاکستان په اړه يې ګواښونکې څرګندونې کړې.

مودي ويلي، چې پخوا به زمونږ خلکو نړۍ ته د پاکستان د کړنو په اړه شکايت او ژړا کوله، خو اوس د پاکستان وخت را رسېدلی دی چې وژاړي.

نوموړي زياته کړې، "پاکستان چې هر څه کوي؛ وده يې کړي. دوی وايي چې مونږ اټومي بم لرو او يوازې چې تڼۍ يې کيکاږو، خو زمونږ سره د بمونو مور ده، غچ اخلو او د پاکستان ځواب ورکو."

د پاکستان او هندوستان ترمنځ د يو څه ارام شوي سياسي او پوځي کړکېچ وروسته لومړی ځل دی، چې لومړی وزير نرېندرا مودي پاکستان ته ګواښونکې څرګندونې کوي.