ټوپکمار



خپله کارغــه دی چــم د بــاز کوي
د ډيره کبـــره جګ پرواز کوي
د ابې کمالـه د قــــدرت ليونيان
نه ترحــــم شته نــــه لحــا ظ کوي
دا قاتلان دي ټوپکماريې ګنه
هسې تبليغ دور او دراز کـوي
خودوی په خپله په دې ښه پوهيږي
چې تـــل ګـــډادغير په سا ز کوي
دغــــه دنيا دا لباســــي وختونـــه
دايمه نــــه ده چــــې پرې ناز کوي
زموږ د ديــــن او د ائين پــــيروان
خدای ته د سولې راز ونياز کوي
ربه تباه کــړې فرعوني زورواکان
چې ستا مخلوق سره ناساز کوي
------------------------------------
سميع الدين افغاني
م ٠ کال ١٧ - ١٠ - ٢٠١٠