
له تېرو څلویښتو کلنو راهیسې مو هېواد دجګړې په ډګر بدل شوی دی، ورور وژنه، قتل، غلا او دهشت عادي خبره ګرځېدلې، نه یې څوک مخه نیسي او نه یم هم اوس کنترول دومره اسانه دی.
خو په دې ورستیو کې د سولې خبرې تر ټولو اساس پړاوو ته رسېدلې دي، دا ځل به دافغانستان دولت لخوا رسما ۲۵۰ تنه د وسلوالو طالبانو له ۲۵ استازو سره نېغ په نېغه وګوري او د سولې اړونده غوښتنې، پوښتنې، او سپارښتنې به یو له بله وکړي.
هغه، چې دافغان په نوم قطر ته ځي
کله چې قطرته ورسېدئ، له الوتکې د راکوځېدو په حال کې لومړی د قطر هوایي ډګر ته نظر وکړي.
او له ځان لاندې پوښتنې وکړئ
۱- ولې دا هوایې ډګر دومره ښکلی دی؟
دا پوښتنه ستاسو ذهن نورو پوښتنو ته سوق کوي.
۲- ایا موږ له دوی څخه ښه یو؟
که ښه یو ولې دلته راغلي یو؟
۳- اوس، چې راغلي یو باید څه وکړو؟
کله چې د یوه حقیقي افغان سره دا پوښتنې پیدا شي نو مستقیماً یې ذهن د وران او ویجاړ افغانستان لور ته راوړي.
دلته هغه کونډې،يتیمان،شهیدان او... ورته یادېږې،چې دنیابتي جګړې قرباني شوي دي.
کله چې له هوایي ډګر په موټر کې د ټاکل شوي ځای په لورې حرکت کوي، نو دموټر د څنګ کړکۍ مو لږ خلاصه کړئ د لارې تر څنګ مو څو پوړېزو ودانیو ته نظر وکړ، پارکونو ته ښه په ځیر وګوري، هغه عسکر، چې ستاسو د امنیت لپاره درول شوي دي هغوی ته هم ښه ښکته او پورته وګورئ او....
کله چې غونډه شروع شوه لومړی یو بل ته ښه وګوري او له ځانونه وپوښتي، چې موږ خو د یوې خاورې بچیان یو، ولې سره چاړه او غوښه یو.
بیا هغه بهرنیانو ته وګورئ( شاید په دې کې غیر مسلیم هم وي) چې ستاسو په منځ کې ناست وي او ستاسو ننداره کوي.
ورسره هغه ژورنالېستانو ته د سترګو له کونجو وګورئ، چې ستاسو د انځورونو څخه یې د کمرې لنز نه اړوي. هغوی ستاسو په څېرو مین نه دی بلکې ستاسو نه جوړجاړی، د دوی کار اسانه کړی.
کله چې غونډه پای مومي خپل سمارټ موبایلونه مو راوباسئ او د ښکلو شا ځمکو په درلودولو ښه ښکلي او رنګین انځورونه واخلئ.
ایا ستاسو په ذهنونو کې به اوس کومه انګېزه پیدا شوې وي کنه؟
که پیدا شوې وي.
نو اوس بیا لږ سوچ وکړئ، چې زموږ هېواد څومره وروسته پاتې ده.
افغان بچی چې د سهار نه تر ماښامه د سرک په سر ولاړ وي د چا له لاسه.
هغه کونډې، چې په یخه او سره کرمي کې یو کلن یا هم کم عمره ماشوم د ځان سره کینولی وي او سوال کوي چا دې حالاتو ته را ورسول. ته دې خپل ښوونځي، مدرسې، ډاکټر...او ملا امام ته فکر وکړ، چې له دوی سره څومره توپېر لري.
او...
نور د خدای په پار، بس ده په میلینونو افغانان ووژل، ټپیان او مهاجر شول. خو بیا هم موږ لګیا یو او یو بل ته کوت څنډنه کوو
ښکلیو اړخونو ته سپارښتنه.
۱- که وژل کېږو، بې کوره کېږو او که ورک کېږي موږ افغانان یو نه کوم پاکستانی، امریکانی... او ایرانی دی. نو ولې د ځان غم په خپله نه کوو.
۲- جګړې موږ ته کومه تحفه راکړې خو صرف دومره، چې اوس به داسې کور نه وي پاته، چې په هغه کې کونډه، یتم او شهید نه وي شوی. ایا د دې ځواب به څوک وایي؟
۳ د سیمې او نړۍ هېوادونه خو موږ ټول تجربه کړو تر اوسه کوم یوه زموږ خېر غوښتی؟ کله چې روس سره ښکیل وو همدغه امریکا مو ملاتړ نه کاوو؟ کله چې امریکا سره ښکیل شو روس کومې څنډې ته کیناست؟
پاکستان خو اوس ماشومانو هم پېژندلی، چې موخه یې څه ده؟
۴- له سلامت او ملامته تېرېږي روغې جوړې ته سره ورسېږئ کومې نیمګړتیاوې، چې په دواړو خوا کې دي پوره یې کړي.
۵- اوس خو د پخوانیو جنکسالارانو اصلي څېره هم درته مالومه شوه، چې ایا هغوی رښتیا د خدای لپاره جنګېدل؟
۶- له دې زرین فرصته ګټه واخلئ ، شاید دا هم یو خدايي نعمت وي، چې موږ ته یې برابر کړ؛ وخت مه ضایعه کوئ.
۷- د هغو افغانانو اواز واورئ چې بچیان یې شهیدان شوي او بې کوره شوي دي.
۸- سمتي، ژبني او نژادي توپیرونه ترخاورو لاندې کړئ.
۹- دین، هېواد او د ولس درد ته رجوع وکړئ.
۱۰- او...
په پایله کې ویلی شو، چې همدا د خدای نصرت وګڼي او له یاد وخت څخه عظیمه استفاده وکړئ خدای خو لوی دی، چې دا ځل به سوله راشي ، شخصي ګټې شاته وغورځوئ، خپله بریا د بل په بقا کې و لټوئ، نه د بل په تبا کېدو کې.